ژباړه: فياض عزيزي

موږ ټول په ژوند کې ډېر څه زده کوو، مګر بيا هم په ډېرو څيزونو نه پوهېږو، ځکه موږ ډېرى معلومات هېروو. دا چې ولې داسې کېږي او د دې ستونزې د حل لاره څه ده، نو د يو جرمني ارواپوه هېرمن اسيبنغوس (Hermann Ebbinghaus) له نړيوال يا عمومي فورمول څخه کار اخلو. د دغه فرمول په عملي کېدا به مو دا ځورونکې ستونزه حل شي. د دغه الماني ارواپوه څېړنه ښيي چې د يوې موضوع له زده کړې يو ساعت وروسته نږدې 66% سلنه معلومات مو له ذهنه وځي او يوازې 44% سلنه يې په ذهن کې پاتې کېږي.

ذهن د دې لپاره چې بې مانا او بې کاره معلومات مو پر ذهن پيټى نشي؛ هرڅه د لومړي ځل لپاره لنډ مهالې حافظې ته سپاري، که چېرې دغه معلومات چې په لنډ مهالې حافظې کې ځاى پر ځاى شوي تکرار او استعمال نه کړئ نو ډېر ژر مو هېرېږي.

څنګه وکولى شو هرڅه په ياد ولرو؟

که غواړئ يو څه په چټک ډول حافظې ته وسپارئ، نو له لاندې طريقې کار واخلئ.
1.  لومړى تکرار ___ له زده کړې سره سم، مطلب دا چې يو څه مو زده کړل بې له ځنډه يې له سره تکرارکړئ.
2.  دويم تکرار ____ له پينځلسو يا شلو دقيقو وروسته.
3.  درېيم تکرار ____ له شپږو يا اتو ساعتونو وروسته.
4.  څلورم تکرار ____ له 24 ساعتونو وروسته.

او که غواړئ يو څه د تل لپاره په حافظې کې وساتئ، نو لاندې طريقه پر ځان عملي کړئ.
1. لومړى تکرار ____ له زده کړې سره سم، بې له ځنډه
2.  دويم تکرار _____ له شلو يا دېرشو دقېقو وروسته
3. درېيم تکرار _____ له زده کړې يوه ورځ وروسته
4.  څلورم تکرار ____ له زده کړې دوې يا درې اونۍ وروسته
5.  پينځم تکرار _____ له زده کړې دوې يا درې مياشتې وروسته

که چېرې مو پر ځان دغه پاسنۍ طريقې عملي کړه، نو هر راز معلومات به د تل لپاره په ذهن کې لرئ.


د هېرمن اسيبنغوس په اړه معلومات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *