ژباړه: مجیب الرحمن ایمان
له میلاد څخه ۱۲۰۰ کاله وړاندې د هراکلیون د ښار بندر لویو ـ لویو مجسمو د بېړیو راتګ ته ښه راغلاست وویل. په هغه وخت کې هراکلیون د خپل ځانګړي جغرافیايي موقعیت په لرولو سره، د مدیتراني د دریا له مهمو سوداګریزو مرکزونو له ډلې څخه و. په دې بندرکې بېړیو د لنګر اچولو لپاره کتارونه جوړول. داسې ویل کیږي چې (هلنتراو) او (هرکول) یوناني اتلان دې ښارته راغلي وو.
هراکلیون سره له دې چې یو سوداګریز مرکز و، یو لوی علمي او فرهنګي مرکز هم و او وروسته بیا چې دلیل یې معلوم نه دی ولې او څنګه تر اوبو لاندې شوی دی، چې تر ډيره وخته له هغه څخه، پرته له څو اشارو څخه چې په تاریخي کتابو کې ورته شوې وه، نور څه خبر نه و.
هراکلیون هغه نوم دی، چې یونانیانو پر دې لرغونې ښار اېښودلی و او خپله مصریانو دې ښارته (تونیس) وېيلو. له همدې مخې په ځینو منابع کې ورته د تونیس ـ هراکلیون په نوم نغوته شوې ده. هراکلیون چې وړاندې له میلاد څخه په آتمه پیړۍ کې جوړ شوی و او وروسته له میلاد څخه په آتمه پیړۍ کې تر اوبو لاندې شوی دی. دقیقاً هیڅ څوک هم نه پوهیږي، چې د هراکلیون په ښار کې څه پېښه شوې ده. خو ځینې لرغونپوهان په دې باور دي، چې د دریاب د اوبو لوړېدل او د ځمکې کښیناستل د دغه لوی بندر د ډوبېدو لامل شوی دی.
د هراکلیون ښار د ابو قیر خلیج د ساحل په ۶.۵ کیلومترۍ کې ځای لري. ددغه ښار پاتې شوې آثار ۴۶ متره لاندې د سمندر په تل کې پراته دي. که چیرته داکتر (فرانک ګیدیو) نوای، شونې وه دا ښار همداسې له هیره وتی پاتې شوی وای. په ۲۰۰۰ کال کې (ګیدیو) او (تیمش) ددې په لټه کې وو، چې د نیل په جګړه کې د فرانسې ډوبې شوې بېړۍ پيدا کړي. چې کله لامبوزنو د ډوبو شو بیړیو په ځای د سمندر په تل کې لرغونې مصري توکي پیدا کړل چې ډير ورته حیران پاتې شول.
فرانک (ګیدو) او (تیمش) د مصر د لرغونو آثار د عالي شورا او اکسفورډ پوهنتون په مرسته، د پرمخ تللو وسایلو څخه په ګټه اخیستو سره وکاولی شوی، چې د هراکلیون ښار له بیلا ـ بیلا برخو څخه نقشه واخلي. تر اوسه پورې یو ډير شمېر مجسمې، سکې، جواهرات او لرغونې توکې له هراکلیون څخه تر لاسه شوي دي، خو تر ټول حیرانونکې یې ۶۴ بیړۍ دي، چې (ګیدو) او (تیمش) د ښار په شاوخوا کې پیدا کړې دي. چې دا بېړې وړاندې له میلاد څخه د آتمې او دویمې پېړیو په منځ کې ډوبې شوې دي. جالبه خو دا ده چې څینې یې عمداً غرقې شوې دي.