خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۶-۱۰-۲۵
د دوشنبې په ورځ د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب په داسي حال کي چي د کرهڼي رئيس سيد حفیظ الله سيدي هم ورسره ملګري وو، دامان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته يې ۱۴۳ تنو بزګرانو ته د رومي، بانجاڼ، بېنډۍ، هوږي، او ګوبي تخمونه توزیع کړه.
مرستيال والي په خپلو خبرو کي وويل چي ولايتي ادارې د زراعت پرمختګ ته پاملرنه زیاته کړې او په دې اړه يې د مرکزي حکومت تر څنګ د مرستندویه ادارو سره هم خبري کړي دي.
ښاغلي منیب له بزګرانو هم وغوښتل چي ورکول سوي تخمونه په خپلو مځکو کي وکري، ترڅو کندهار د سبزیجاتو په برخه کي د ګاونډيو هيوادونو د احتیاج څخه خلاص سي.
مرستيال والي همدراز خلګو ته ډاډ ورکړ چي ولایتي اداره په ولسواليو کي د متوازن انکشاف د رامنځته کولو په موخه پرمختيايي پروژې هم عملي کوي.
بزګرانو هم له ولايتي ادارې مننه وکړه چي همېشه يې مرسته ورسره کړې او ډاډ يې څرګند کړ چي د زراعت د پرمختګ لپاره به لا هم ډېر کار وکړي او ورکول سوي تخمونه به په خپلو مځکو کي وکري.
د تخمونو تر توزیع وروسته مرستيال والي عبدالحنان منيب په دامان ولسوالۍ کي د زراعت رياست له لوري د ۲۵ هکتاره زراعتي مځکي د ليزر ليولينګ پروژه هم د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل سول.