په پکتیکا کې د پاکو اوبو رسونې د دوو پروژ چارې پیل او ترڅنګ یې د یوه استنادي دیوال د جوړېدو چارې بشپړې شوې.
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او مټاخان ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسونې د دوو پروژ چارې د د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت له لوري چهارشنبې په ورځ پېل شوې او ترڅنګ یې د یوسل شل متره استنادي دیوال ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پاکو اوبو رسونې دغه دوه شبکې چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې پیل شوې یوه یې د پکتیکا پوهنتون د شپه غالي او بله یې د مټاخان ولسوالۍ د مرکزي لېشې لپاره جوړیږي چې زرګونه زده کوونکي به له دغو پاکو اوبو څخه استفاده کوي.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یادو پروژو د بنسټ ډبرې ايښودو پرمها وویل د دغو شبکو په جوړېدو سره به د پکتیکا پوهنتو او مټاخان مرکزې لېسې د زرګونه زده کوونکو د پاکو اوبو په برخه کې شته ستونزې هواري شي او دوی ته به د پاکو اوبو د سهولت زمینه برابره شي.
وحدت وایي موږ متوازن انکشاف ته ژمن یو او هڅه کوو د پکتیکا ولایت ټولو برخو ته د پلان مطابق وخت په وخت خدمات وړاندي کړو.
وحدت وایي د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو کې یې د پاکو اوبو رسنونې شبکې جوړې او په ډیر نورو سیمو کې په یې په راتلونکې کې جوړې کړي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس نجیب الله جاهد وایي په پکتیکا کې یې د تیر په څیر د دوو بېلا بېلو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې او ترڅنګ یې یوه استنادي دیوال چې یو سل او شل متره اوږدوالي لري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې په ټولو پروژو یې د یولس میلیونه افغانیو لګښت راځي.
جاهد وایي دو لایتي ادرې په همکاري به د دغه ولایت په ټولو سیمو کې د ولسونو له غوښتنو سره سم د پاکو اوبو رسونې سهولتونه برابر کړي او د هغو دغې ستونزې ته په د پای ټکی کیږدي.
په درناوي
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر