لیکوال: هاروي مېکي

ژباړن: عبدالله ریحان

څنګه کولای شو چې د غلطیو د تکرار مخه ونیسو؟

لکه څنګه چې هر بریالی شخص په صادقانه توګه د ناکامۍ اعتراف کوي،خو ډیری خلک بیا د ناکامۍ په شریکولو ویره لري.

موږ له ناکامۍ دوه د ارزښت وړ درسونه زده کوو.

  1. زموږ د ناکامۍ یو دلیل هرومرو شته.
  2. موږ څنګه له ناکامۍ راګرځیدلی شو؟

په پای کې موږ ولې ناکام یو او څنګه خپلې غلطۍ اصلاح کولای شو؟

د شیو کیهرا د وینا مطابق، ته ګټونکی یې د کتاب لیکوال، له ناکامي سره په ۷ دلایلو موږ مخامخ کېږو. هاروي مېکي ښه سوداګر، لیکوال او ویناوال وایي، چې هره ناکامي موږ ته ارښتناک درسونه رازده کوي او دا راښایي، چې موږ د وروسته والي مخه څنګه ونیسو؟

دلته د عامې ناکامۍ او ستونزو لپاره د حل لارې لټول شوې دي.

  • د ټینګار نشتوالی

ډیری خلک ناکامیږي دا ځکه، چې دوی پوه او وړتیا نه لري او د بیا هڅې پلان نه لري. دا اړینه بولم، چې زه باید دلته د دوو کلیمو یادونه وکړم،

  1. ټینګار
  2. مخنیوی

ټینګار، هغه څه چې باید ترسره شي،

مخنیوی، هغه څه چې له کولو یې باید ډډه وشي.

د نوې تګلارې هڅه وکړئ، دوام ورکړئ، چې ډیر اړین دی. د بیا بیا هڅو په کولو سره، هیله پیدا کیږي، چې تاسو بریالي کیږئ. ممکن تاسو به خپل هدف ته نیږدې یاست، خو یو وار په پخوانیو ناکامو هڅو غور وکړئ او تصمیم ونیسئ، چې باید څه بدلون به زما د بریا سبب شي. سمون رامنځ ته کړئ او خپلې تجربې د لارښود په توګه وکاروئ.

باید دوام ورکړئ.

  • د اعتراف نشتوالی

هغه خلک چې په ناکامۍ اعتراف نه کوي،  د سړک په منځ کې روان دي، تاسو پوهیږئ، چې د سړک په منځ کې بیا څه پیښیږي؟ تاسو یې لنډیز کوئ. هغه خلک، چې پر خپلو غلطیو اعتراف نه کوي دا مشکل اوږدیږي، ځکه دوی د ناکامي د اعتراف زړورتیا او باور نه لري. دوی هغه څه مني، چې دوی خپله هم پوهیږي غلط دي.

پرېکړه وکړئ چې تاسو ته څه مهم دي. که یو څه مهم دي ارزښت ورکړئ، په ښه توګه یې ترسره کړئ. خپلو جذباتو ته مو حتی په عادي کارونو کې اجازه وکړئ. دا سمه ده، چې د بریالیتوب لپاره کار کوئ بلکې دا سمه نه ده، چې تاسو د ارزښت د ترلاسه کولو لپاره کار وکړئ.

باید خپله ګرمتیا ومنو.

  • پلمه کول

ګټونکي تحلیل کوي هیڅکله هم بهانه نه کوي. بایلونکي هر وخت په د بحث کوي، او پلمه لټوي چې دوی څنګه ناکام شوي دي.

فکر بدل کړئ او د ناکامو خلکو د ناکامیو په اړه فکر مه کوئ. ډیری خلک په لومړي ځل بریالي کیږي، موږ باید موخې د بار بار هڅو په کولو سره ترلاسه کړو. تاسو باید دا زده کړئ، چې څه پیښ شوي او ولې؟

باید مفکروه بدله کړئ

  • په پخوانیو غلطیو قضاوت وکړئ

ځینې خلک ژوند کوي او زده کړه کوي ځینې یوازې ژوند کوي. ناکامي ښوونکی دی چې موږ ته انګیزه راکوي. ځیرک خلک له خپلو غلطیو زده کړې کوي او د مخنیوي لپاره یې له تجربو کار اخلي.

ستونزې مو درک کړئ، حالات وڅیړئ، څه باید تر لاسه کړئ، تګلاره مو څه ده؟ ولې د ځینو کارونو ډډه وکړئ؟ په ژوره توګه خپلې ستونزې وپیژنئ. که تاسو پیسو ته اړتیا لرئ نو د عوایدو په زیاتولي کې ډیر اختیار لرئ او همدارنګه د مصرف اختیار یې هم لرئ. د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې تاسو یې ترسره کوئ.

له تېروتنو باید درس زده کړئ

  • د ډېسپلین نشتوالی

هر څوک چې د ارزښت وړ څه لاس ته راوړي د ډېسپلین پرته یې نه شي لاسته راوړی. ډېسپلین یعنې د ځان کنټرول، قرباني، د بې ګټې جذباتو ځان ساتل او په ټوله معنا په لا ښه والي تمرکز کول دي.

ځان په ټوله معنا پوره مه ګڼئ، ممکن ستاسو مثبت لید او احساس د بریالیتوب پر وړاندې ایډیالي وي, یا انګیزه کیدای شي، ریښتنی به نه وي.  په یوه موخه کې راسیدنه به ستاسو ستونزې راکمې نه کړي، خو ځان ته په ډاګه کړئ، چې باید څه ترسره کړئ تر څو موخې ته وراسیږئ. د لوړو جزیاتو په اړه یې اندیښنه مه کوئ.

باید ښه ډېسپلین مراعت کړئ

  • کمزورې ځان ویاړنه

هغه خلک، چې په ځان نه ویاړي ، د ځان په درناوي او د ځان په ارزښت نه پوهیږي.

هغه خلک، چې پر ځان کم باور لري ددې پر ځای چې ځان  د هغه چا په شان غواړي جوړ کړي  بلکې په مسلسل ډول د ځان د پیدا کیدو هڅې کوي.

ځان د تل لپاره ناکام مه کڼئ، تاسو به ناکامیږئ خو تر هغه نه ناکامیږئ، چې هڅې مو دوام ولري.

داسې فکر وکړئ، زه هغه څوک یم، چې زما هڅې به موخې ته د راسیدلو لپاره دوام ولري. بیا به تاسو د غټ زغم او د ټینګار خوندان شئ.

پر ځان مو وویاړئ او باور لرونکي شئ.

  • کړه وړه پر قسمت تړل

هغه خلک چې هر څه د قسمت خبره ګڼي، د دوی دغه شان مفکره دوی له مسؤلیت منع کړي دي. دوی ناکامي او بریالیتوب د قسمت چارې ګڼي. دوی له هڅې پرته خپل برخلیک ته استعغا ورکوي. هر څه چې پیښ شوي دوی فکر کوي، چې دا خو هرومرو پیښدل.

هره ورځ په اینه کې وګورئ او ځان ته دا ووایئ، چې زه مسؤلیت لرم. تاسو د ژوند په هره مرحله کنټرول نه لرئ؛ مګر په حقیقت زیات کنټرول لرئ، د خپلو خوشالیو او بریالیتوبونو مسؤل یاست.  ستاسو راویه ستاسو لوړوالی ښایي.

تاسې کولای شئ، چې لوېدل په پورته کیدلو بدل کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *