که له یوه طالبه پوښتنه وشي چې په څه شي عقیده لرئ نو سمدستي به درته ووایي چې طالبان په اسلام عقیده لري.

 خو دلته اوس بل سوال پیدا کیږي. په اسلام باندې خو د نړۍ شاوخوا دوه میلیارده مسلمانان ټول عقیده لري نو هغوی ولې نه په انتحار بوخت دي، نه په انفجار. نه د نجونو د تعلیم مخالفت کوي او نه د ږیرې او چادري د نشتوالي په خاطر د نورو مسلمانانو وهل، ټکول او بې عزته کول سم ګڼي.

 حقیقت دا دی چې طالبان په اسلام عقیده لري خو له اسلام څخه چې کومه مانا اخلي هغه له نورو مسلمانانو بېله ده. لکه څنګه چې د نړۍ د څوپنځوس اسلامي هیوادونو د حکومتداري نظام د طالبانو د حکومتداري له نظامه بیل و، دغسې یې د اسلام په اړه په تعبیر کې هم فرق دی.

 طالبانو د خپل قدرت په وخت کې د بت پرستۍ د آثارو په نوم د تاریخي آثارو ړنګول د ویاړ خبره بلله خو نور مسلمانان نه یوازې په دغسې عمل فخر نه کوي، بلکې د شرم او خجالت چاره ورته ښکاري. د دنیا په هیڅ اسلامي هیواد او مسلمانه ټولنه کې د ښځو د کار او تعلیم مخالفت نه دی شوی خو طالبانو چې کله قدرت درلود نو جاسوسان به یې په کلیو او کوڅو کې ګرځېدل چې که د ماشومو نجونو د تعلیم خصوصي مرکز هم پیدا کړي او بند یې کړي. د دنیا په هیڅ اسلامي هیواد کې او اسلامي ټولنه کې موسیقي او تلویزیون منع نه و او نه دي خو د طالبانو د قدرت په وخت کې به د دوی د امر بالمعروف کسان د خلکو کورونو ته ورتلل او د تلویزیون شیشې به یې ماتولې. دغه راز د افغانستان په لویو لارو کې د طالبانو یو عمده کار دا و چې د چا په جیب یا موټر کې کسټه پیدا کړي او ماته یې کړي او د ماتې کړې کسټې رشتې په ستنو پورې راوځوړي. دوی ته اسلامي روایات دغسې اعمال ښکارېدل ، حال دا چې نور ټول مسلمانان په دغسې عملونو خجالت باسي. دوی د عامې منل شوې اسلامي عقیدې برخلاف د کوکنارو کرل او د پوډرو کاروبار جایز بلل دی او ګویا حرام یې د نر غوندې حلال کړي دي.

د طالبانو دا ادعا سمه ده چې په اسلام باندې عقیده لري خو په هغه اسلام باندې چې دوی ته اسلام ښکاري. لکه  څنګه چې په پخوا زمانو کې د دوه اویا فرقو خبره شوې وه، طالبان هم یوه نوې فرقه ده چې د عمومو مسلمانانو له عقایدو بیل عقاید لري او د عقایدو بیلوالی یې په عمل کې ثابت کړی دی.

 په اسلامي ټولنو کې ځینو نورې ډلې او فرقې هم شته چې عقاید یې بیل دي. د بېلګې په ډول په یمن کې یوه فرقه ده چې زیدیه نومیږي، دوی له نورو مسلمانانو یو څه بیل باورونه لري او په همدې خاطر د بیلې فرقې اطلاق ورباندې کیږي. دغه شان په پاکستان کې پنج پیریان درواخله یا پرویزیان درواخله چې خپل خاص نظریات هم لري.

 د نظریاتو تنوع د بشري ټولنې او منجمله اسلامي ټولنې یو طبیعي حالت دی.  بریلویان او دیوبندیان دواړه اهل سنت و جماعت دي، دواړه حنفي مذهبه مسلمانان دي، دواړه د هند د لویې وچې له اسلامي ټولنې سره تعلق لري او دواړه فرقې په معاصره زمانه کې راپیدا شوې دي. خو بیا هم له یو بله تفاوتونه لري. دغه شان د تیرو پیړیو صوفیان درواخله. چشتيه طریقه، یا سهروردي طریقه دواړه صوفیانه طریقې دي، مګر فرقونه پکې شته او لکه څنګه چې مو وویل، فرقونه طبیعي چاره ده او طالبان هم که له عامو مسلمانانو یو څه بیله عقیده او نظریه لري، دا غیرطبیعي خبره نه ده.

 د طالبانو او ځینو نورو سیاسي، مذهبي فرقو( لکه داعش او بوکو حرام) غیرطبیعي والی په دې کې دی چې دوی په دې باور لري چې که د اسلام هغه تعبیر څوک ونه مني چې دوی ته سم ښکاري نو له هغه چا سره جنګ او قتل او قتال پکار دی.

 حنفي یا اثنا عشري یا حنبلي یا پنج پیري یا په سلګونو نور مسلکونه له یو بله بیل دي، مګر له یو بل سره شریک ژوند کوي او په عقیده او نظریه کې د بیلوالي په خاطر د نورو توهین او تحقیر او وهل او ځورول او وژل روا نه بولي. د دغو عامو مسلمانانو برعکس، طالبان یا داعش یا بوکوحرام بیا داسې ډلې او فرقې دي چې له خپلې طریقې چپ خلک ورته بې لارې ښکاري او ان وژل یې روا ګڼي.

 طالبان چې کله په قدرت کې وو نو بلې هیڅ ډلې ته یې د فعالیت اجازه نه ورکوله او چې کله له قدرته وغورځېدل نو بیا یې هم د بلې هرې ډلې وجود ونه زغامه. داعش چې دوی ته ورته عقیده لري، د طالب وژل هغومره لازم ګڼي لکه د حکومت د عسکر یا بل غیرداعش انسان   وژل. د طالب عمل او عقیده هم د داعش غوندې پر انحصار او تشدد ولاړه ده.

 نو طالب د عقیدې په لحاظ یو داسې څوک دی چې د داعش، بوکو حرام او نورو افراطي او تروریستي ډلو غوندې د اسلام یو بیل تعبیر لري او هر هغه څه ورته د ختمولو وړ ښکاري چې د ده له تعبیر سره سمون نه خوري. دغسې ډلې که له نورو مسلمانانو سره د ګوزارې چل زده نکړي، په عالم اسلام کې به تباهي تر هغو پورې روانه وي چې دغه ډلې موجودې وي. طالبان او ورته ډلې د اوسنې زمانې د خوارجو مثال لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *