تاند- د نړۍ د ټول نفوس په سلو کې ۵۴ په ښارونو کې اوسي. ورځ په ورځو د ښارونو نفوس زیاتېږي.
د ملګروملتو پر اساس د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه ښار د جاپان توکیو دی، ورپسې د هند ډیلی، د چین شانګهای، د مکسیکو پلازمېنه مکسیکو سیټي، د برازیل ساوپاولو او د هند مومبی دي.
ملګري ملټونه اټکل کوي چې تر ۲۰۵۰ م کال پورې به د نړۍ د ښارونو د نفوسو سلنه۶۶ ته ورسېږي. له دې سره په یو وخت په مجموع کې د نړۍ نفوس زیاتېږي.
د ملګروملتو د شمېرنو له مخې، تر ۲۰۵۰ م کال پورې به د نړۍ پر اوسني نفوس دوه نیم ملیارده نور هم زیات شي چې په سلو کې ۹۰ تمرکز به یې په اسیا او افریقا کې وي.