د يو قومندان په ګډون ۹ داعش وسله وال سولې بهير سره يو ځای شول
ننګرهار ولايت ملي امنيت رياست په هلو ځلو د بيروت په نوم يو قومندان په ګډون ۹ داعش وسله وال د يو شمېر وسلو سره سولې بهير سره يو ځای شول.
د معلوماتو له مخې ياد داعش وسله وال د ننګرهار ولايت په اچين، نازيانو، هسکې مېنې، پچير اګام او خوږياڼو ولسواليو کې په تخريبي کړنو بوخت و، چې نن يې له وسله وال مخالفته لاس واخیست او سولې بهير سره يو ځای شول.
دغه وسله والو شپږ ميله کلاشنکوفونه، دوه ميل سل ټکه، يو راکټ انداز، او دوه لاسي بمونه هم ملي امنيت ادارې ته وسپارل.
سولې بهير سره يو ځای شويو داعش وسله والو په خپلو جرمونو اعتراف وکړ او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ کې د عالم شاه په نوم يو وسله وال طالب سولې بهیر سره يو ځای شو او په خپلو تېرو کړنو يې پښيماني څرګنده کړه.
ننګرهار کې سږکال زرګونه جريبه ځمکه کې باغونه جوړيږي
ننګرهار ولايت کرنې رئیس په داسې حال کې چې په کامې ولسوالۍ کې يې د يو پلاوي په ملتيا د تصدیق شوو نيالګيو روزن ځايونو څخه ليدنه کوله وويل، چې سږکال په پلان کې لري، څو په دې ولايت کې زرګونه جريبه ځمکه کې باغونه جوړ کړي.
نوموړي وويل، چې سږکال به د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د شفتالو سربيره د نورو ميوه لرونکو نيالګيو نوي باغونه جوړ کړي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې په ننګرهار کې د شفتالو زيات شمېر باغونه د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لوري جوړ شوي چې د ښه کميت او کيفيت لرونکې ميوه يې ورکړې او ترې لوړ عايد ترلاسه شو دی.
يو وسله وال طالب د اووه ميله وسلو سره ونيول شو
ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ ضمر خېلو او مورکي سيمو کې تېره ورځ ملي او سرحدي پولیسو چاڼيز عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د خالد په نوم وسله وال طالب د اووه ميله وسلو سره يو ځای ونيوه.
د معلوماتو له مخې په ترلاسه شوو وسلو کې دوه کلاشنکوفونه او پنځه ټوپوکونه شامل دي.
له نيول شوي وسله وال طالب څخه پوښتنې روانې دي.
يو سل اووه اتيا کورنيو سره د ژمنيو توکو، اشپز خانې وسایلو او نغدي مرسته وشوه.
ننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست په هڅو د يونيسف او جاپان پليټ فارم موسسې له لوري ۱۸۷ کورنيو سره د ژمنيو توکو، اشپز خانې وسايلو او نغدي مرسته وشوه.
د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې سل کډوالو کورنیو سره د جاپان پلیټ فارم موسسې له لوري نغدي مرسته وشوه.
نوموړي وويل، چې هرې کورنۍ ته شپږ زره اته سوه اتيا افغانۍ ورکړل شوې
ده زيات کړه، چې له چپرهار او خوږیاڼيو ولسواليو څخه پر بې ځایه شوو ۸۷ کورنيو د يونيسف ادارې له لوري ژمني توکي او د اشپز خانې وسایل وويشل شول.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د نظام په ملانړ غونډه ترسره شوه .
په غونډه کې دسره رود ولسوالۍ ولسونو دوسله وال پوځ قربانۍ وستايلې او دهر ډول همکارۍ ژمنه يې وکړه.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د نظام څخه د ملاتړ په غونډه کې د يادې ولسوالۍ ولسونو له شته نظام څخه ملاتړ څرګند کړ.
دجوړې شوې غونډې پرمهال د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات د ولسونو له پراخ ملاتړه مننه وکړه او دولسمشر د حکمونو دتطبيق ډاډ يې ورکړ.
سادات وويل، د سره رود ولسوالۍ ولسونو په هر ډول حالاتو کې د نظام ملاتړ کړي او د خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه يې د خاورې ساتنه کړې او کوي يې .
دسره رود ولسوالۍ د ملکانو شورا رئيس محمد انور اکرام ، عبدالاحد احمدزي او دانکشاپي شورا ريئس سيداحمد فاطمي او يو شمېر نورو ويناوالو دوسله وال پوځ دملاتړ ترڅنګ د دوي دهڅو ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه ،چې دتېر په څېر به خپل نظام تر شاه ولاړ وي .
دغو قومي مشرانو وويل: د سره رود ولسوالۍ ولسونو د ټاکنو پر وخت ثابته کړې چې په هېواد کې ديوه قانوني نظام جوړښت غواړي او د دې ملاتړ په څرګندولو يې ښکاره کړه، چې له خپلو رايو ننګه کوي.
په غونډه کې د ولايت حقوق سلاکار سيداحمد فضلي او د ولسواليو په چارو کې دولايت کارپوه حاجي سبحان الله خطاب د ننګرهار په ځانګړې توګه دسره رود ولسوالۍ له ولسونو مننه وکړه، چې لومړي يې په ټاکنو کې برخه واخيسته او اوس دخپلو رايو په پايله کې دخپل نظام او ولسمشره ملاتړ کوي.
دوي د يادې ولسوالۍ ولسونو ته په خبرو کې د دولت د لويو پروژو چې ننګرهار به يې هم له ګټو برخمن شي يادونه وکړه.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په جلال اباد ښار کې د دغېر اخلاقي فلمونو ، ناسمو تصويرونو او دلوحو اصلاح کمپاين ترسره شو.
د دوشنبې په ورځ د اطلاعاتو او کلتور رياست په مشرۍ ټاکل شوي کميسون په جلال اباد ښار کې د يو شمير مارکيټونو او هټيو کې دلوحو داصلاح ، دغېر اخلاقي فلمونو او افغاني کلتور خلاف عکسونو لرې کولو کمپاين ترسره کړ .
دټاکل شوي کميسون مشر محمدشاه مجروح وويل: له دغه کمپاين يې موخه دغېرې اخلاقي فلمونو، افغاني کلتور خلاف عکسونو او سوداګريزو ځايونو د ناسمو لوحو جوړول دي .
نوموړي زياته کړه روان کمپاين به تر هغه دوام وکړي څو په ياده برخه کې بشپړ اصلاحات راشي.
دکمېسون مسولينو د ترافيکو مديريت او امينه قوماندانۍ څخه د ريکشو پرشاه دافغاني کلتور خلاف عکسونو په سپينولو کې دمرستې غوښتنه وکړه .
په کامې کې د ۱۲ سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت سربند تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ پل ته څېرمه د سربند په سیمه کې د جایکا او PMS مرستندویه ادارو په مالي مرسته د یو میلیون او دوه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت یو سربند تر جوړیدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد سربند چې په لس جریبه ځمکه کې د ۲ کلونو په موده کې جوړ شوی،۳۵ زره جریبه ځمکې د خړوبیدو ظرفیت لري او شاوخوا ۵۵ لوی کلې به هم د اوبو څخه برخمنې شي.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د کامې ولسوال عطاالرحمن هډه وال،د ولایتي شورا غړو ډاکټر ناصر کاموال او مهدي پاچا،د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال،په دې ولایت کې د جایکا ادارې مسؤل ډاکټر ضیا او د PMS ادارې مشر ډاکټر ناکاموره او سلګونو د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو.
د یادو مراسمو په څنډه کې د ولایتي شورا غړو او کامې ولسونو له لورې د PMS مرستندویه ادارې مشر ډاکټر ناکاموال کړنې وستایلې او نوموړي ته یې د پښتنې دود لونګۍ په سر کړه .
د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د غټو تیږو دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په میرانو کلي کې د افغان ایډ مؤسسې د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت یو بلډروال ( د غټو تیږو دیوال ) چې ۲۹۲ متره اوږدوالی،۶ متره پلنوالی او ۳ متره لوړ والی لري،د شاوخوا درې میاشتو په موده کې جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو .
د یادې دیوال په جوړیدو سره به په سیمه کې سلګونه جریبه ځمکه او کورونه د سیلابونو له خطر څخه وژغورل شي .
د ننګرهار پوهنتون او بشر حقونو خپلواک کمېسون تر منځ د ګډو همکاريو تړون لاسليک شو
د نوموړي تړون له مخې به ننګرهار پوهنتون د بشر حقونو اړوند موضوعات په خپلو علمي او تدريسي برنامو کې شاملوي.
د تړون د لاسليک پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د نوموړى هوکړه ليک پر ارزښت خبرې وکړې او ياد تړون يې د پوهنتون لپاره يوه علمي لاسته راوړنه وبلله چې له مخې به يې د اړوندو پوهنځيو محصلان د بشر حقونو له مفهوم، د بشري حقونو فرهنګ ترويج او غښتلتيا، د قانون حاکميت او ملي وحدت له مفاهيمو سره اشنا شي.
د بشر حقونو خپلواک کمېسون د ننګرهار سيمه ييز دفتر مشرې اغلې صبرينې حميدي هم له پوهنتون سره د شوي تړون په لاسليکولو د خوښۍ څرګندونه وکړه او دغه راز يې د ننګرهار پوهنتون د تېرو همکاريو چې له ياد کمېسون سره يې کړي، مننه وکړه.
پولیسو ۱۱۴ کیلو ګرامه چرس تر لاسه او درې تنه یې د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي.
ننګرهار ولایت پولیسو د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه د څه موده وړاندې غلا شوي موټر سایکلو د غلا په تور نیولي،همدا راز یې د سره رود او روداتو ولسوالیو په مربوطاتو کې ۱۱۴ کیلو ګرامه چرس کشف او تر لاسه کړي دی .د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتو امر حضرت حسین مشرقیوال وایي، پولیسو د سره رود ولسوالۍ درونټې په سیمه کې د پلټنې پرمهال په یو عراده کرولا موټر کې یو اویا کیلو ګرامه چرس کشف او تر لاسه کړي .نوموړي زیاته کړه، تر لاسه شوي چرس په ډیر مهارت سره په یاد موټر کې ځای پرځای شوي وو،چې غوښتل یې د کابل ولایت څخه یې ننګرهارته ولیږدوي،چې په تور یې د اجمل په نوم یو تن هم ونیول شو.نوموړی زیاتوي ، د شاهرا قطعې پولیسو د روداتو ولسوالۍ غازی امان الله خان ښارګوټي کې د ګزمې پر مهال په یو عراده اشټرنګي ریکشا کې ۴۳ کیلو ګرامه چرس هم کشف او ترلاسه کړي دي .
د ختیځ میډیکل کمپلکس لومړۍ برخې چارې بشپړ شوي او ډیر ژر به پرانیستل شي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کامه وال په ختیځه سیمه کې د سویډن کمیټي د Disability پروژې مشر فرید الله مشفق ، د زون په کچه د منابع بشري مسؤل محمد عارف عادل او د یادې کمیټې د روغتیا برخې مسؤل لایق الله عبیدي سره یادې پروژې د ژر پیل په موخه ناسته وکړه.ډاکټر نجیب الله کامه وال وایي: د ختیځ میډیکل کمپلکس لومړۍ برخې چارې بشپړې شوي او ډیر ژر به پرانستل شي.نوموړې زیاته کړه، یاده پروژه درې برخې لري:فیزوتراپي، ارتوپیک ورکشاپ(د مصنوعي غړیو جوړول) او د معلولینو لپاره د وسایلو (ویل چیر، امسا او چوکیو جوړولو) ورکشاپ شامل دي.مسؤلین وايي د یادې پروژې چارې د یو نیم کال په اوږدو سرته رسیدلي او ډیر ژر به یې عملاً ګټې اخیستنې ته وسپاري.
د دولتي ځمکو د غصب مخنيوي په موخه د ۷ ولايتونو لپاره په ننګرهار کې ځانکړې محکمه رامنځ ته شوه.
مسولين وايي : په ياده محکمه کې به د لس جريبو او له لس جريبو څخه پورته دولتي ځکمو غصب قضيو ته رسيدګي کېږي .په همدې موخه د ننګرهار په استيناف محکمه کې په جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيار عبدالولي قاضي زاده ديادې محکمې د رامنځ ته کيدو مکتوب ولوست او دغونډې ګډون والو ته يې درامنځ شوې محکمې په اړه معلومات ورکړل .قاضي زاده وويل د دولتي ځمکو د غصب مخنيوي په موخه دغه ځانګړې محکمه به د ننګرهار په ګډون ، کونړ ، نورستان ، لغمان ، خوست ، پکتيا او پکتيکا ولايتونو د لس جريبه او له لس جريبو پورته غصب شويو ځکمو حقوقي او جزايي قضيو ته رسيدګي کوي .دننګرهار استيناف محکمې رئيس په ننګرهار کې د دولتي ځمکو په غصب اندېښنه وښوده او له اړونده ارګانونو يې غوښتنه وکړه ، چې دعاملينو په نيولو کې لاس په کار او دې موضوع ته جدي رسيدګي وکړي.په غونډه کې دننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس احمدخالد اوريا ددغه ځانکړې محکمې په رامنځ ته کيدو خوښي وښوده ، چې په خبره يې له دې سره به دغصب لويو قضيو ته رسيدګي وشي او د دولتي ځکمو دغصب په برخه کې به ګټورې پايلې ولري.دغه راز د عدليي رياست استازي او د دولت دقضاياو امر او ځېنې نورو ويناوالو د دولتي ځکمو دغصب ځانګړې محکمې په رامنځ ته کيدو خوښي وښوده خو د دولتي ځمکو دغصب په مخنيوي کې يې داجرايه قوې په ګډون د کانال ، اراضۍ رياستونو او نورو اړونده ارګانونو په اجراتو نيوکه وکړه ، چې په خبره يې څنګه ، چې لازمه ده په دې برخه کې هغسې اجرات نه دي کړي .ويناوالو له يادو ادارو غوښتنه وکړه ، چې په دې برخه کې لاس په کار او د دولتي ځمکو لوی غاصبين ونيسي او عدليي او قضايي ارګانونو ته يې وسپاري.په غونډه کې داراضۍ او کانال رياست استازو دغونډې دويناوالو نيوکې پرځای وبللې خو داجرايه قوې له اجراتو يې ناراضايتي وښوده خو دتېر په څېر يې يو ځل بيا ژمنه وکړه ، چې دنوې محکمې په ايجاد سره به لويو قضيو ته رسيدګي وکړي.
په چپرهار کې د اساسي قانون په ملاتړ غونډه وشوه
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ مقام کې د سلواغې په دويمه د اساسي قانون په ملاتړغونډه وشوه، چې پر مهال يې د يادې ولسوالۍ د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو سربيره قومي مشرانو، جهادي قومندانانو، علماء کرامو او نورو ګډون کړی و.
د چپرهار ولسوال معلم معشوق وويل، چې اساسي قانون د اسلامي حکمونو په رڼا کې جوړ شوی، ترې ملاتړ او تطبيق يې د هر افغان دنده ده.
نوموړي وويل، چې که مونږ د اساسي قانون ملاتړ وکړو او پر ځان يې تطبيق کړو؛ نو نه يواځې داچې د جرمونو مخه به نيول شوي وي؛ بلکې خلک به مو پرمختګ څخه هم برخمن شي.
ده پر ولسونو غږ وکړ، چې د اساسي قانون ملاتړ وکړي او په تطبيق کې يې له حکومت سره همکاري وکړي.
د دغه غونډې پر مهال علماء کرامو، قومي مشرانو او جهادي قومندانانو اساسي قانون د نړۍ تر ټلو قوانينو ښه قانون ياد کړ او ترې ملاتړ يې څرګند کړ.
دوی له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د ياد قانون په تطبيق کې جدي هڅې وکړي، څو نظام پياوړی او منظم شي.
ډير ښه خبرونه لوستلو یی خوند وکړ