لیکنه: سردارمحمد همدرد
تېره ورځ د پاکستان شاوخوا دوه زره دینی علماوو پاکستان کې ځانمرکي بریدونه حرام وبلل په دې ګام سره پاکستان یوه نوې پیچلې لوبه پیل کړه پاکستان همیشه د اسلام له مقدس نامه څخه استفاده کړې ده دوی دروس په جګړه کې هم ځان ښه چاغ کړ. پاکستان یو جعلی رامنځته شوی هیواد دی په هیڅ ډول ارزښتونو ولاړ نه دی او په نړۍ کې یوازنئ هیواد دی چې د توربت او پنجګور په سیمو کې یې کعبه جوړه کړه. دوی داسلام د دین تمثیل کوی خو د دې برعکس یې همیشه داسلام ضد کړنی تر سره کړي دي. تاسو که پنجاب ته ولاړ شی په سلو کې اتیا سلنه دلمانځه او جومات پابنده ندي مسجدونه یې جوړ کړي خو دسجدې کسان به په کې دګوتو په شمار وي.په روژه کې په ډاګه روژې خوري او ښکاره غرمني رستورانونه پرانیستي وي. دفحشاء ښکاره او رسمي مرکزونه لري دا جعلي ملک نه په ولسواکی باور لري نه هم په نړیوالو انساني ارزښتونو په خپل هیواد کې یوازې پنجابي ارزښتونو ته ژمن دی سیندی بلوچ او پښتون قامونه دخپلو اساسي حقونو څخه محروم او محکوم دي. بیا هم پاکستان نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې خپل ګاونډي هیوادونه د کرکي تر بریده ور څخه په تنګ دي. تېره ورځ چې نیژدې دوه رزه علماوو هغه چې مولانا فضل الرحمن غوندي څېرې هم پکې وې ځانمرګي بریدونه یې یوازې په پاکستان کې حرام وبلل. دا لومړی ځل نه دی چې د دوی علماء په پاکستان کې هر ډول جګړې او تاوتریخوالی حرام ګڼي او په افغانستان کې یې روا… لکه مخکې چې وویل شول دوی داسلام د سپېڅلي نوم څخه د ابزارو په توګه سیاسي استفاده کوي دا چې اسلام د امن میني او پخلاینې دین دی او د ټولو ادیانو پیروانو ته په درنه سترګه ګوري خو په پاکستان کې د نور ادیانو پیروان هیڅ ډول دخوندیتوب احساس نه کوي چې ښه بېلګه یې تېره میاشت کویټه ښار کې پر عیسوي کلیسا خونړی برید و او د دې تر څنګ پر شیعه مذهبو باندې په نړۍ کې تر هر ځای په پاکستان کې زیات تر بریدونو لاندي راغلي دي اوس خبره داده چې مخکي مو داسلامي ارزښتونو خبره کول یعني څومره چې اسلامي ارزښتونو ته په افغانستان کې ژمنتوب شته دا په پاکستان کې نشته د اسلام په نوم فتوا خو به یوه وي نو دا څنګه کیدای شي یو کار په پاکستان کې ناروا او حرام خو په افغانستان کې روا وي؟ اوس په کار داده چې افغانان باید نور خپل دوست او دښمن وپیژني او په جعلي فتواګانو ونه غولیږي. زه پر هغه افغانانو چې د دولت وسلوال مخالفین دي هم دا ږغ کوم چې دوی هم باید دپاکستان اصلي او افغان ضده څېره و پېژني. راځی چې په ګډه لاسونه سره ورکړو کنه نو یوه بله د افغان وژنې پروژه د هیواد د دښمنانو له خوا ډیزائن شوې ده چې د داعش نوم يې پرې ایښی دی چې دا ډله بیا نه افغانیت مني نه هم انساني او اسلامي پولي… په دې تاریخي او اساسو شېبو کې تر ټولو لومړی باید تر ګیلو او پر یو بل باندي تر تهمتونو تېر شو دافغانستان پر هغه مظلوم ملت چې په نړۍ کې یې تر هرچا اوږده او خونړۍ جګړه تېره کړې ده نور داملت یوه ورځ هم دجګړې حوصله او توان نه لري بس دی وطن مو په کونډیانو او یتیمانو ډک شو هره ورځ فاتحې ویر او واویلا وې دي یوازې سوله او ښه حکومتولي کولای شي چې موږ خپلو ارمانونو ته ورسوي. جګړه پردۍ ده او موږ باید په حیث دافغانانو ملي یووالي ته ژمن شو یو بل سره وزغمو ټولې پردۍ توطیې له منځه یوسو تر څو پر خپلو پښو ولاړ با امنه افغانستان ولرو.
دا ناوخته فتوی د مفسدو جنایتکارو حکامو لوبه او د ځینو غولول دی او مولانا صاحب که مخکی جنایات د مسلمان ګاونډی په وړاندی جایز ګڼل اوس بیا غواړی چی ځان عالم او د ملت غمخور وښیی او دا ثابته کړی چی هم دا کوی اوهم دا چی نتیجتا راوځی یقولون بافواههم ما لیس فی قلوبهم