سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې د غزني د قرهباغ ولسوالي امنيه قوماندان صبر الله جان له پنځلسو ورځو راهيسې دغه ولسوالي پرې ايښې او په خپله د پوليسو له رنجرو سره تښتېدلی دی.
ده د پوليسو اعاشه هم له ځان سره وړې، وسلې او او مهمات يې پلورلي دي او په خپله مخه پسې تللی دی.
صبر الله جان د پنجشېر اوسېدونکی دی، د قرهباغ ځينې سرچينې وايي چې د اجراييه رياست د لومړي مرستال محمد خان اوښی دی او د هغه په فرمايش قرهباغ ته لېږل شوی و، خو د محمد خان ډله دا نه منې چې دغه سړی دې له محمد خان سره د لمنې خپلوي ولري.
څه موده وړاندې د غزني په امنيتي ارګانونو کې ځينو سرچينو سرخط ته ويلي وو چې همګرايان د غزني ولسواليو ته نوي کسان د امنيهقوماندانانو په توګه لېږي او زاړه له دندو ګوښه کوي او غواړي په دې توګه په را روانو ټاکنو کې ځان ته ميدان خالي کړي.
صبر الله جان هم د هماغو قوماندانانو له ډلې و چې قرهباغ ته شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د امنيه قوماندان په توګه ولېږل شو او ورسره سم په ولسوالي کې ناامنيو زور ونيو.
ځينو سرچينو خو هغه مهال لا سرخط ته ویلي وو چې قوماندان ولسوالي ته له رسېدو سره سم له خلکو د هغو لارو ادرسونه غوښتل چې د نشهيي موادو قاچاقبران پرې تېرېږي او په ځينو سيمو کې ځينو امنيتي چارواکيو ته رشوتونه ورکوي.
ده په لومړي سر کې لا په امنيه قومانداني کې په خپل سر ځینې داسې کارونه وکړل چې خلک يې له قومانداني زړه توري کړل، مثلا لومړی اقدام يې دا و چې ويل يې په پښتو به ورته څوک عريضه او مکتوب نه ليکي، که چا ليکلی و، نو دی يې نه مني.
پر ښاغلي صبر الله جان له طالبانو سره د تار لرلو تورونه هم پورې و چې ګواکې له طالبانو سره يې لار يوه کړې، ځينې د قومانداني مهم کسان يې ورباندې وژلي او پر هغو لارو سترګې پټوي چې طالبان ورباندې تېرېږي او بيا سرتېري وژني.
د همګرايانو د ايښي نهال وروستی حاصل دا دی چې اوس يې ولسوالي او د ولسوالي امنيه قومانداني تر شا پرې ايښي او د خپلو سرتېرو د خولې ګوله يې تروړلې ده.
د قرهباغ يوې باوري امنيتي سرچينې له سرخط سره په خبرو کې وويل چې دوی د ولسوالي لهپاره اتيا تنه تشکيل لري، خو اوس په ولسوالي کې لس پوليس هم نه شته، اما د اووياوو تنو حق صبر الله جان اخيستی دی.
ده له ځان سره د پوليسو رنجر موټر هم بيولی او پنځهلس ورځې وړاندې له ولسوالي څخه د پنځو شپو په رخصتي تللی دی، تېر ماښام يې پنځلسمه شپه وه چې د سړي درک نه دی مالوم.
سرچينه وايي، ده د پوليسو د اعاشې پنځه زره هګۍ، لسګونه بوجۍ وريجې، سلګونه کيلو غوښه، غوړي او زرګونه لېټره تېل هم پلورلي او پيسې يې جېب ته اچولې دي.
څه موده وړاندې د قرهباغ په امنيه قومانداني کې اته ټانکونه له پوليسو سره ولاړ ول چې اوس يې يوازې يو جوړ پاتې دی.
همداسې رنجر موټرونه چې ډېر يې خراب شوي او له کاره لوېدلي او ځينې يې ورک شوي دي.
د پوليسو له اتيا تنه تشکيل څخه يوازې لس تنه په ولسوالي کې پاتې دي، پاتې يې يا شړل شوي، يا ورک دي، يا په جګړو کې په شهادت رسېدلي، يا په ټپي حالت کې پر کورو پراته دي، خو معاشونه، خواړه او نور هر څه يې اخيستل کېږي او قوماندان صاحب جېب ته اچولي دي.
د قرهباغ په امنيه قومانداني کې دغه تېره ورځ غرمه يو پوليس وروسته له هغه چې سختې لوږې اخيستی، د قومانداني اشپز خانې ته تللی، خو دا چې خواړه نه ول، له اشپز سره يې غږ پورته شوی او اشپز ورباندې د چاړې وار کړی دی.
دغه پوليس د غزني مرکز ته تر رسېدو وړاندې پر لاره شهيد شوی او جسد يې کور ته لېږل شوی دی.
سرخط ته له سيمې رسېدلي مالومات ښيي چې همدا تېره او راتلونکې شپه د څلورو سوو په شاوخوا کې طالبان د قرهباغ پر ولسوالي او ځينو پوستو د خونړيو بريدونو پلان لري، خو پوستې وار له مخه خالي کړل شوې دي.
اوس د تمې سترګې يوازې اردو ته اوړي چې د بېکفايته، بېتجربې او ناکاره قوماندان پرې ايښې ستونزې حل کړي او ولسوالي له سقوط څخه وساتي.
خو د غزني امنيه قوماندان محمد زمان خان بيا وايي چې په ولسوالي کې هيڅ ستونزه نهشته او نه هم هلته د پوليسو او نورو سرتېرو کمی دی.
دی وايي، پرون د قرهباغ د امنيه قومانداني په اشپز خانه کې هم دوو اشپزانو جنګ سره کړی او يوه يې هغه بل وژلی دی.
که څه هم دی شهيد شوی کس اشپز بولي، خو د روغتون سرچينو سرخط ته ويلي چې شهيد کس عسکر و، کور يې په بدخشان کې و او تېره شپه يې جسد په تابوت کې بدخشان ته لېږل شوی دی.
محمد زمان خان وايي، د ولسوالي امنيه قوماندان ته ده رخصت ورکړی دی، خو دا نه وايې چې څو ورځې يې رخصت ورکړی.
دا چې د قوماندان د غيرحاضري مسووليت امنيه قوماندان مني او ادعا کوي چې په ولسوالي کې هيڅ مشکل نهشته، پته به يې هغه وخت لګېږي چې طالبان پر ولسوالي بريدونه پيل کړي.
سرخط ورځپاڼه
خلک د هغه حکومتولۍ مستحق دي چې لري یې. د مجاهد،ولس، په ټوپک او وژونکو مین ولس، له مکتب و ژوند متنفرولس او په مدرسه و شهادت مین ولس برخه همداسې حکومتولۍ وي