تاند- د ایچ ټي سي کمپنۍ نن /دوشنبه/ یو نوی ځیرک فون نندارې ته وړاندې کړ چې سکرین یا شیشه یې ۶ اینچه ده.

د دې موبایل بېټرۍ ۳۹۳۰ میلي امپایره ده.

د ایچ ټي سي د دې موبایل، چې (U11EYE) نومېږي، شیشه ایل سي ډي ۳ او ۱۰۸۰ پیکسله ده.

میموري یا حافظه یې ۶۴ ګېګابایټه او مایکرو ایس ډي هم پرې زیاتېدای شي.

د دې موبایل د ژیو په کلکولو بېلا بېل کارونه کولی شئ؛ لکه د موبایل کمره هم پرې پرانیستل کېږي.

ایچ ټي سي کمپنۍ د دې موبایل لپاره ځانګړي پوښونه هم جوړ کړي چې له ماتېدو یې وژغوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *