تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /چهارشنبه/ پاکستان ته د غیرقانوني وسله والو ډلو د ملاتړ د پایلو په وړاندې خبرداری ورکړ.

ولسمشر غني په کابل کې د سولې په اړه یوې مشورتي غونډې ته په وینا کې وویل، د غیرقانوني وسله والو ډلو ملاتړ داسې دی لکه یو څوک چې په لستوڼي کې مار ساتي.

غني وویل، د افغانستان حکومت او ملت پاکستان ته د سولې لاس اوږدوي او په عین حال کې دغه هیواد ته د وسله والو ډلو د ملاتړ د عواقبو په خاطر خبرداری ورکوي.

ده پر طالبانو هم ږغ وکړ چې د سولې لار خپله کړي او که ځانونه افغانان ګڼي په بین الافغاني خبرو کې دې ګډون وکړي.

ولسمشر دا هم وویل چې افغانستان د نورو د لاندې کولو نیت نه لري بلکې غواړي چې له نورو سره په عزت ژوند وکړي.

غني طالبانو ته وویل چې خپل برخلیک د ګاونډیانو لاس ته ونه سپاري ځکه چې ګاونډیان هیڅکله د افغانستان سوله او خیر نه غواړي.

په وروستیو کې افغان چارواکو د پاکستان د مداخلو په اړه ډېر څه نه و ویلي.

وروسته له دې چې د جنورۍ په لومړۍ نېټه د امریکا ولسمشر پاکستان په درغ ویلو او د طالبانو په ملاتړ تورن کړ، افغان چارواکو د پاکستان په اړه پټه خوله غوره کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *