حمیدالله حمیدي

 تېر ۲۰۱۷ مېلادي کال د اروپا لپاره د ټاکنو له پلوه له لاسته راوړنو ډک و. خو د دې لويې وچې ګڼ هېوادونه سږ کال هم ټاکنې په مخ کې لري چې اغېز به يې نه يوازې پر اروپا بلکې پر ټولې نړۍ جوت وي. تمه ده سږ کال هم ډېرې مشهورې او مطرح څېرې، د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو په ډګر کې سيالۍ وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هنګري لومړی وزیر ویکټور اوربان هغه کسان دي چې یو ځل بیا پر خپلو موقفونو د پاتې کېدو خوبونه ویني او لا له وړاندې یې په دې اړه ځینې پټې او ښکاره هڅې پیل کړې دي. دغه راز د اېټالیا پخوانی لومړی وزیر سیلویو برلوسکوني هڅه کوي چې یو ځل بیا خپل ګوند واک ته ورسوي او له کاروانه وروسته پاتې نه شي.

اروپا، ۲۰۱۸ کال د چک جمهوریت په ټاکنو پیل کړی دی. میلوش زمان چې د ټاکنو دویم پړاو ته یې لار موندلې، غواړي یوه بله دوره هم په واک کې پاتې شي. نوموړی د چک جمهوریت لومړنی ولسمشر دی چې د خلکو په مستقیمو رایو په ۲۰۱۳ کال کې واک ته ورسېد. میلوش زمان په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې ویلي چې که د دویم ځل لپاره واک ته ورسېږي، د کډوالو کنټرول او د غیر قانوني وسلو ټولول به یې په کاري لومړیتوبونو کې وي. دا چې اروپایي هېوادونه په ډېرو برخو کې پر ځان بسیا دي او د ځینو اسیایي هېوادونو په څېر د رغونې، بیارغونې، اقتصادي پرمختګ، زده کړو او نورو برخو کې جدي کار ته اړتیا نه لري نو کېدای شي د غیر قانوني وسلو ټولول او د کډوالو کنټرولول د چک د ولسمشر لپاره مهم کاري لومړيتوبونه وي.

د اروپایي هېوادونو په ډله کې اېټالیا بل هېواد دی، چې ټاکنې په مخ کې لري. ټاکل شوې دغه سراسري ټاکنې د روان مېلادي کال د مارچ میاشتې په ۴ مه نېټه پیل شي. دغه راز ټاکل شوې چې د دې ټاکنو په پایله کې به د اېټالیا د پارلمان د دواړو جرګو غړي ټاکل کېږي او دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې یو جنجالي ټاکنیز قانون پلی کېږي.

همدا راز اروپا په ۲۰۱۸ کال کې د روسیې لویې ولسمشریزې ټاکنې هم په مخ کې لري. ټاکل شوې، دغه ټاکنې د روان کال د مارچ میاشتې په ۱۸ مه نېټه وشي. پوتین غواړي او هڅه کوي چې یو ځل بیا د ولسمشرۍ پر څوکۍ کېني. لږ تر لږه ۱۸ کاله کېږي، چې نوموړی د قدرت پر ګدۍ ناست دی چې تر ډېره په خپلو چارو کې بریالی هم دی. څه ډول مو چې مخکې اشاره وکړه، پوتین، د دې لپاره چې یو ځل بیا خپلې موخې ته ورسېږي، په ځینو پټو او ښکاره هڅو لاس پورې کړی دی. د پوتین لومړی ګام دا و چې خپل منتقد (الېکسي ناوالني) ته یې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ چانس ور نه کړ. د پوتین پر دې پرېکړې امریکا سمدستي نیوکه وکړه، خو روسیې بیا د امریکا دغه نیوکه د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، امریکا پر دې تورنه کړه چې غواړي د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو په اړوندو مسایلو کې مداخله وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي وو، د امریکا دغه ډول کړنې د روسیې په کورنیو چارو کې مستقیمه لاسوهنه بلل کېږي. ماریا زاخارووا ویلي، چې دا د روسیې خپلمنځي او کورنۍ چارې دي او امریکا باید د دغه هېواد په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي. د روسیې د ټاکنو مرکزي کمېټې (الېکسي ناوالني) ته له دې کبله د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوملیکنې اجازه ور نه کړه، چې پخوا پر ځینو جرمونو محکوم شوی دی. امریکا  د روسیې دغه پرېکړه ناسمه بللې وه او ویلي یې وو چې پوتین غواړي ولسمشریزو ټاکنو ته نوي نوماندان تر خپل اغېز لاندې راولي.

د روسیې اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین اوس هم په دغه هېواد کې په ډېره لوړه کچه د خلکو په منځ کې محبوبیت لري او داسې ښکاري چې له کوم قوي سیال سره به مخ نه شي. د جوزېف سټالین له واکمنۍ را وروسته، پوتین لومړنی کس دی چې د ډېرې مودې لپاره یې د روسیې واګې په لاس کې اخیستې دي. د روسيې د ټاکنو کمېسيون وايي چې هر نوماند بايد د اسنادو له سپارلو وروسته د خپل ځان د کانديدولو اعلان وکړي او همدارنګه د خپل کاروبار، عوايدو او مصارفو سرچينې هم حکومت ته روښانه کړي او سربېره پر دې بايد د درې سوو زرو پلويانو لاسليکونه د ټاکنو کمېسيون ته وسپاري. کله چې یوې مسلمانې مېرمنې حمزتوفا د روسیې د لسمشریزو ټاکنو لپاره ځان نوماند کړ، روسي رسنيو وویل چې د حمزتوفا له نوماندۍ سره کېدای شي د اوسني ولسمشر پوتين راتلونکی سياسي ژوند او د څلورم ځل لپاره په ولسمشريزو ټاکنو کې بريا له يو څه ننګونو سره مخ شي؛ خو له لږ ځنډ وروسته د روسيې د ټاکنو مرکزي کمېسیون د پوتین لومړی مسلمان سیال په ټاکنو کې له ګډون کولو څخه لرې کړ. د روسيې د ټاکنو د مرکزي کمېسیون غړو دغه مسلمانه نومانده د هغو شرایطو په تړاو چې باید تر نوماندۍ وروسته یې ولري، له نوماندۍ لرې کړه. حمزوتوفا د روسيې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپلې نوماندۍ غوښتنه د تېرې ډسمبر میاشتې په ۲۹ مه نېټه د روسيې په داغستان کې د ټاکنو مرکزی پلاوي ته وړاندې کړی وه. نوموړې لومړنۍ مسلمانه مېرمن وه چې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې ځان نوماند کړی و. له دې مخکې د روسیې د ټاکنو کمېسیون حمزوتوفا د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د یوې خپلواکې نوماندې په توګه اعلان کړې وه.

د هنګري پارلماني ټاکنې د اروپا په لويه وچه کې نورې هغه ټاکنې دي چې د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې به ترسره شي، خو لا تر اوسه یې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې. یوه خبره چې ښکاره ده، هغه دا ده چې د لومړي وزیر ویکټور اوربان ګوند هڅه کوي چې د پارلمان درې برخې څوکۍ خپلې کړي، ځکه دوی د دې لپاره چې په خپل اساسي قانون کې تعدیل راولي، دغه نصاب ته اړتیا لري. اوربان د دې لپاره چې خپلې موخې ته ورسېږي، خپله پښه ان له پولو اړولې ده، په ګاونډیو هېوادونو کې یې له مېشتو هنګريانو سره کتلي دي.

که څه هم داسې ښکاري چې ویکټور اوربان به د دویم ځل لپاره ځکه ټاکنې ونه ګټي چې پر وړاندې يې میلیاردر سیال جورج سوروس ولاړ دی. دوی دواړه یو وخت سره ملګري وو، خو اوس دواړه هڅه کوي چې واک ته ورسېږي، نو ځکه سره بدمرغ شوي دي. جورج سوروس پر ویکټور اوربان د دیکتاتورۍ او خطرناکو فعاليتونو تور لګولی دی، خو اوربان بیا وایي چې دغسې څرګندونې يې د کمزوري کولو لپاره کېږي.

سويډن بل هغه هېواد دی چې د روان مېلادي کال د سپټمبر په نهمه نېټه ټاکنې په مخ کې لري. د دغه هېواد اوسنی لومړی وزیر اتفان لوون هیله لري چې یو ځل بیا به په ټاکنو کې بریالی شي. له نظرپوښتنو هم داسې ښکاري چې د نوموړي د بریا چانس ډېر دی. خو ډيموکراټان هم په دې هڅه کې دي چې یو ځل بیا خپل پخوانی ځایګی خپل کړي او له خلکو یې غوښتي چې د ۲۰۱۴ کال په څېر یې ملاتړ وکړي.

پولنډ د اروپا بل هېواد دی چې د روان کال په وروستيو کې به پکې ټاکنې ترسره شي. که څه هم په دغه هېواد کې ټاکنو ته تر اوسه یو کال وخت پاتې دی، خو لا له وړاندې پرې حاکم ګوند (قانون او عدالت) د ټاکنو طرحه پارلمان ته سپارلې ده. د دولت مخالفین وایي چې په لوی لاس د دویم ځل لپاره د دغه ګوند د واک ته رسېدو لپاره هڅې کېږي. خو د قانون او عدالت ګوند بیا وایي چې طرحه یې د ټاکنو د قانون د اصلاح لپاره تیاره کړې ده.

دغه راز به د روانې میاشتې په ۲۸ نېټه د قبرس او فېنلنډ ولسمشریزې ټاکنې، په جولای کې د سلوانيا پارلماني ټاکنې، د اکټوبر په شپږمه د لېتوانيا پارلماني ټاکنې، د اکټوبر په ۱۷ په لوګزامبورګ کې سراسري ټاکنې او د روان مېلادي کال د نومبر په میاشت کې د ایرلنډ ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

مسیر ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *