تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن/سې شنبه/ تایید کړه چې د کابل د انترکانټینینټل هوټل په حمله کې امریکایان هم وژل شوي دي.
تر دې وړاندې امریکا په دې برید کې، چې د شنبې په شپه پیل شو او د یکشنبې تر ماسپښینه یې دوام وکړ، د خپلو اتباعو د وژل کېدو په اړه څه نه و ویلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ونه ویل چې څو تنه امریکایان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د امریکايي او بریتانیايي رسنیو د راپور له مخې، د دغه وزارت یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ویلي چې په برید کې امریکایانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت ویلي چې د هغو کسانو کورنیو ته یو پلاوی د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره لېږي چې عزیزان یې د کابل په حمله کې وژل شوي یا ټپیان دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ۲۲ وژل شویو کسانو کې ۱۴ بهرنیان دي.
مخکې اوکراین ویلي چې ۷ اتباع یې وژل شوي، قزاقستان هم د خپل یوه تبعه وژل کېدا تایید کړې ده.
په همدې حال کې سي بي ایس نیوز تلویزیون وویل چې نن به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کابل په برید کې د وژل شویو امریکایانو شمېر اعلان کړي.