د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نریندر مودي

مهر تاج/ سرخط ورځپاڼه

د شوروي له ماتېدو وروسته امریکا په يکتاز ډول پر نړۍ واکمني کړه، څه چې یې زړه وو، په هغسې ډول مخې ته روانه وه او بالاخره یولسم سپټمر رښتینې یا سيمبولیکې واقعې خو د نړۍ مسیر یې بدل کړ. امریکا دې فرصت ته د خپلو امپریالیسټي هوسونو په سترګه وکتل او د نړۍ لر و بر ته یې د پراختیا په نیت مټې را بډ وهلې او منځنی ختیځ او جنوبي اسیا یې عمده اهداف وټاکل.

د یویشتمې پېړۍ د دویمې لسیزې پیل په سیمه کې د چین او روسیې په پرمختګونو وشو. کرملین د اوکرایني کریمیا په سر غبرګون وښوو او په منځنۍ اسیا کې يې خپل پخوانی حضور لا روښانه او تېز کړ. چین چې خپل اقتصادي سفر یې له پخوا ډېر قوي را پیل کړی و، لا سرعت ورکړ او له نړۍ سر د ارزانه او اسانه لارو د پروژو په تحقق پسې راووت او له خپل سټراټېژیک دوست پاکستان سره یې یارانه لا نوره مضبوطه کړه.

تر دې مهاله چې امریکا په سیمه او نړۍ کې یکه‌تازه روانه وه، اوس نه یوازې په سیمه بلکې په نړیواله کچه له یو لړ خنډونو او مزاحمتونو سره مخ شوې چې روسیه او چین یې عمده او پاکستان او ایران یې په سیمه‌یزه کچه په دویمه کټګوري مزاحمانو کې راځي.

په سیمه‌یزه کچه پروني دوستان نن په رقیبانو بدل شوي او سیمه‌یزې ګټې یې هم توپیر کوي. پرون امریکا له مجبوري یا د ګټو د مشارکت له امله د پاکستان متحد او هم‌لارې وه، خو په وروستیو دوو کلونو کې اړیکې تر بل هر وخت خرابې شوې دي. هند په تېر کې په سیمه کې د امریکا د نزاکتونو له امله ډېر وړاندې نه‌شوای تلای، خو نن چې چین اقتصادي سفر ته پراختیا ورکړې او روسیه هم په وروستیو کلونو کې په منځني ختیځ او افغانستان کې د امریکا په سټراټېژيو نیوکې او عملاً یې د دخالت هڅه کړې، امریکا مجبور ده چې په سیمه کې د نوې ايتلاف او متحدانو په مټ د دې څه مخنیوی وکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې د فرصتونو او کشمکشونو په دې پړاو کې افغانستان پر کومه خوا روان دی او من‌حیث دولت افغان لوری باید څنګه لوبه وکړي؟

د افغانستان په ګټه د بري پیل په دوو پړاونو پسې تړاو لري. د ملي وحدت حکومت په را منځ ته کېدو سره له غربي نړۍ په تېره بيا له امریکا سره د افغانستان د اړیکو نوی باب پیل شو. له امریکا، اکثره غربي هېوادونو او ناټو سره د افغان دولت امنیتي تړونونه لاسلیک کړل، کاواکو او ماتې شویو اړیکو بېرته کوشېر ونیو او د باور وړ فضا را منځ ته شوه. په دې سره په امریکا کې د ولسمشري ټاکنې وشوې چې د ټرمپ په بري پای ته ورسېدې.

په امریکا کې د نوي حکومت له را منځ ته کېدو سره پر پاکستان نوي فشارونه زیات شول او دې چارې له افغان حکومت سره د امریکا د همکاري روحیه زیاته او د ناوخوالو د حل په موخه یې سیمه‌یز ایتلاف ته زمینه برابره او بالاخره د هند، امریکا او افغانستان په شمول یې درې ګونی اتحاد را منځ ته کړ چې له یوې خوا امریکا له هنده په ګټې اخیستو د چین د اقتصادي پرمختګ مخنیوی کړی وي او له بل لوري یې پر پاکستان فشار اچولی وي چې د افغان جګړې له مداخلې لاس واخلي.

که د دولتونو په کچه وګورو او که من‌حیث ملت د افغان اړخ پس‌منظر ته متوجه شو دوی همېشه د فرصتونو په تمه پاتې شوي او په همدې تمه تمه یې ډېر چانسونه له لاسه ورکړي دي. هغه فرصتونه چې موږ باید ترې ګټه اخیستې وای ضایع کړي او په هغه څه کې چې هیڅ ضرورت یې نه و، موقف‌ګیري شوې ده.

اوس چې لوبه په سیمه‌یزه کچه یوې بلې مرحلې ته داخله شوې او بیا افغانستان ته فرصت برابر شوی، افغان اړخ ته ضرور ده چې د خپلو ټولو تېرو تجربو او د ناسمو سیاستونو په پایله کې را منځ ته شویو ناخوالو ته وګوري او د معقول سیاست له مخې تصمیم ونیسي.

ملي وحدت حکومت په کور دننه له جنجالونو او په خپل منځ کې له اختلافونو سره په کار پیل وکړ، په لومړي سر کې ټوله توجه بهرني سیاست ته وه چې له ښه مرغه هغه څه یې عملاً ترمیم او ثابت کړل چې کلونه کلونه تر سره نه‌شول او اړتیا یې د وطن د بقا په مانا وه. وروسته وروسته یې د ولس په منځ کې د محبوبیت کچه یو څه لوړه او په عین حال کې یې کورنیو اصلاحاتو ته هم پاملرنه راواړوله. په فساد ککړې څېرې یې څنډې ته کړې، پر اساسي اقتصادي پروژو یې کار پیل کړ او د پاکستان پر ځای یې د تجارت له‌پاره منځنۍ اسیا، چین، چابهار او د هند ډيلي او ممبۍ ته د هوايي دهلېز له لارې سوداګري ته پراختیا ورکړه. دې چارې یې نه یوازې عامه ذهنیتونه پر وړاندې ترمیم کړل، بلکې په عملي توګه یې هم افغانستان له هغو مجبوریتونو راوایست چې کلونه کلونه یې ناخوالې له همدې سببونو زغملې.

اوس چې پاکستان له څو کلونو وروسته د افغانستان په سر له سختو فشارونو سره مخ دی او د ټروریزم په نوم روانه کړې لوبه یې په شرمناک ډول افشا شوې او له لسیزو را روزلې ټروریسټي ډلې پرې بوج شوې، افغانستان دا چانس لري چې پر وړاندې د دې هېواد له لوري د شته مستندو جریانونو او پېښو په مرسته دا اسناد لا قوي کړي چې پاکستان په سیمه کې د  ټروریزم د پراختیا په لټه کې ده او په افغانستان کې مستقیماً اعلان شوې نیابتي جګړه پر مخ بیايي. دا چاره به د دې سبب شي چې پاکستان لا نور هم تر فشار لاندې شي او بالاخره د نړیوالې ټولنې او افغانستان غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

افغان دولت باید د امریکا په شمول له سیمه‌یزو هېوادونو لکه چین، روسیې او ایران سره هم په مستقل ډول خپل روابط وساتي چې حد اقل د ځان پر وړاندې له اضرارو او پټو لوبو يې ځان خوندي کړی وي.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *