ځينې پوښتنه کوي چې له تېر پينځه يا شپږ سوه کالو راهيسې بې شمېره اختراعات شوي، د بيلګې په ډول د رېل ګاډۍ اتکړه (انجن) د الوتکې اتکړه، سايکل، بايسايکل، ګرځنده ټليفون، کمپيوټر دغسې نور ډېر انساني اختراعات شوي مګر په دې ټولو اختراعاتو کې هيڅ اختراع هم د مسلمان نه ده، ټول د غربي نړۍ پرمختګ دى.
هو! خبره دغسې ده، يو وخت وو موږ به نړۍ ته اختراعات ورکول ، مګر اوس يې نړۍ موږ ته راکوي ، زر دوه زره کاله وړاندې اسلامي نړۍ داسې نابغه ډونډپال (ساینسپوهان) درلودل چې اوس يې هم په آکسفورډ او کيمبرېج کې افکار او تهيورۍ ترجمه کيږي او درسيږي، د بېلګي په توګه لکه، الکندي، جابر بن حيان، ابن الهيثم، خوارزمي، الغزالي، الرازي، ابن سينا، مګر په دا نزدې لنډه موده کې اسلامي نړۍ د سائنس او تخنيک په روان بهير کې ډېره شاته پاتې ده ، هيڅ اختراع او نوى تخنيک نه لري.
په مجموع کې اسلامي نړۍ له دوه داسې سترو لاملونو سره مخ ده د کومو له امله چې پاتې راغلې او د نورو په وړاندې د شاته پاتې کېدو يې لاملونه جوړشوي.
1_ په نړۍ کې بې شمېره اختراعات رامنځته شوي ډېری هيوادونه د نوي سائنسي اختراعاتو لپاره خپله کلنۍ بوديجه لري ، ترڅو د خپل وخت غوره ټيکنالوجي خپله کړي او د وخت پرېکړو ته غاړه کښېږدي ، مګر ددې اختراعاتو لړۍ د نړۍ د يوه قوم او ملت شتمني نه بلله کيږي بلکه دا د نړۍ د هر قوم يو په ګډه شتمني ده ، موږ ته پکاره ده چې هيڅکله يې هم په يو ځانګړي توکم او ملت پورې وه نه تړو ، نه هم تړلې ده ، بلکه دا دنړۍ د هر قوم او ملت بايد ګډه شتمني وبلل شي ، ځکه تاسو به ليدلي او کتلي وي چې کله هم موږ هغه سائنسي اختراع ځای يا په اصطلاح ليبارټري چېرته چې نوي اختراعات او مشينري (هتکړې) تأمين کيږي ورسو هلته به هيڅکله داسې نه وي چې د يو ځانګړي قوم او ملت وګړي دې په کار بوخت وي بلکه ، ارو مرو به د هر ملت وګړي په يو دنده بوخت وينو هلته به هندو هم وينو هلته، به يهودي عيسايي او مسلمان سائنسدان هم پر يو دنده او تجروبه ګمارلى وينو.
کله چې يو نوی تخنيک ياکوم بله سائنسي تجروبه ترسره کيږي که فکر وکړو دا تجروبه به هيڅکله داسې نه وي چې هلته دې يوازې هندو ياهم يهودي لګېايی بلکه، هلته به د هغه تجروبې او هغه کار په حصو او جوړونه کې ضرور مسلمان، هندو، عيسايي، هم وي امه، دا لازمه نه ده چې مسلمان ياکوم بل مذهبي دې پر هغه ځانګړي کار او دنده ګمارلی سائنسدان وي، بلکه په هغه نهايي کمه کچه چېرته چې ددې کار اړوند اجزاٶې او حصې تياريږي هلته به يا مسلمان يا کوم بل په کار کې د يو څه پراډکټ په جوړولو مشغول وينو.
زما په اندود معتدله او سمه پرېکړه به داوي چې موږ بايد هر توکم او ملت ددې حصه وګڼو ، مګر ناسمه او بې بنسټه پرېکړه به هغه وي چې موږ ددې اختراعاتو دابې پايانه لړۍ ديو ملت ځانته سرمايه وبولو.
په نړۍ کې د فضائي کارونو د پرمخ وړلو يو ټولنيزه اداره ده، مرکزي دفتر يې د جدې ښار په سعودي کې دی، د دې ادارې ساینسپوهان فضا ته ځي هلته د غټو غټو مسائلو ځوابونه برابروي د بيلګې په ډول دوى پوښتنه کوي چې مثلن فضا کې به لمونځ څنګه کوو ؟ هلته به روژه څنګه نيسو ؟ هلته به د لمانځه طريقه څنګه وي؟دغسې نورې ډيري پوښتنې دي چې مسلمان سکالرز يې ځواب برابروي. په نړۍ کې دغسې نورې ډيرې ادارې شته چې هلته دې د هر ملت کسان لګېاوي هيڅکله داسې نه دې پېښ شوي چې يو قوم دې د کار چارې پرمخ وړي، بلکه هلته بې شمېره مسلمانان ، يهود، او عيسويان خپلې دندې ترسره کوي.
خو! له دې سره سره اسلامي نړۍ دا هم بايد ومني چې رښتېا هم مسلمان نن ورځ دبل لاحق او مخدوم(چوپړيال) دى مګر خادم نه، مسلمان نن ورځ له بله وړونکى دى مګر خپله ورکوونکى نه دى ، په يويشتمه پېړۍ کې لاهم موږ اوس دبل د بې باون او کروز ميزائل ځواب په لوټه ورکوو.
2…دويم ستر لامل چېرته چې داسلامي نړۍ بېخ کندنه شوې هغه د مسلمان تعليم او تحصيل دى، دې کې شک نشته چې مسلمان نن ورځ د خپل ښوونيز نصاب د تقسيم له امله ناکام دى، ډېرى ديني عالمان په دې اندود يقيني دي چې قرآن او آحاديثو کې د مسلمان د تعليم دوه والى هيڅ ثبوت او مثال نه لري ، بلکه دا زموږ په خپل لاس ځانته ناکامي ده ، چې نن ورځ زموږ ښوونيز نظام موږ خپله په ديني او عصري نومونو سره بېل بېل پېژنو ، د مسلمانانو هغه کره علماء نن ورځ يوازې تر مسجد مدرسې او خانقاه پورې محدود دي. که تاريخ ته سر ورښکاره کړو مسلمان له اوله هيڅ دوګنه يې نصاب نه لاره بلکه مسجد، مدرسه، ښوونځي او پوهنتون به سره يو وو، خو نن ورځ د مدرسې او مسجد ملا ته د پوهنتون محصل ملحد او فاسق ښکاري ، دغه رنګه د ښوونځي او پوهنتون محصل بېا د مدرسې او مسجد ملا تنګ نظرى او تروريست بولي.
د اسلامي نړۍ چې څه اسلاف او عالمان تېر شوي هغوی به يوازې دانه چې ديني عالمان وو بلکه په څنګ کې به ورسره د وخت اندپال او سائنسپالان هم وو، هيڅ توپېري او ځانته ښوونيزنصاب يې نه وو، بلکه د بخاري، ترمذي، او کميسټري، بېالوجي منبر او ښوونځۍ يې يوه وه.
نن ورځ که يو ديني عالم ته ګورې په ديني اړخ کې به يې سارى نه وي د قرآن او احاديثو هغه روموز او اعجاز به يې د انسان سد له سره باسي، مګر په عصري علومو کې به يې علمي کچه له صفر سره ضرب وي په ساده مېاشتني بل به تردې اندازې پوري نه پوهيږي چې آيا دا له کوم لوري چا د واده بلنليک را استولی که کوم بل د حکومت له لورې زما دنيولو خبرليک دی، ځينو ته خويې تردې اندازې تو پير نه کيږي چې عام د برق يا کوم بل دګېس بل به درته نه سې ښوولاى چې آيا دا دګېس بل دى که د برق، لکه څنګه چې نن ورځ ديني لوری له عصريته ناخبره دی ، دغه رنګه د عصري علومو زدکوونکي او ښوونکي هم په دېني چارو کې بېخي پاتي دي. د پوهنتون محصل به وي مګر دعاء قنوت به يې نه وي زده د لمانځه، غسل او اودس له فرائضو او په سمه توګه سرته رسولو به هيڅ واقف نه وي ، د حرام او حلال اسانه توپير به نه شي کولاى ، که وګورې د هيواد په کچه به علمي ډاکټر او انجينېر وي، دهيواد په سطحه به قانون دان او سياسي شناند وي، مګر دده به دلمانځه سورة اخلاص پوره نه وي زده ، که فکر وکړو ددې ټولو تاوانونو سرچينه د اسلامي نړۍ او دمسلمان د ښوونيز نصاب تقسيم او وېش دى.
په اخر کې: د اسلامي نړۍ ځوانانو ته په کار داده چې دوی سره يوشي د اختلافاتو او خرافاتو نه ځانونه وساتي سياسي پوهه ترلاسه کړي خپل ښوونيز نصاب د وخت د پريکړي برابر جوړ او تيارکړي د مسلمان د ماتې بل ستر لامل د ددوی خپلمنځي اختلافات دي تر څو چې په اسلامي نړۍ کې يووالی او صداقت نه وي تر هغو پورې د بل له غلامۍ ځان خلاصول په امکان کې د محال لټولو په مانا ده، موږ به تل دغسې نيمګړي نالوستي او بې مهارته يو مګر تر څو چې مو ښوونځي او خانقاه سره يوکړي نه وي تر څو پوري چې موږ په خپل لاس پوهنتون او مدرسه سره يو نه کړو ، تر هغو پورې پر مسلمان د کاميابۍ او هغه زموږ دخوږ نبي ص رنګه اسلام ناشونی دی.
څښتن تعالی په قرآن کې د مسلمان دنده تسخير کائنات ګرزولې تر څو چې مسلمان د مبلغ او تسخير کائنات وظيفه اجراء نه کړي تر هغو پورې عصريت او نوښت او هغه د قسطنطيې تهذيب هيڅ د را پيداکيدو نه دی ، که مو ځان عيار او تيار کړ هلته بېا هرڅه اسان دي هلته بېا اختراع او تهذيب هيڅ مشکل کار نه دى، هلته بېا د مصر داظهر او د هند د ديوبند رنګه اسلام او اسلامي تهذيب هيڅ ناشونې نه دى بلکه هرڅه به حل او کامياب وي.
اتکړه د اردو هاتکړه ده یعنې هغه کړۍ چې په لاس کې اچول کیږي. انجن یا ماشین په خپل حال پرېښودل په کار دي. یو وخت د لمر تلویزیون بېسوادانو د یو ساعت خبر ترجمه یوه ګړۍ خبر کړې وه چې بده لګېده ځکه ګړۍ د پنجابي ټکی دی خو دوی فکر کاوه چې هر شي کې چې ړ، ډ او ټ وي هغه به پښتو وي.