د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ

تاند- د یوې قومي جرګې برخوالو په لوګر ولایت کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته د زړه ورتیا میډال اعلان کړ او له هغه یې په دې مننه وکړه چې د پاکستان پر ضد یې کلک دریځ غوره کړی دی.

د قومي جرګې مشر فرهاد اکبري ازادي رادیو ته وویل، په دې مناسبت شاوخوا ۳۰۰ تنه په جرګه کې راټول شوي وو چې په لړ کې یې خلکو د امریکا ولسمشر ته جایزه ډالۍ کړه.

ده وویل«په جرګه کې راټولو شویو بزګرانو، موچیانو او غریبکارو له خپل وس سره سم که ۱۰۰ افغانۍ وې یا ۵۰ راغونډې کړې چې ۴۵ زره افغانۍ شوې-  موږ پرې د سرو زرو مډال جوړ کړ. مډال په لاس جوړ شوی او لیکل‌ یې په ماشین کې نه ‌دي شوي. پر دې مډال موږ ولیکل چې د افغانستان د خلکو له‌خوا د شجاعت مډال ډونالد ټرمپ د امریکا جمهور رئیس ته»

اکبري همداراز وویل چې وروسته یې په خپل لاس دا میډال د امریکا سفارت ته وسپاره.

اکبري زیاته کړه، د افغانستان خلک له ۱۶ کلونو راهیسې د امریکا له لوري د داسې دریځ غوره کېدو ته انتظار ول.

د امریکا ولسمشر د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ په خپل لومړني پيغام کې، چې پر ټویټر یې خپور کړ، وویل چې امریکا په تېرو کلونو کې پاکستان ته ۳۳ ملیارد ډالره تورکړي خو په مقابل کې یې پاکستان له دروغو پرته بل څه نه دي ورکړي، تروریستانو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې چې له هغه ځایه په افغانستان کې حملو ته دوام ورکړي.

ټرمپ په زغرده وویل چې نور وضعیت په دې ډول دوام نه شي کولی.

په وروستیو ورځو کې امریکا پاکستان ته نژدې ۲ ملیارد ډالره پوځي مرسته وځنډوله او ویې ویل، تر څو چې پاکستان د طالبانو ملاتړ بس کړی نه وي، دا مرستې نه ورکوي.

One thought on “یوې قومي جرګې د امریکا ولسمشر ته میډال ورکړ”
  1. زنده باد لوګروالو اوس مو د کار سړى وپژانده نورو افغانانو ته پکار دى چه سرکونو ته راووزى او د دهغه نر ډونلډټرمپ په حق کښى لاريون وکړى او ملاتړ ورنه وکړى
    زنده باد د امريکا ريس جمهور ښاغلى
    ډونلډ جئ ټرمپ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *