تاند- راپورونه وايي، د غور ولایت په یوه جومات کې د انتحاري حملې په نتیجه کې شاوخوا ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
راپورونه وايي چې دا برید نن /چهارشنبه/ د غور د دولینه ولسوالي د شیعه ګانو په یوه جومات کې شوې ده.
ویل شوي چې انتحاري حمله کوونکي د هغو خلکو په منځ کې ځان الوزولی چې د لمانځه لپاره په جمع ولاړ ول.
لومړني راپورونه وايي چې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.
ګومان کېږي چې د تلفاتو شمېر به تر دې زیات شي ځکه چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی.
افغان چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.