کله چې شاه محمود ايران ته واووښت قاجار يانو ورته غېږه خلاصه کړه او دی يې د زمانشاه په وړاندې ولمسوه، په دغه وخت کې زمانشاه له نورو ډېرو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان وه. د ساري په توګه د هېواد په شمال کې د بخارا د واکمنو لاسوهنه، د سکانو پرلپسې بريدونه، په سند کې د تالپور د اميرانو پاڅون (چې بيا زمانشاه له فتح علي سره روغه وکړه)، د ناپليون پيغام د زمانشاه په ملاتړ د انګرېزانو په وړاندې بريد، په هند کې د انګرېزانو د واک پراختيا…

انګرېزانو د دې لپاره چې د زمانشاه د بريدونو مخه نيولي وي نو بيا کپتان جان ملکم د استازي په توګه د قاجار يانو دربار ته واستوه او بيا يې په ۱۸۰۱ ز کال يو تړون لاس ليک کړ چې که زمانشاه وغواړي په هند بريد وکړي قاجاري لښکر بايد د افغانستان سيمې تر ګواښونو لاندې راولي.

که چېرې افغانستان او يا ناپليون په ايران د بريد هڅه وکړي نو برېتانويان به 

ته ورودانګي.

فتح علي شاه (د اقا محمد قاجار ځای ناستی) چې يو ځيرک مشر وه. له يوي خوايې برېتانيې سره اړيکې (۱۸۰۰ز ملکم) ټينګې کړې وې او له بلې خوا يې د فرانسې له مشر ناپليون سره د خبرو اترو ور پرانستی وه.

ناپليون چې د سکندر خوبونه ليدل د روسيې له ټولواک پل Poul (۱۸۰۱ – ۱۷۵۴) سره دې پايلې ته رسېدلي وه چې د ايران او افغانستان له لارې به د دانګرېزانو پروړاندې په هند ورخېژي. نو ځکه يې د «اوليويه Olivier» په نوم يو استازی ايران ته ولېږه. خو د روسانو مشر په مړينه دغه نخشه عملي نشوه.

زمانشاه د خپل نيکه په څېر هيله درلوده چې نه يوازې د دراني احمدشاه ټولواکمني وژغوري بلکې غوښتل يې د هندي مسلمانانو او افغانانو په واک او ځواک ختيځ هندوستان ونيسي او د برېتانويانو له شره يې وساتي.

په همدې هيله له يوه ستر پوځ سره له پېښور نه وخوځېد او په لاهور کې (۱۷۹۸ ز – د اکتوبر مياشت – ۱۲۱۳ ل) له رنجيت سنګ سره وغږېد او د ډيلي د نيولو تکل يې وکړ. په دغه وخت کې فتح عليشاه د برېتانويانو په لمسون په خراسان بريد وکړ. افغان ټولواک اړ شو چې د ډيلي له بريد نه لاس واخلي او ځان خراسان ته ورسوي. دلته دجان ملکم خبره ياده شوه او له دې سره جوخت ديوې موهمې مسالې سپيناوى ډېر موهم دى، هغه داچې يو شمېر کسان انګېري، چې گنې دافغانستان نوم دالفسټن دکتاب له خپريدو (١٨٤٢ کال)  سره تړاو لري، ولې دوى بايد ياد ولري، چې په تهران کې دبريتانې استازي سرجان ملکم دجون په دويمه (٢) ١٨٠٠ کال دهنري ونداس پنوم دهند دنيمې ختيځې کمپنۍ ته ليک واستوه، چې پکې ليکلي ول: (مخکې له دې چې دقاجاريانو واکمن خراسان ته وخوځيږي، ده خپل وزير حاجي ابراهيم ته سپارښتنه وکړه، چې د زمانشاه صدر اعظم وفادار خان ته ليک واستوي چې موږ ياني قاجاري پاچا شاه محمود ملاتړ داخلاقو له مخې کوو، ولې نه  غواړو د افغانستان امارت محمود ته وگټو، بلکې پدې راضي يو چې هرات وکړ شي) ددې لېکنې په ځواب کې وفادار خان وليکل: (که چېرې پاچا د شاه محمود له ملاتړ نه لاس واخلي او ډاډ رآکړي، چې دافغانستان په متصرفاتو بريد نکوي. زمان شاه به په هندوستان کې خپله نخشه عملي کړي… دهرات له خاورې څو کيلومتره آخوا به نورو ولايتونه پريږدي، چې د تاسو په واک کې راشي).

له ١٧٨٢ نه تر ١٧٨٣ پوري دهند د ختيځې کمپنۍ يوه مامور دجورج پوستر پنوم چې کله له يوه کاروان سره له کشمير، پېښور، کابل، کندهار، هرات، ايران، روسې او آن تر لندنه پوري روان وو. پخپله سفرنامه کې د (افغانستان) دنوم يادونه کړې او د (افغان ملت) خطاب ورته کوي… ده يو کتاب هم وليکه:

A journey from Bengal to England through the Northesrn part of india Afghanistan, and Persia and into Russial by the  Caspain  (1798)

دغه کتاب په ١٧٩٨ کال په لندن کې چاپ شويدى. نوموړى د الفسټن له کتاب نه  ٤٤  کاله وړاندې، د افغانستان نوم د (افغانستان د دولت) په توګه ياد کړيدى… پدې تړاو 

تهران کې دبريتانيا سفير سرجان ملکم ليک ته هم بايد سر ورښکاره کړو چې په (١٨٠٠ کال) يي د هند ختيځې کمنۍ ته ليکلي وو:

The afghan Government when view ed as ftanding on general bafis of def polifm, and compared with that of other afiaic flatea is with in justice or cruelty its…)

له دې سر بېره دترکې په موزيم کې په يوې قبله نما کې چې په 1738کال کښل شوې وه د افغانستان نوم اوڅلورخواوې پکې په ګوته شوې وې ما پدې تړاوپه تاند اوافغان جرمن کې يوه مقاله هم خپره کړې ده،چې درانه لوستونکي لوستلی شي …

راځو اوس اصل  مطلب ته، او هغه داچې فتح عليشاه د انګرېرزانو غوښتنه پر ځای کړه نو بيایې خپل ځواکونه د خراسان له ولايت نه ډېر ژر وويستل.

زمانشاه بيا هم له خپل هوډ نه په شا نشو بيا پېښور ته لاړ چې د ډيلي د نيولو تکل ترسره کړي. خو له بده مرغه چې افغانان کله هم بې اتفاقه شوي دي نو بيا له لوی غميزې سره مخ شوي هم دي. انګرېزانو د افغانانو له همدغه نايووالي نه ګټه واخسته.

لومړی يې د زمانشاه ورور شاه محمود چې دغه مهال په ايران کې وه دېته وهڅوو چې د افغانستان واک خپل کړي. دويم وزير فتح خان چې پلار يې سردار پاينده خان د کودتا په تور له لس تنو نورو نامتو سردارانو او قومي مشرانو سره په دار ځړول شوي وو هم ولمسول شو چې له زمانشاه نه کسات واخلي.

د وزير فتح خان کرکه چې د زمانشاه او د هغه د صدراعظم سردار رحمت الله خان (وفادار) په وړاندې نوره د ځغم وړ نه وه نو د خپل پلار سردار پاينده خان د خور له زوی شاه محمود سره لاس يو کړ سيستان، فراه او کندهار يې يو د بل پسې لاندې کړل. زمانشاه چې دغه مهال په پېښورکې وه غوښتل يې د يوه ستر لښکر په مټ مخ په ډيلي روان شي. ده نه غوښتل چې د حيدراباد او دکن د شهزاده ګانو سلطان تيپو او ميسور په برخليک اخته شي نو ځکه يې کوښښ کاوه چې د يوه مټور ځواک په ملتيا انګرېزانو په ګډون ټول مخالفين او سيالان وځپي.

ولې کله چې د شاه محمود او وزير فتح خان له يرغل نه خبر شو کابل ته ستون شو او دواړه جنګيالۍ ډلې د غزني او مقر تر مينځ د «تازي» په سيمه کې مخ شوې.

زمانشاه ماته وخوړه او د کابل واک د شاه محمود لاس ته ورغی او زمانشاه چې د لښکر ډېره برخه يې په پېښور کې پرې ايښې وه مخ په پېښور وخوځېد.

انګرېزان د افغانانو له تاريخ نه خبر ول او په دې پوهېدل چې کله افغانان يوموټی شوي دي نو بريالي شوي هم دي.

نو ځکه يې نه پرېښودل چې يووالي ته ورسېږي. همدا لامل وه چې ورو ورو يې د ورور په وړاندې وجنګوه.

په همدې سياسي لوبه يې لوی بری ترلاسه کړ او خپل ځواکمن او هوډمن سيال زمانشاه يې د تل لپاره د ماتې سره مخ کړ.

شاه محمود (۱۸۰۱ ز – ۱۲۱۶ هـ) د کابل په تخت کېناست فتح خان يې خپل وزير وټاکه او د افغانستان بدمرغي او لويه غميزه له دغې شېبې او نېټې نه پيل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *