په نړۍ کې ګڼ شمېر کسان شته چې په میلیاردونو ډالرو پانګه لري او لا هم دغه شمېر کسان د ډېرېدو په حال کې دي. ډېری یې له خپلې شتمنۍ څخه د ښه ژوند تېرولو لپاره کار اخلي او غواړي یوازې دوی خوشاله وي او بس. خو ځینې داسې کسان هم شته، چې له شتمنۍ سره سره له کبره لرې یو ساده او معمولي ژوند لري. دوی د خپلې شتمنۍ یوه زیاته برخه د بشر د هوساینې او نورو ښېګڼو لپاره لګوي. خپلې شتمنۍ یې د ناروغیو د مخنیوي او زده کړو د اسانتياوو د رامنځته کول لپاره د خیریه موسسو په واک کې ورکړې دي چې له ځینو یې دلته یادونه کوو.
۱- جېف بېزوس
د پانګې ارزښت یې له سل میلیاردو ډالرو اوړي. ۵۴ کاله عمر لري او د امریکا اوسېدونکی دی.
د جېف بېزوس د شتمنۍ اصلي سرچینه برېښنایي سوداګري ده چې نړۍ یې ورسره اشنا کړه. نوموړي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۴ مېلادي کال کې په بورس ښار او خپل کور کې د امازون په نوم یوه وېبپاڼه جوړه کړه. د کار په پیل کې یې پر ليکه د کتابونو پلور پيل کړ. له دریو کلونو وروسته یې کاروبار وغوړېدو، یو پر بل پسې یې بریاوې خپلولې او نړیوال شهرت یې تر لاسه کړ.
له هغه وروسته نو امازون، هغه کوچنی انلاین پلورنځی نه و چې یوازې کتابونه به یې پلورل، بلکې پر یوه لوی او نړیوال سوداګریز مرکز بدل شو، چې غذایي مواد، الکترونیکي وسایل، د امازون خپل تولیدي توکي او نور به یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلو پېرودونکو کور او کار ځای ته ور رسول.
دغه شرکت یوازې په ۲۰۱۴ کال کې د ۸۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي پلورلي وو.
جېف بېزوس پر امازون سربېره په ځینو نورو برخو کې هم پانګونه کړې ده. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۳ کال کې یې د (blue origin) خصوصي شرکت له لارې فضایي بېړۍ په بریالیتوب سره فضا ته ولېږدوله او په ۲۰۱۵ کال کې یې واشنګټن پوسټ ورځپاڼه واخیسته. دغه راز نوموړي پر هغې موسسې میلیونونه ډالره پانګونه کړې ده چې د وینې بېلګې پکې اخیستل کېږي او د بېلا بېلو سرطانونو تشخیص کوي.
۲- بېل ګېټس
د پانګې ارزښت یې ۸۷،۴ میلیارده ډالره دی. ۶۳ کاله عمر لري او د امریکا اوسېدونکی دی.
بېل ګېټس په شل کلنۍ کې د خپل وړکتوب له ملګري پال الن سره د مایکروسافټ په نوم شرکت جوړ کړ. ۳۱ کلنۍ ته یې لا څو میاشتې پاتې وې چې بېل ګېټس د دغه شرکت په مرسته میلیاردر شو. نوموړی تر ۲۰۰۲ کال پورې د مایکروسافټ اجرایوي مدیر او تر ۲۰۱۴ کال پورې یې د دغه شرکت مشري پر غاړه لرله. بېل ګېټس نه یوازې یو شتمن، بلکې یو سخي انسان هم دی. له ۱۹۹۹ کال څخه راپدېخوا بېل ګېټس او مېرمنې یې مېلېندا یوه لویه نړیواله خیريه موسسه رامنځته کړې ده. دغه موسسه په خپله بودجه کې ۴۰ میلیارده ډالر لري چې یوازې د خیریه کارونو او د ځینو ناروغیو د مخنیوي لپاره مصرفېږي. دې جوړې همدا راز په نړۍ کې د ۲ میلیاردو اړمنو کسانو لپاره بانکي اکونټونه خلاص کړي، چې له دې مخکې یې بانکي حسابونه نه لرل. دا چې په دې بانکي حسابونو کې د دوی لپاره څومره پیسې جمع شوې دي، په اړه يې څه نه دي ویل شوي.
بېل ګېټس دغه راز د جېف بېزوس په هغه موسسه کې هم پانګونه کړې ده چې د وینې پر نمونو څېړنې کوي او د بېلا بېلو سرطانونو د مخنیوي لپاره لارې چارې لټوي. بېل ګېټس په ۲۰۱۰ کال کې داسې یوه موسسه رامنځته کړه چې د نړۍ شتمن کسان خپله ۵۰ سلنه شتمني د خیریه کارونو لپاره ولګوي او دې موسسې ته یې ورکړي. د هغو کسانو په نوملړ کې چې تر اوسه پورې یې له دې موسسې سره په عملي توګه مرسته کړې ده، د پېژندل شویو میلیاردرانو مارک زاکر برګ او ایلان ماسک نومونه هم لیدل کېږي.
۳- مارک زاکربرگ
مارک زاکر برګ د نړۍ بل شتمن دی، چې ۷۱ میلیارده ډالره پانګه لري. دغه ځوان میلیاردر ۳۳ کاله عمر لري. نوموړی په ۲۰۰۴ کال کې ۱۹ کلن و او د پوهنتون په وروستي ټولګي کې یې درسونه ویل. د فېسبوک له جوړولو وروسته، هغه له دې درکه میلیاردونه ډالر وګټل. دغه پاڼه اوس میلیاردونه کاروونکي لري، چې له کبله یې مارک د ځوانو میلیاردرانو په کتار کې ولاړ دی. مارک او مېرمنې یې پریسلاچان پرېکړه کړې ده، چې د خپلې شتمنۍ ۹۹ سلنه برخه د خیريه کارونو لپاره ولګوي. دوی د اېبولا ناروغۍ د مخنیوي لپاره ۲۵ ميلیونه ډالره او په نیوجرسي کې د یوه دولتي ښوونځي لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره ولګول. دې جوړې په ورته ډېرو نورو خیریه کارونو کې هم ونډه اخیستې ده.
۴- واران بافت
د پانګې ارزښت یې ۶۱ میليارده ډالره دی،۸۷ کاله عمر لري او د امریکا اصلي اوسېدونکی دی.
واران بافت خپل کاروبار له وړکتوبه پیل کړی دی. دی لا ماشوم و چې د خلکو کورونو ته یې د ورځپاڼو رسولو دنده پر غاړه واخیسته. ۱۱ کلن و چې لومړۍ ونډه یې د ۳۸ ډالرو په بیه واخیسته، چې پنځه سلنه ګټه یې پکې وکړه. له هاروارډ پوهنتون څخه وشړل شو او په بدل کې یې د کولمبیا په پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې د پیاوړو استادانو، لکه بنجامین ګراهام تر لاس لاندې زده کړې مخ ته یووړې. په ۱۹۶۹ مېلادي کال کې یې د نساجۍ شرکت واخیست چې اوسنۍ لویه پانګه یې هم له دغه شرکت څخه ګټلې ده.
د کوکاکولا، امریکن اکسپرېس او جنرال موټرز په شرکتونو کې یې پانګونې د دې لامل شوې چې نوموړی لوی شتمن شي. تر ټولو په زړه پورې خو دا ده چې نوموړي د خپلې شتمنۍ څخه ۲۱،۵ میلیارد ډالره د یوې خیریه موسسې په واک کې ورکړي دي چې له بېل ګېټس سره یې یو ځای جوړه کړې ده. په دغه بنسټ کې هغه میلیاردران را ټول شوي چې پرېکړه یې کړې ده خپله پنځوس سلنه شتمني د خیریه کارونو لپاره ولګوي.
۵ – ډیوېد کوچ
ډیوېد کوچ له خپل ورور چارلېز سره د کوچ شرکت چارې پر غاړه درلودې. دا په نړۍ کې دویم لوی شرکت دی چې په معیاري توګه د خپلو پېرودونکو لپاره توکي وړاندې کوي. دوی تر اوسه پورې له دغه شرکت څخه ۱۱۵ میلیارده ډالره ګټه کړې ده. ډیوېد کوچ ډېر کله په سیاسي چارو کې هم ګوتې وهي. نوموړي په ۲۰۱۶ کال کې لږ تر لږه ۷۵۰ میلیونه ډالره پر خپلو سیاسي کمپاینونو کې ولګول. ډېوېډ تر اوسه دوه ځله له مرګ څخه ژغورل شوی دی، لومړی په هغه الوتکه کې چې نږدې ټوله سپرلۍ یې ووژل شوه او دویم ځل د پروستات له سرطان څخه وژغورل شو. نوموړي خپله ۱،۲ میلیارده ډالره پانګه پر هغه روغتونونو وېشلې ده چې د سرطان درملنه پکې کېږي. ده په خپل نوم هم یوه خیریه موسسه جوړه کړې ده چې له بېوزلو خلکو سره مرسته کوي. له دې پرته کېدای شي ځینې نور هم داسې میلیاردران وي، چې د خپلې شتمنۍ یوه برخه یې د خیریه کارونو لپاره لګولې وي.
