تاند- د امریکا بې پېلوټه الوتکو نن /چهارشنبه/ سهار په کورمه ایجنسۍ کې د حقاني شبکې د یوه قوماندان پر کور برید وکړ چې په نتیجه کې یې لږترلږه دوه تنه وژل شوي دي.
د حقاني شبکه په ۲۰۱۴ م کال مخکې تر دې چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړي، کورمې ایجنسۍ ته انتقال کړای شوه.
د پاکستان دولتي سرچینې وايي چې دا برید د کورمې ایجنسۍ پر سپین ټن نومې سیمه وشو او دوه تنه پکې ووژل شول.
راپورنه وايي چې په وژل شویو کې د حقاني شبکې یو قوماندان شامل دی.
شاهدان وايي چې بې پېلوټه الوتکه، وروسته له دې چې دوه توغندي یې وویشتل، ۱۵ دقیقې د قوماندان پر کور ولاړه وه.
وروسته له دې چې امریکا پاکستان ته نژدې ۲ ملیارد ډالره پوځي مرسته وځنډوله، پاکستان اعلان وکړ چې نور به اجازه ورنه کړي چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې د پاکستان په قلمرو کې عملیات وکړي.
دا په روان میلادي کال کې، چې نن یې ۲۴ مه ده، د امریکا د بې پېلوټه الوتکو دوهمه حمله ده چې پر کورمه ایجنسۍ یې کوي.