تاند – پاکستاني چارواکو نن جمعه /د جنورۍ ۱۹مه/ د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې د مشال راډېو دفتر بند کړ.
ویل کیږي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام وروسته له هغه وکړ چې د پاکستان د نظامي استخباراتو ادارې (آی اېس آی) د مشال رادیو د پاکستان د حکومت پر خلاف خپرونو تورنه کړه.
د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت په یوه بیان کې راغلي، چې مشال راډيو پاکستان د تروريستانو د امن ځاى په توګه معرفي کړى دى.
د ازادي اروپا راډيوعمومي مشر تامس کېنټ په دې هکله ویلي، «موږ په اسلام اباد کې د مشال راډيو د دفتر پر بندېدو ډېر زيات اندېښمن يو او د پاکستاني چارواکو د ارادو په اړه په بېړنۍ توګه د زياتو معلوماتو په لټه کې يو. مشال راډيو د ازادي اروپا ازادۍ راډيو يوه څانګه ده چې خصوصي خبري اداره ده او د امريکا کانګرېس يې ملاتړ کوي. دا اداره د هيڅ هېواد له استخباراتي شبکو سره تړاو نه لري،»
تامس کینټ ویلي، «مشال راډيو په پاکستان کې زموږ د اورېدونکو لپاره د باوري او بې پلوه معلوماتو مهمه سرچينه ده. موږ هيله لرو چې دا ستونزه به بې له ځنډه هواره شي.»
د پنجشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۸مه/ د د پښتونخوا ولسي تحريک مشر ډاکټر سیدعالم مسعود په کراچۍ کې د یوه پښتون فعال نقیب الله مسید د وژنې په تړاو یوه احتجاجي لاریون ته وویل، چې پاکستانۍ رسنۍ د پښتنو رسنۍ نه دي. نوموړي وویل چې د پښتنو رسنۍ مشال راډېو او ډیوه راډېو دي چې د پښتونخوا او قبایلي سیمو د پښتنو اواز پورته کوي.
که څه هم چې په ښکاره پاکستان له نړۍ سره د ولسواکۍ غاړه وړي، خو ویل کیږی چې په حقیقت کې په دغه هېواد کې رسنۍ هېڅ ډول ازادي نه لري او د پوځ او استخبارات که څه هم چې په ښکاره پاکستان له نړۍ سره د ولسواکۍ غاړه وړي، خو ویل کیږی چې په حقیقت کې په دغه هېواد کې رسنۍ هېڅ ډول ازادي نه لري او د پوځ او استخباراتو له خوا سانسور کیږی.