تاند – د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف نن /جمعه/ د ملګروملتو امنیت شورا ته وویل، ژوندي پاتې شوي جهادیان له سوریې څخه د افغانستان د شمال په شمول منځنۍ اسیا ته د تېښتې په حال کې دي.
لاروف د امنیت شورا په غونډه کې، چې د افغانستان او منځنۍ اسیا پر امنیت بحث ته ځانګړې شوې وه، همداراز وویل:
«د افغانستان شمال د اسلامي دولت د افغان څانګې په مشرۍ د نړیوالو ترهګرو په اصلي مرکز بدلېږي. دوی د افغانستان له شماله د خلافت د بې رحمه ایدیالوژۍ د خپرولو لپاره د ټوپ د تختې کار اخلي.»
روسیې په ځلونو په افغغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت پر فعالیتونو اندېښنې ښکاره کړي او د دې ډلې د ځپلو په خاطر یې له افغان طالبانو سره تماسونه نیولي دي.
روسي چارواکي فکر کوي چې داعش غواړي چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو په شمول په درسته نړۍ کې اسلامي خلافت جوړ کړي خو طالبان بیا یوازې په افغانستان کې د واک د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.
لاوروف وویل، په افغانستان کې د مخدرو موادو تولید، چې تېر کال پکې بې ساری زیاتوالی راغی، د نړیوال تروریزم له پیاوړتیا سره مرسته کوي.
«تېرکال موږ په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید په زیاتوالي کې بې سارې وده ولیده. د دې ګواښ د ځپلو لپاره چټکو اقداماتو ته اړتیا ده ځکه چې دا مواد د نړیوال تروریزم له غښتلتیا سره مرسته کوي، د هیوادونو ثبات او د ځوان نسل روغتیا ګواښي، جرمونه او فساد زیاتوي.»
د روسیې د باندنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل، مسکو به له افغانستان سره مرسته وکړي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو جنګي مهارتونه یې زیات شي.
لاوروف دا هم وویل چې روسیه د ازبکستان د دې نوښت هرکلی کوي چې د افغانستان د مسلې په اړه کنفرانس جوړوي.
ټاکل شوې ده چې ازبکستان په راتلونکي پسرلي کې د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي.
ازبکستان وروسته له دې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د افغانستان په چارو کې یې لېوالتیا زیاته کړې چې تېره میاشت ولسمشر غني تاشکند ته لاړ او د دغه هیواد له ولسمشر سره وکتل.