تاند- د پاکستان شاوخوا ۲زره دیني عالمانو نن /سې شنبه/ په یوه غونډه کې فتوا ورکړه چې انتحاري حملې حرامې دي.
دغو دیني عالمانو، چې د بېلابېلو فرقو او مذهبونو استازیتوب یې کاوه، په صادره کړې فتوا کې ویلي چې انتحاري حملې، د دولت خلاف وسله واله مبارزه او د اسلامي شرعې د نافذولو په نوم له تشدد او زوره کار اخیستل د اسلام له نظره ناروا او منع کار دی.
د دوی په منځ کې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د مولانا سمیع الحق زوی هم حاضر ول.
په همدې منځ کې د پاکستان حکومتي چارواکو ویلي چې د دیني عالمانو له لوري په یوه خوله د دې فتوا صدور د سختدریځۍ او ترهګرۍ پر ضد د ګډې جبهې د پرانیستلو هدف لري.
په پاکستان کې دیني عالمانو وروسته له دې دا فتوا صادره کړه چې پاکستاني مدرسو په افغانستان او درسته سیمه کې د دین په نوم انتحار او تشدد رواج کړ، او د لسګونو زره مسلمانانو وینې یې وبهیولې.
د ډان نیوز د راپور له مخې، د پاکستان د مذهبي ګوندونو مشرانو او نورو دیني عالمانو په اسلام اباد کې د پیغام پاکستان په نوم د دې فتوا د صادرولو په مهال د یووالي او په پاکستان کې د تروریزم پر ضد د مبارزې غوښتنه وکړه.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هیله څرګنده کړه چې د دیني عالمانو له لوري د دې فتوا صدور به د تروریستانو، افراطیانو او فرقه پالو له لوري د رامنځته کېدونکو چلینجونو له مخنیوي سره مرسته وکړي.
حتما پاکستان کې یې حرامې ګڼلي، استخباراتی ملاچرګان. د کشاف د ډالر زهر شي، بلا وهلی چې یو ۱۰۰۰۰ ملاچرګان کابل کی راغونډ کي او همداسی یو اذان وکی – افغانستان خو هسې هم ملاډوډۍ وطن دی
دا يوازى باكستان كى كه به افغانستان او توله نرى كى .
سلامونه
الله ج پوهیژی چی د هغه پرونی فتوی ګناه او مسولیت
به د چاه په غاره وی
دا فتوای یواځی په پاکستان کی او بالخصوص په هیرا منډی کی قابل د تطبیق ده. دا ملایان حرامونی دی که نوی بیا د نو سمع الحق و فضل الرحمن په دار کړی ځکه چه هغوی ول چه تور مخی طالبان یی دلته افغانستان ته را لیګل