تاند- په جاپان کې د کمپیوټر یو پروګرامر یا پروګرام جوړوونکی د داسې اپلیکېشن په جوړولو کار کوي چې د انسان عکس پټوي.

د دغه اپلیکېشن منظور دا دی چې که چا نه وي غوښتي چې عکس یا ویدیو یې ولیدل شي، نو دا اپلیکېشن یې تصویر پټوي.

د (ViRD) کمپیوټري لوبو د جوړوونکي کمپنۍ اجرايي ريیس کازایو نوشیرو یوه لنډه ویدو خپره کړه. په دې ویدیو کې دی په داسې حال کې ښودل کېږي چې په پخلنځي کې ولاړ دی خو مخ یې نه ښکاري.

تراوسه لا دا پروګرام بشپړ شوی نه دی ځکه چې لا هم د ښاغلي نوشیرو د مخ د پاسنۍ برخې یوه څنډه لیدل کېږي او داسې ښکاري لکه چې ماسک یې پرمخ تړلی وي.

خو په ماسک کې د دېوال شاتنۍ برخه ښکاري، حال دا چې ده یې مخه ډب کړې ده.

نوشیرو په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دا اپلیکېشن یې په (Unity) کې جوړ کړی. یونیټي د کمپیوټري لوبو د جوړولو یو موتور دی چې ټکنالوجیز یونیټي شرکت جوړ کړی دی.

تر دې وړاندې ګڼ نور اپلیکشنونه جوړ شوي چې ستاسو څېره بدلوي او د نورو په شان یې ښکاروي؛ لکه دا لاندې:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *