د کورمې ایجنسۍ یو قبایلي مشر راته کیسه کوله، هغه وخت چې امریکا افغانستان ته د راتګ موزې په پښو کړې وې پاکستان دې ته حاضر شو چې امریکا ته کراچۍ کې نظامي اډه ورکړي او د طالبانو رژیم نسکور کړي او په ځای یې یو بل دولت رامینځ ته کړي. هغه وخت د پاکستان دیکتاتور مشر پرویز مشرف ټول قبایلي مشران پیښور ته وغوښتل. د قبایلو په سلهاوو مشران پیښور ته راغلل د پیښور ګورنر هاوس د غونډې ځای ټاکل شوی وه. مشرف په ټاکل شوي وخت د غونډې ځای ته راغی او خپله وینا یې شروع کړه.

مشرف له تشریفاتو وروسته ټولو قبایلو ته وویل زه دلته راغلی یم چې تاسې ته یو څو مهمې خبرې وکړم دې ته نه یم راغلی چې ستاسې خبرې واورم او دا مې اړینه وبلله چې په دې موضوع باندې تاسې خبرکړم.

مشرف وویل: مصیبتونه په دوه ډوله دي یو لوی دي بل واړه. د لویو مصیبتونو د له مینځه وړلو لپاره باید چې واړه مصیبتونه قبول کړو زه چې د کوم مصیبت درته وایم دا په تاسې ډیر لوی دی مګر په پاکستان وړوکی دی خو دا مصیبت باید چې موږ په ګډه وزغمو نو به لوی مصیبت راته وړوکی کړو. په دې وخت کې د غونډې په جریان کې د مشرانو لخوا غوغا جوړه شوه چې د څه شي مصیبت را روان دی؟؟؟

مشرف په ورو لهجه ورته وویل ما مخکې درته وویل چې زه ستاسې د خبرو اوریدو ته نه یم راغلی زه دلته د خپلې خبرې کولو ته راغلی یم تاسې کرار شئ چې زه خپله خبره درته پوره کړم.

مشرف وویل قبایل د افغانستان په ګاونډ کې پراته دي، قبایل به د افغانستان په نوي جنګ کی قرباني ورکړي او په دې جنګ کې به برخه واخلي دا قرباني د سر او مال قرباني ده او دا باید درته ووایم چې دا زموږ پلان دی او عملي کيږي به او بې له دې موږ هیڅ چاره نه لرو. افغانستان کې یو نوی دولت جوړیږي دا دولت به ډیر ناز وړونکی دولت وي خو موږ به هڅه کوو چې دا جنګ لکه د روس جنګ داسې وګټو او پاکستان یو ځل بیا بچ کړو خو دا ځل قرباني ستاسې او د پاکستان ژغورل زموږ په غاړه دي.

کله چې مشرف خپلې خبرې وکړې د سټیج له سره یې ټولو سره خدای په اماني وکړه او لاړ موږ مشران چې کله له غونډې بهر راووتلو په دې پوه نه شوو چې موږ د افغانستان په جنګ کې ولې برخه واخلو او موږ ولې قرباني ورکړو؟ دا پوښتنه د هر قبایلي مشر په ذهن کې همداسې پاتې شوه خو کلونه وروسته زما په ګډون د هر قبایلي مشر دا پوښتنه حل شوه چې موږ د افغانستان په جنګ کې څه ډول قرباني ورکړه.

په تیرو څو کلونو کې که ځیر شو د د قبایلو هر کور غم او ویر ولیدلو د خلکو کورونه وسوځېدل خپلې سیمې یې پریښودلې بې عزتي یې وشوه دا اوس هم د قبایلو زیاتې کورنۍ د پنجاب په ایالت کې مېشتې دي د پښتون خور لور د یو جټ په کور کیناسته او دا یو تریخ حقیقت دی چې ځینې به یې ومني خو زه په همدې سیمه کې لوی شوی یم هغه ظلم او زیاتی چې د پښتنو سره په قبایلو کې وشو او ما په خپلو سترګو لیدلی نه فلسطین کې اسرایلو کړی نه افغانستان کې روسانو کړی او نه هم کوم بل ظالم دیکتاتور لکه پرویز مشرف چې له پښتنو سره وکړ.

تر ټولو بده خو یې دا ده چې هغوی یې ترهګر کړل افراطیان یې کړل مفکورې یې وربدلې کړې جنګیالي یې کړل ښوونځی یې ترې واخیستل د ژوند حق خو یې پرویز مشرف لا په لاس کې اخیستی و. د افغانستان د خلکو او دې دولت په اړه یې د پښتنو ذهینت داسې جوړ کړ چې د یو قوم ترمینځ یې کرکه پیدا کړه یو او بل یې دښمنان وګرځول.  په افغانستان کې د بغدادي پیر پاتې شوني را جیګ شي د یو ظالم او دیکتاتور عکس په کور کې ځوړند کړي او لا یې ننګه هم کوي دوی خو په شرم پوهیږي نه او خلک څه ورته وایي نه ځکه داسې جګې خبرې کوي.

کله چې شمالي وزیرستان کې د ضرب غضب په نوم عملیات پیل شول د سیمې خلک یې په هر لحاظ سخت وځپل خوست، پکتیکا او پکتیا ته له دې سیمې ډیر خلک را کډوال شول دوی به زموږ په اړه عجیبې او غریبې کیسې کولې چې هیڅ عقل نه منلې. دوی بیخي هلته داسې ساتل شوي لکه یو څوک چې پیدا شي او د قبر په څیر کوټه کې یې واچوي فقط وینا ورته کوې او نور خبر نه وي چې بهر څه روان دي؟

یوه کیسه چې ډیره مشهوره وه هغه داسې وه، چې دوی ته وزیرستان کې ویل شوي وه چې د خوست په لوی جامع جومات کې یو ډنډ دی د امریکایانو ښځې له سړیو سره یو ځای لوڅې لغړې پکې لامبي خو کله چې دوی خوست ته راغلل چې جومات یې ولیدو او ډنډ یې ولیده چې خلکو پکې اودسونه کول د خلکو عبادت او مینه یې ولیدله خلکو ته به یې ویلې موږ یقین نه کوو چې داسې وشي لکه څه چې دلته روان دي. د یوې بلې واقعې چې زه یې عیني شاهد وم یو تن کډوال موټر ته راواختلو لاره کې د پولیسو پوسته وه د مازدیګر مهال وه یو پولیس په لمانځه ولاړ وه دا کډوال داسې هک پک شوو یو ناڅاپي یې له خولې ووتل اې اې پولیس المینځ کي! ټولو ورته وویل ولې نو دا تا ته کافر ښکاریږي؟ سړی یو څه شیبه غلی شو بیا یې وویل موږ هلته له ممبر څه څه نه وه اوریدلي خو دلته هر څه برعکس روان دي. ما به ډیره کډوالو ته ویلې دا منم چې تاسې ډیر مالي او ځاني زیانونه ولیدل مګر تاسې ته د افغانستان په راتګ کې ډیره ګټه وه او په د هم پوهیږمه چې دې ډیرو راغلو کډوالو کې به داسې خلک وي چې له افغانستان څخه تښتول شوي کسان به دوی کورونو کې ساتل شوي وي او بیا به عام محضر کې ترې په مختلفو نومونو سرونه پرې کېدل.

د قبایلو پښتنو دا نه غوښتل چې دوی افغانستان کې جنګ وکړي خو دا باید ومنو چې جنګ دې دوی کور ته وروړل شو او ورته وویل شول چې دا جنګ ستا شناخت دی او مجبور شول چې هم یې خپل ځانونه تباه کړل او هم موږ. جنګ پ دوی ور وتپل شو او دا پښتون یې له یو بل داسې لیرې کړلو چې ترمینځ یې د کرکې او نفرت اور هم بل کړل. څه نه شم ویلی چې په دې کې به د امریکا مشوره وه او کنه خو دا د پنجاب پروژه وه چ داسې وشي. هلته میښت روشنفکره پښتانه په واک کې پښتانه چې تل یې د پنجاب له شکور پښې تاو کړي دي دوی هیڅکله د پښتون د ژغورنې جرات نه شي کولی ددې بدبخیتو په له مینځه وړلو کې یې هیڅ هڅه نه ده کړې مګر خپل جیب یې ډک کړی دی کابل ته که راغلي دي احساساتي ویناوې یې کړې دي دا یې هم د پنجابي د پلان له مخې کړې دي او خپله ورکړل شوې دنده یې اجرا کړې ده.

د افغانستان په جنګ کې د قبایلو ښکېل او زموږ له لوري ورغلي ټول په یو سترخوان ناست دي او داسې مفکوره یې خپله کړېده چې موږ یو ستره مبارزه روانه کړې ده په دوی کې ډیر داسې جنګیالي شته چې نه غواړې جنګ وکړي مګر دده شمولیت له لومړي سر نه ورته اوس دا اجازه نه شي ورکولی چې په کور کیني ډیر په دې پوهیږي چې موږ په ناسمه لار روان یو خو دا لار پریښودل اوس د سر په بیه دي چې ډیر له ورته برخلیک سره مخ شوي هم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *