په پکتیکا ولایت کې د ولسمشر د ځانګړي بودیجې څخه څلوریشت ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او نن ګټې اخیسنتې ته وسپارل شوې.


هغه مراسم چې په همدې موخه د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ د تودې چینې په ښوونځۍ کې نیول شوې وو پر پکتیکا والي محمدالیاس وحدت سربیره د ولایتي شورا استازو، ملکي او نظامي مسوولینو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ګڼ شمېر ولسونو برخه اخیستي وه. پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په خپلو خبرو کې د ولسمشر څخه ځانګړې مننه وکړه چې په خپل شخصي لګښت یې په پکتیکا کې څلوریشت بابه ښوونځي جوړ کړل او پدې سره یې پکتیکاوالو ته وښوده چې د مرکزي دولت توجو د پخوا څخه دې ولایت ته زیاته شوې ده.


پکتیکا والي ژمنه وکړه چې په یاد ولایت کې به د بیا رغونې او پوهنې په برخه کې دې ته ورته نورې پروژې هم پېل کړي.


ښاغلي وحدت زیاته کړه د یادو ښوونځیو په جوړیدو سره به لس زره زده کوونکي د سرپناه ځای ولري چې له دې وړاندې یې تنکیو او ګلالیو ماشومانو تر شنه اسمان لاندي زده کړی کولې.

نوموړي دغه راز د پکتیکا له ولسونو وغوښتل چې له نویو جوړو شویو ښوونځیو څخه دي سالمه استفاده وکړي او خپل ګلالي ماشومان دي د رسونو ویلو ته وهڅوي.

د پوهنې سرپرست رئیس محمدکریم اتلوال وویل علم او پوهه ده چې ټولنه د سمون او پرمختګ لوري ته سوق کوي.

اتلوال وایي ولایتي ادارې نه یواځي دا ښوونځي جوړ کړي بلکې د دې ترڅنګ یې د نورو ښوونځیو په بیا ترمیم او نورو برخو کې هم د پوهنې له بهیر سره پوره همکاري کړې ده.

مشرانو په خپلو خبرو کې د له محبوب ولسمشر او د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت له ځانګړې طرحې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا لومړی ځل دی چې د پکتیکا په هغو سیمو کې د علم او پوهې ډېوې روښانه کیږي چې هغلته کلونه وړاندي هیڅ هم نه وو.

یاده دې وي چې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په نوښت او ځانګړې طرحه جوړ شوې ښوونځي به د پوهنې وزرات په چوکاټ کې د هیواد په نورور ولایتونو کې هم پلي شي.
درنښت
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *