تاند- په فراه کې یو شمېر کسانو په خپل ولایت کې د ناامنۍ په نوم د والي پر ضد مظاهره وکړه.

راپورونه وايي چې مظاهره هغه مهال په تاوتریخوالي بدله شوه، چې دواړو خواوو پر یو بل ډزې وکړې.

ویل کېږي چې لږترلږه ۷ تنه ژوبل شوي دي.

د مظاهرې په لړ کې هوايي ډزې هم شوي دي.

دا لا څرګنده نه ده چې ډزې دواړه خواوې کوي او که یوازې امنیتي ځواکونه.

دا مظاهرې وروسته له دې وشوې چې د فراه ولایت د مرکز لمنو ته د دولت وسله وال مخالفان ورسېدل.

مظاهره چیان ولایتي اداره په بې کفایتۍ تورنوي او د والي د برطرفۍ غوښتنه کوي، خو والي وايي چې امنیتي چارې له امنیتي چارواکو سره تړاو لري.

پرون لوی درستیز او یو شمېر نور امنیتي چارواکي فراه ته تللي وو چې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د فراه بازار بند دی، په ښار کې خلک نه لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *