د ننګرهار مستوفي د بېلا بېلو سکتوري ادارو رئيسانو ته د نوي مالي کال لپاره د انکشافي پلانونو د جوړیدو سپارښتنه وکړه.
د ننګرهار مستوفي عبدالله رقیبي په مشرۍ د بېلا بېلو سکتوري ادارو مسئولینو سره د ځانګړې ناستې پرمهال هغوی ته په نوي مالي کال کې د پروژو د ترلاسه کولو په موخه د انکشافي پلانونو د جوړیدو سپارښتنه وکړه.
یاده غونډه د سلواغې په ۲ مه په ولایت مقام کې جوړه شوې وه ، چې پرمهال يې د ولایت مستوفي سربیره ، اقتصاد، عامې روغتیا، ټولنیزوچارو، ټولګټو چارو رئيسانو ، د امنیه قومندانۍ ملکي مرستیال او یو شمیر نورو ګډون کړی و.
د ولایت مستوفي عبدالله رقیبي د انکشافي پلان په ارزښت خبرې وکړې او زیاته يې کړه انکشافي بودیجه د تیر کال په پرتله کمه شوې نو لازمه ده ، چې د سکتوري ادارو مسئولین د پروژو د لاسته راوړلو لپاره معیاري پلانونه جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه د پلان په جوړیدو کې باید ټول ملي او ستراتيژیک اصول په نظر کې ونیول شي او هم د سلواغې تر شلمې پورې خپل معیاري انکشافي پلانونه مرکز ته وسپاري.
د اقتصاد رئيس غلام الله افغانیار د انکشافي پلان د جوړیدو په تړاو د هر اړخیزه معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ زیاته کړه تیر کال ۱۳۸ بېلا بېلې پروژې وړاندیز شوې وې ، خو د انکشافي پلانونو د تخنیکي نیمګړوتیاو له امله ۷۲ پروژې منظور شوې وې.
نوموړي همدا راز وویل د نوې پالیسۍ له مخې د منظم او معیاري پلان د جوړیدو پرته د پروژو لاسته راوړل ناشوني دي.
د ولايت مقام رسنيو دفتر په نوښت ژورنالیستانو ته د مرستې په موخه د حق العضويت صندق کېښودل شو.
ننګرهار ولايت رسنيو دفتر کې د سلواغې په ۲مه د دغه دفتر په نوښت د ژورنالیستانو يوې غونډې په ترڅ کې چې د دوی د خوندیتوب په موخه جوړه شوې وه،دوی ته د مرستې په موخه د حق العضویت صندق کېښودل شو.
د دغه غونډې په ترڅ کې ژورنالیستانو په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ننګرهار ملي راډيو تلويزيون پر دوو کار کونکو د تېرې ورځې بريد په سختو ټکو وغنده.
دوی ژورنالیستان بې طرفه وګڼل او له ښکېلو غاړو يې غوښتنه وکړه، چې د ژورنالیستانو ژوند خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
د دغه غونډې په ترڅ کې د ولايت مقام رسنيو دفتر په نوښت ژورنالیستانو ته د مرستې په موخه د حق العضويت صندق کېښودل شو، چې ځانګړو او بېړنيو حالاتو کې به د ځانګړې کمېټې په شتون کې اړمنو خبريالانو ته مرستې ورکول کیږي.
د ننګرهار رسنیو دفتر مشر عطاالله خوږیاڼي وویل،په اېښودل شوي صندوق کې به فعاله خبریالان هره میاشت ټاکلې اندازه پیسې اچوي او همدا راز به د یو شمیر نورو په همکارۍ دا صندوق تقویه ساتي .
دغه راز د ژورنالیستانو د ژوند خونديتوب په موخه هم بېلابېل بحثونه او پرېکړې هم تر سره شوې.
پرېکړه وشوه،چې له دې وروسته به خبریالان پخپلو موټرو کې ولسوالیو ته سفرونه کوي او د هیڅ چارواکي په موټر کې به تګ راتګ نه کوي .
د خبریالانو څخه ۱۵ زره افغانۍ را ټولې او د تېرې ورځې پيښې ټپي خبریالانو ته د مرستې په موخه ولیږل شوې

د ولايت مقام مالي او اداري رئیس د ویزو د ستونزې د حل په موخه د پاکستان قونسل سره ناسته وکړه .
د ولايت مقام مالي او اداري رئیس قريب الله هجرت د ښاروالۍ استازي په ملتيا د سلواغې په لومړۍ د پاکستان قوسلګرۍ کې د ویزو اړوند ستونزې د حل په موخه د ياد هېواد قونسل سره ناسته وکړه .
د دې لیدنې پر مهال قریب الله هجرت وویل، په دې ولایت کې د پاکستان قونسلګرۍ ته د ویزو د تر لاسه کولو په موخه تر ټولو زیات مراجعین راځي،چې په ټاکلې وخت د ویزو د نه ورکړې له امله د بې نظمۍ ،فساد او نورو ستونزو د را منځته کېدو لامل کیږي .
نوموړي د پاکستان له قونسل څخه وغوښتل، چې د ديپلوماتانو زياتولو ترڅنګ د پاسپورتونو ټولولو وخت زيات کړي.
د پاکستان قونسل عارف خان بيټني وويل، چې د ورځې ورته شاوخوا ۱۸ سوه کسان د ويزو اخيستو په موخه راځي، چې دوی هره ورځ شاوخوا ۱۴ سوه ويزې لګوي.
نوموړي وويل، چې د ختيځو ولايتونو سربيره ورته مرکزي او جنوب ختيځ ولايتونو خلک مراجعه کوي، چې د ويزې اخيستو پر مهال بې نظمي رامنځته کوي.
ده د ولایت مقام مالي او اداري رئیس ته ډاډ ورکړ، چې هڅه کوي څو د کارونو ښه والي او زياتو کسانو ته د ویزې ورکولو په موخه خپل کاري پرسونل زيات کړي.
د دغه ليدنې وروسته د ولايت مقام مالي او اداري رئيس د قونسلګرۍ امنيتي مسئولينو سره ولیدل او ورته يې لارښوونه وکړه، چې د خلکو په منظم کولو کې جدي اجرات تر سره کړي.
نوموړي د امنيتي ادارو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې خپلې ستونزې ولايت مقام سره د حل په موخه شريکې کړې، څو د ويزې مراجعينو په منظم کولو او د ويزې په توزيع کې لازم تصميمونه ونيول شي.
ده د امنيتي ادارو مسئولينو ته دوه اوونۍ وخت ورکړ، چې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته ټولې چارې منظم کړي او که بيا هم بې نظمي وليدل شي؛ نو ور سره به قانوني چلند تر سره کړي.
د امنيتي ادارو مسئولينو د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د خلکو او ويزې لګولو بهير کې د نظم راوستو ډاډ څرګند کړ.
د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د دولت په ملاتړ غونډه جوړه شوې وه ، چې پرمهال يې دوسله وال پوځ سرتيري هم وستايل شول.
د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د دولت په ملاتړ غونډه جوړه شوې وه ، چې پرمهال يې د يادې ولسوالۍ ولسونو له منتخب حکومت څخه ملاتړ څرګند کړ.
دغه غونډه، چې د سلواغې په لومړۍ د غني خېلو ولسوالۍ مقام کې جوړه شوې وه په کې د غني خېلو، اچين او نازيانو ولسوالانو او امنيتي مسئولينو سربيره د يادو سيمو قومي مشرانو، جهادي قومندانانو، علماء کرامو او نورو ګډون کړی و.
د يادې غونډې پر مهال قومي مشرانو وويل، چې د غني خېلو ولسوالۍ ولسونه امن خوښوونکي او سوله غوښتونکي دي او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې د حکومت ضد کړنې تر سره کړي.
دوی د وسله وال پوځ سرښندنې وستايلې او د غير مسؤلو وسله والو پر وړاندې يې دولسمشر د وروستي حکم ننګه وکړه.
دوی زياته کړه، چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې وسلې وسله وال پوځ ته وسپارل شي او د خپلسرو وسلو له ګرځولو ډډه وشي.
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند د ولسونو له پراخ ملاتړه مننه وکړه او دولسمشر د حکمونو دتطبيق ډاډ يې ورکړ.
د ولسواليو په چارو کې دولايت کارپوه سبحان الله خطاب د شينوارو ولسواليو له ولسونو مننه وکړه، چې لومړی يې په ټاکنو کې برخه واخيسته او اوس دخپلو رايو په پايله کې دخپل منتخب حکومت او ولسمشره ملاتړ کوي.
خطاب د يادې ولسوالۍ ولسونو ته په خبرو کې د دولت د لويو پروژو چې ننګرهار به يې هم له ګټو برخمن شي يادونه وکړه.
نوموړي وويل، چې قانون منوونکي ولسونه له ټولو بشري خدمتونو برخمن وي ،خو هغه چې قانون نه مني ژوند يې له کړاوونو ډک وي.
د شينوارو ولسواليو ولسونو ولسوالانو، د امنيتي ادارو مسئولينو او سربازانو ته دستايلو په موخه په غاړه کې ګلان ور واچول.
د امنيتي ادارو مسئولينو ولسونو ته د سر او مال دخونديتوب هر اړخيز ډاډ ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *