تاند- ازبیکستان غواړي چې له مزارشریف څخه تر هرات پورې د افغانستان رېللار وغځوي.
په دې موضوع د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د ازبیکستان د مرستیال صدراعظم او مالیې وزیر جمشید کوچکاروف ترمنځ په کابل کې خبرې وشوې.
د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، د ازبیکستان د صدراعظم مرستیال او د مالیې وزیر وویل«د پروژې ارزونه شوې، له ازبیک سوداګري بانک او د بسنټونو د پانګونې له اسیايي بانک سره د پروژې پر مالي چارو خبرې روانې دي.»
کوچکاروف همداراز وویل چې دا پروژه د افغانستان، ازبیکستان او همداراز د سیمې د هیوادونو لپاره خورا زیات اهمیت لري.
ده یادونه وکړه«د دې پروژې د عملي کېدو په صورت کې به له افغانستان څخه د ازبیکستان له لارې چین ته په ۳ ورځو کې رسېدل ممکن شي.»
د افغانستان ولسمشر وویل، د هیوادونو ترمنځ همکارۍ به د خلکو د ژوند کیفیت او معیار ښه کړي او د سیمې له سوکالۍ سره به مرسته وکړي.
تر دې وړاندې ازبیکستان د ۲۰۱۰ په نوومبر کې د اسیا د پرمختیايي بانک په ۱۲۹ ملیون ډالره مالي مرسته له حیرتان ښارګي تر مزارشریف پورې ۷۵ کیلومتره رېللار جوړه کړه.
له بلې خوا ایران تر هرات هوايي ډګر پورې د رېللارې پر جوړولو کار کوي.
په عین حال کې له ترکمنستان څخه د کندوز په لاره تر شېرخان بندر پورې د رېللارې پروژه سروې شوې او ټاکل شوې ده چې ژر یې کار پیل شي. دا پروژې به د افغانستان اکثره شمالي ولایتونه د رېلګاډو په وسیله له یو بل سره ونښلوي.