تاند- ترکمنستان وايي، سعودي عربستان چمتو دی چې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د نللیکې په پروژه کې پانګونه وکړي.

د تېلو او انرژۍ په چارو کې د ترکمنستان مرستیال صدراعظم مکست (مقصد) بابایف پرون /دوشنبه/ د خپل هیواد د کابینې غونډې ته وویل، سعودي عربستان غواړي چې په ټاپي پروژه کې د پام وړ پانګونه وکړي. د دغه هیواد چارواکو دا ژمنه سعودي ته د ترکمن ولسمشر د سفر په مهال کړې وه.

ده ونه ویل چې سعودي عربستان په ټاپي پروژه کې څومره پانګونه کوي.

بابایف دا هم وویل چې متحده عربي امارات هم په ټاپي پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

ټاکل شوې ده چې د روان ۲۰۱۸ م کال په مې میاشت کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار رسماً پیل شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *