لیکوال: مبارز ځیرمن 

د جنسي تېري له قرباني سره مرسته ښایي په لومړیو کې جسمي او بیا وروسته رواني وي. تر هر څه لومړی مهمه دا ده چې د جنسي تېري قرباني ډاکتر ته وښودل شي. داسې نه چې جنسي اړیکي له ځانه سره کومه ناروغي د قرباني بدن ته انتقال کړې وي. په ښځینه و کې د جنسي تېري په پایله کې د حمل شونتیا وي. که په همغه لومړیو کې له ډاکتر سره مشوره وشي، له دې کاره مخنیوی کېدی شي.

که څه هم له جنسي تېري راپور ورکول معمول نه دي، دا کار اړین دی. عامل باید د قانون په چوکاټ کې خپله سزا وګوري. البته دا کار باید د قرباني او د هغه له کورنۍ سره په مشوره وشي. که قرباني خپله دا کار نه غواړي، نه ښایي چې دا کار خامخا وشي. ښايي له قرباني سره په شکایت او راپور ورکولو کې ملتیا وشي، خو که هغه خپله نه غواړي بیا هم حتمي نه ده. قرباني حق لري په دې اړه پرېکړه په خپله وکړي.

د جنسي تېري قرباني په رواني توګه له جسمي توګې ډېر زیانمن کېږي. په جسمي توګه رسېدلی زیان په ساعتونو او ورځو کې رغېدی شي، خو په رواني توګه د رسېدلي زیان رغېدل میاشتې او کلونه نیسي. وروسته له دې چې قرباني ډاکتر ته ښودل شوی، لارښوونه ورته شوې یا له پېښې څه وخت تېر شوی وي، پکار دا ده چې هغه یوه ارواپوه ته وښودل شي یا ورته لارښوونه وشي. له ارواپوه پرته تاسې هم کولی شئ له قرباني سره اړینه مرسته وکړئ. د تاسې مرسته باید په داسې توګه وي چې د هغه درد لا سیوا نه کړي. که قرباني نه غواړي په دې اړه خبرې وکړي، په دې اړه ورسره خبرې مه کوئ. ان تاسې ښايي په لیکلې توګه له هغه/هغې سره خپلې مشورې شریکې کړئ یا انتظار وکړئ چې هغه اماده شي.

له هرو څلورو درې تېري د نږدې کسانو له لوري تره سره کېږي. که داسې وي، ښايي قرباني یوه بل ځای ته انتقال شي. هلته چې نوموړی د امنیت احساس کوي. قرباني د یوه داسې چا شتون ته اړتیا لري چې باور پرې لري او مینه ورسره لري. له هغه سره خپله پاتې شئ یا ورسره هغه څوک پرېږدئ چې مینه ورسره لري.

کله چې له قرباني سره نږدې یئ، هغه ته داسې احساس ورکړئ چې تاسې د هغوی هر ډول مرستې ته تیار یئ. ښایي هغه یواځې داسې چا ته اړ وي چې غوږ ورته ونیسي. له همدې امله د هغه خبرو ته غوږ کېږدئ. په جزیاتو ټینګار مه کوئ. یواځې هغومره واورئ او پوه شئ چې هغه یې غواړي. غوږ نیول په دې مانا هم دي چې تاسې د هغه په هره خبره باور وکړئ یا لږ تر لږه هغه ته داسې احساس ورکړئ چې تاسې پرې باور کوئ. له هغه پوښتنې دا ۤپیغام انتقالولی شي چې تاسې پرې باور نه لرئ.

د جنسي تېري قرباني ښایي نه پوهېږي چې په دې اړه چا ته ووایي او چا ته نه. له هغوی سره په دې برخه کې مرسته وکړئ. یواځې له ځانګړیو تنو سره کېدی شي خبره شریکه شي لکه ډاکتر، امنیتي کارکوونکي، ارواپوه په ځانګړې توکه هغه چې په دې برخه کې تجربه لري او خورا نږدې خپلوان او ملګري.

بله مهمه خبره دا ده چې قرباني مقصر ونه بلل شي، بلکې هغه ته ډاډ ورکول شي چې یواځې تېری کوونکی پړ دی. د بېلګې په توګه، که قرباني ووايي چې ما باید پر تېري کوونکي باور نه وی کړی، زه باید یواځې نه وی پاتې شوی، دا مې کړی وی او هغه مې کړی وی، ورته ووایئ چې باور کول پر چا بد کار نه دی نه یو څوک تل له نورو سره یو ځای اوسېدی شي. تېری کوونکی پړ دی چې د تاسې له باور، یواځیتوب، مجبوریت او…  یې ناوړه ګټه پورته کړې.

د جنسي تېري قرباني ښایي تر یوه وخته پر ورځنیو چارو کې په تمرکز او پرېکړه کولو کې ستونزه ولري. له هغوی سره په دې برخه کې مرسته وکړئ. د مرستې مانا دا نه ده چې تاسې د هغوی لپاره د هغه کار وکړئ، بلکې تاسې باید له هغوی سره د چارو په سمه توګه سمبالښت کې مرسته وکړئ. هغه ته یواځې داسې وښیئ چې که هغوی غواړي تاسې ورته یو نیم کار کولی شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *