د غلو، د ولس لوټونکو او تش په نوم د قومي ټيکه دارانو په ختمولو پسې چې ولسمشر غني رااخيستې ده، دا يې د ولس د زړه کار کړى دى او تراوسه پورې په دې لړ کې بريالى هم ښکاري. ځکه که يوې خواته هغه ټول تش په نوم سياسيون خلکو ته څرګند شول، نو بلخوا چې هر څومره چيغې دې خلکو ووهلې، خو اخر هم په کور کېناستل.

اوس ولس غله هم پېژندلي دي او خدمتګاران يې هم پېژندلي دي، اوس ولس په دې پوه شوى دى چې کوم څه د دې هېواد په ګټه دي او کوم څه يې په زيان دي، نو اوس يو څوک ولس نه شي ګمراه کولاى.

خو که د ملي يووالي حکومت مشرتابه په دې اړه هم فکر وکړي، چې دا تش په نوم ټولنې او بنسټونه مهار کړي، ځکه چې په مرکز او ولايتونو کې ځينې ټولنې او بنسټونه کار کوي، چې بس يو څو تنه راغونډ شوي دي او په يو نوم او په بل نوم يې ټولنې او بنسټونه جوړ کړي دي، چې يو شمېر يې دولت تخريبوي او په ولس کې غلط پوهاوى خوروي.

دا ټولنې او بنسټونه بيا له ولايتي ادارو او نورو ځايونو څخه باج غواړي، سهم غواړي او په هر څه کې خپله برخه غواړي، که ور نکړل شي، نو بيا دوى د دولت او ادارې په تخريب پسې لګيا شي، حال دا چې د دوى شاته د ولس نه لس کسه هم نه وي ولاړ، خو دوى بيا د دښمن د ګټې لپاره کار کوي.

د زيات شمېر بنسټونو او ټولنو خو مرام نامه هم نه ده معلومه، چې دوى د څه لپاره دا ټولنې او بنسټونه جوړ کړي دي، دا هم نه ده معلومه چې دوى ته پېسې له کومه راځي، بيا چې دوى ته يو کس پېسې ورکړي، دوى ورته غونډې جوړوي، مډالونه ورکوي، حال دا چې هغه سړى هر څه کوي، دوى يې تر شا ودرېږي، خو که دوى ته پېسې ورنکړل شي، برخه ورنکړل شي، نو دوى بيا په دولت او اداره پسې چې هر څه وايي، څوک يې مخه نه نيسي.

موږ دا نه وايو چې دولت کې هر څه سم روان دي، دولت کې هم ستونزې شته، ستونزې به وي، خو دا داسې ستونزې نه دي، چې خداى مه کړه دولت دې له منځه ولاړ شي او يا دې هم په دولت پسې داسې تخريب پيل شي، چې د دښمن په ګټه وي، ځکه همدا نظام دى چې موږ پکې په ارامۍ ژوند کوو، خداى مه کړه که چېرته دا نظام ړنګ شو، نو يو ځل به بيا موږ هماغه وخت ته لاړ شو، چې په هره کوڅه او هر ځاى کې به جنګونه و او د هيچا سر او مال خوندي نه و.

په نړۍ کې د هر يو څيز په اړه قانون جوړ شوى دى، تر دې پورې چې د ټولنيزو رسنيو په اړه هم قانون جوړ شوى دى او که چا يو د يو چا پر ضد غلطه څرګندونه هم وکړه، نو هغه کولاى شي چې محکمې ته يې راکش کړي، خو دلته بيا داسې نه شته، هر سړى چې په ټولنيزو رسنيو کې فعال دى، که د هر چا پر ضد يې تخريب وکړ، څوک يې پوښتنه نه کوي، يو شمېر خلک شته چې په ټولنيزو رسنيو دولت تخريبوي، خو څوک ورته غږ نه کوي.

دولت ته نه دي پکار چې داسې دې د هر چا په خبرو ځان غلى واچوي، پکار ده چې کوم څوک داسې څرګندونې وکړي، چې هغه دولت تخريبوي يا هم د ولس ګمراه کوي او يا هم د دښمن په ګټه لګيا وي، نو دولت ته پکار دي چې هغه سړى ونيسي، مالوم يې کړي، چې د چا لپاره کار کوي او ولې تخريب کوي.

نو کومې ستونزې چې شته، د هغې د حل و فصل لپاره به ټول په شريکه کار کوو، خو تش په نوم ټولنې، بنسټونه او هغه خلک چې نظام تخريبوي او ولس ګمراه کوي، د نورو خلکو لپاره کار کوي او د دښمن په ګټه لګيا دي، دولت دې هغه خلکو نه پوښتنه وکړي، د قانون منګولو ته دې يې وسپاري او د داسې کارونو مخنيوى دې وکړي.

One thought on “د نظام تخريبوونکو نه پوښتنه پکار ده | بريالى زمرى”
  1. زمری صاحب هغه بی امنی ساحی ته اشاره کړی چی خورا ډیره مهمه او د توجه وړ ده ، دلته دود ګرځیدلی چی هر څوک د شخصی او حزبی ګتو لپاره ډیر چغیږی چی ملی ګټو سره ټکر لری او نفاق تشدیدوی . فکر کوم چی لاندی ټکی به اړین وی
    که هره ټولنه یاحزب ، ملی اخلاق یا ملی ګټو ته پاملرنه نکوی په تدریجی طور له تنبیه ،توصیه…………اخطار نه وروسته باید فعالیت یی غیر قانونی او وتړل شی ، ځکه فعالیت یی ملت ته مفید ندی
    دوهم: وزارت عدلیه که احزاب او ټولنی څارلی او ارزیابی کولی نشی نو معنای داده چی نفاق تشدیدوی یا دملی ګتو خلاف ، جرمی تجارت ته زمینه مساعدوی ، باید جرمی تجارت او معاملی په دغه ساحه کی متوقف شی.
    دریم: که یو مامور د دولت بلندرتبه یا پایین رتبه دخپل صلاحیت نه د ټولنی یا حزب په ګټه کار اخلی او تدریجا د اصلاح وړ نه وی بایدمنفک او بلک لست شی ځکه په تیرو ۳۰ کلو کی ملت دداسی څوک مثال نلری چی حزبی او ملی اخلاق ولری
    نوکه ټول ملت او خصوصا مشران او علما دملی ګټو خیال وساتی نو بیا څوک هم ددولتی منصب یا یو ولایت غصب ته سترګی نه څیروی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *