د انتخاباتو خپلواک کمیسون

تاند- شهلا حق د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا سرپرسته وټاکل شوه.

شهلا حق تر دې وړاندې د انتخاباتو د کمیسیون د روزنې او ظرفیت جوړونې د چارو مشره وه.

تر اوسه پورې امام محمد ورماچ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا ريیس و.

روانه اوونۍ سید حفیظ الله هاشمي د انتخاباتو د کمیسیون د نوي غړي په توګه معرفي شو.

هاشمي ته دا چوکۍ وروسته له دې خالي شوه چې ۲ میاشتې پخوا د انتخاباتو د کمیسیون ريیس نجیب الله احمدزي لېري کړای شو.

د هاشمي له ټاکل کېدو سره په یو وخت د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی ګلا جان عبدالبدیع صیاد وویل، اوس به د اداري پلاوي انتخابات هم ترسره شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ۱۳۹۷لمریز کال د سرطان ۱۶مه نېټه اعلان کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *