ودان روښان

د کابل پر انترکانتینینتال هوټل برید چې په خپله بڼه کې بې مخینې ګڼل شوی ډېرې پوښتنې راپورته کړي دي.

په دغه برید کې د ځینو رپوټونو له مخې له ۴۰ زیات کسان وژل شوي چۍ ۱۴ یې بهرنیان وو.

په یاد برید کې د نورو ډېرو تېرو هغو خلاف پنځو بریدګرو ګډون کړی وو او له همدغه ځایه ښکاري چې د دغه برید په پلان او پلي کولو کې ډېرو مهمو او پیاړو استخباراتي شبکو رول لوبولی دی او جوتېږي چې دغه برید ځانګړي پیغامونه درلودل چې ځانګړو لورو ته یې رسول غوښتل.

دا ځکه چې په تېرو بریدونکو کې یو یا دوو یا هم درې کسانو ګډون کړی خو په دې وروستیو کې په دغه ډول بریدونو کې کله هم دومره زیاتو بریدګرو ګډون نه و کړی نو ځکه خو هم جوتېږي چې برید په لوړه کچه پلان شوی او ډېر کار او زیات مالي لګښت پرې شوی و.   

د دغه برید په اړه ځکه ویلي شو چې ډېر چمتووالی ورته نیول شوی و چې په دې وروستیو کې شاوخوا ۲۰۰۰ پاکستاني ملایانو ځانمرګه بریدونه حرام ګڼلي البته دا یو تصافي کار نه و، سره له دې چې په دغه کار کې به پر پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د امریکا فشارونه بې اغیزې نه وي. له بله پلوه دا هم لرې نه ده چې له دغه بریده پاکستانیان خبر و نوځکه  خو یې د هغه له مسوولیته د ځان خلاصولو لپاره غوره وګڼله چې پر یوه فتوا ځان سپین چرګ کړي او ووایي چې موږ له دې پېښې له سره هیڅ راز تړاو نه لرو ځکه چې موږ دا ډول کړنې لا واردمخه حرامې ګڼلې دي.

سره له دې چې په برید کې ۱۴ بهرنیان وژل شوي خو هغه دومره مهم کسان نه وو او نه یې کار او دندې په افغانستان کې د بهرنیو له حضور سره کومه اړیکه درلوده . ۱۰ یا ۱۱ کسان یې د کام ایر شرکت کارکونکي وو چې له سیاست سره یې هیڅ راز تړاو نه درلود.  

خو د پېښې شاهدانو ویلي چې بریدګرو تر ډېره د بهرنیانو پوښتنه کوله. په داسې حال کې چې بریدګرو پر خپلو وطنوالو هم کومه سرفه نه ده کړې ځکه چې د نارسمي شمېرو له مخې په دغه برید کې د بهرنیانو درې برابره ښایي له دې هم زیات افغانان وژل شوي وي خو دا مسله له دغه اړخه هم مهمه ده چې په وروستیو څو کلونو کې طالبانو د هغو بریدونو مسوولیت پرغاړه نه اخیست چې قربانیان به یې ملکي وګړي وو خو دا ځل یې په ښکاره د برید مسوولیت ومانه او دعوه یې وکړه چې په برید کې یې زیات شمېر بهرنیان وژلي دي.

د طالبانو دغه دریځ دوه پیغامونه لري او هغه دا چې طالبانو ته د وطنپالنې جامې ورواغوندي او وښیي چې طالبان په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور مخالف دي او له خپلو وطنوالو سره کار او غرض نه لري او هم غواړي د طالبانو بغاوت مشروع وښیي چې د بهرنیانو پر ضد راپورته شوي او مبارزه یې په حقه ده، پر خواله رسنیو هم د دوی خوا خوږو تر دېره پر همدې مسله تینګار کړی چې بریدګرو بهرنیان په نښه کول نو جوتېږي چې په دې سره به په کور دننه او بهر کې د دوی خواخوږي او ملاتړي ډېر شي او هم به یې په رسنیو کې د ملاتړو تبر لاستی پیدا کړي چې ووایي طالبان د بهرنیانو د حضور خلاف دي او د بهرنیانو پر ضد مبارزه کوي نو ځکه خو په بریدونو کې بهرنیان په نښه کوي او بله دا چې دوی غواړي افغانستان د بهرنیانو له پاره خطرناک وښیي چې دغه هیواد ته د راتګ زړه ښه نه کړي او په دې سره داسې ګڼي چې د ډېرو اقتصادي او خدماتي بنسټونو مهمې او مسلکي چارې بهرني متخصصین مخته وړي او د بریدګرو ملاتړو په اند له بهرنیو متخصصینو پرته به دغه بنسټونه له ماتې سره مخ او افغانستان ته کلک اقتصادي ګوزار ورکړي.  

مهمه مسله دا ده چې په دې وروستیو کې افغان او امریکایي ځواکونو په ډېرو ولایتونو کې د دولت پروسله والو مخالفینو بریدونو ته زور ورکړی او د رپوټونو له مخې د سر درانه زیانونه یې وراړولي دي، نو ځکه خو طالبانو او ملاتړو یې هم غوښتي له یوې خوا خپل لوري ته د سر اوښتی زیان جبران او له بلې خوا وښیي چې دوی لا هم ځواکمن او ان په ډېر خوندي ځای کې د دغه ډول زورور برید توان لري او هم غواړي په دغه ډول برید سره د خپلو پلویانو روحیه لوړه کړي.

له بله پلوه روسانو په ښکاره اعلان کړی چې د داعش خلاف د طالبانو ملاتړ کوي چې له تردید پرته یې د طالبانو پر ناوه د پیسو ویاله ورسپره کړې چې په پایله کې یې طالبان وتوانیدل دومره ستر عملیات پلان او پلي کړي دا ځکه چې دغه ډول پیچلي عملیات دروند لګښت غواړي.     

بله مسله دا ده چې دغه او نورو بریدونو ښودلې چې په کابل ښار او څنډو کې یې ترهګرې ډلې د وسلو او بریدګرو ساتنې خوندي ځایونه لري. په ځانګړې توګه دهمدغه برید په اړه  ګومان کېږي چې انساني او تسلیحاتي اکمال یې له پنځمې ناحیې او یا ورڅېرمه سیمې شوی دی دا ځکه چې په یاده سیمه کې پخوا هم د وسلو او چاودېدونکو توکو زیرمې کشف او ترلاسه شوې وې.   

بله دا چې دغه برید ځکه پیاوړې استخباراتي شبکې یا شبکو پلان کړی و چې په انترکانتینینتال هوټل کې په دې وروستیو کې امنیتي مسوولیت له کورنیو چارو وزارته خصوصي امنیتي کمپنۍ ته لېږدول شوی و او دا هم څرګنده شوې چې د یادې خصوصي امنیتي کمپنۍ په مدیریتي چارو کې تشې وې او د ترهګرو ملاتړې یا پلانونکې استخباراتي شبکې دا تشه ښه درک کړې او کمزورتیاوې یې ور مالومې وې نو ځکه خو یې له هغو ګټه واخیسته.

داسې ښکاري چې په خپله، د انترکانتینینتال هوټل مدیرت کې هم خورا زیاته کمزورتیا شته چې د ترهګریز برید پلاونکې شبکې له دې کمزورتیا هم پوره پوره ګټه اخیستې، له برید وړاندې یې په هرنوم چې وي دغلته خپل کسان ځای پرځای کړي چې هغوی بیا نور کسان په ډېره هوښیاري یا د پیسو په زور ګمارلي او یا یې په یو ډول تراغیز لاندې راووستلي چې په حساس وخت کې یې بوخت ساتلي او غولولي دي او وسلې او مهمات یې اصلي برخو ته رسولي دي.         

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *