تاند- سپینه ماڼۍ وايي، د افغانستان د بلخ د والي د چوکۍ پر سر روانه لانجه له نژدې څاري.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې په دې اړه ویل شوي، امریکا له ټولو خواوو غواړي چې نوي والي ته د واک سپارلو په اړه جنجال ژر او په سوله ییز ډول حل کړي.

سپینې ماڼۍ په دې برخه کې ځنډ د افغانستان د دښمنانو او تروریستانو په ګټه بللی دی.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي ، دا لانجه باید په داسې ډول حل شي چې افغانان مطمین شي چې نوی والي امنیت ټینګوي د ملي یووالي حکومت د دوی په وړاندې پر خپلو ژمنو عمل کوي.

د سپینې ماڼۍ په وینا د دې مسلې په حل کولو کې تاوتریخوالي ته ځای نشته او هره خوا چې د دې مسلې حل ځنډوي، خپلې ګټې د افغانستان د خلکو تر ګټو غوره ګڼي.

په همدې حال کې عطا محمد نور د خپلې استعفا په اړه د مرکزي حکومت پرېکړه نه مني او وايي چې لا هم د بلخ د والي په توګه کار ته دوام ورکوي.

سپینه ماڼۍ همداراز وايي چې دا مسله باید د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي.

3 thoughts on “سپینه ماڼۍ وايي، باید د بلخ نوي والي ته ژر او په سوله ییز ډول واک وسپارل شي”
  1. نړیوال وای عطامحمد نور یو ټوپک سالار او جنګی مجرم دی، بس دی دکولاب څخه مو راوست او والی مو تری جوړ کړه، په ولایت کی یی میلیاردونه ډالره هم غلا کړل، نور دغه سړی نه نړیوالو ته او نه نور افغانانو ته د زغم وړ دی.
    فکر کووم چه عطآ نور څارنوالی او محکمی ته هم معرفی شی.

  2. سپینه ماڼۍ ګوره او عطانور غوندې شغال، د پشکې نه پړانګ جوړوی، اوس به یی ټیز په تبر نه غوڅیږي چې خبره مې تر سپينې ماڼۍ ورسېده، او دا دی د ټرامپ سره یی هم ډغرې وهم – اوس یې که لرې هم کي، د هیڅ نه یې شخصیت جوړ کړ راتلونکو انتخاباتو ته

  3. پداسې حال کې چې د وطن دښمنان هره ورځ په مختلفو بانو سره زمونږ د هېوادوالو ژوند ترې اخلي ، مضره ګاونډیان د هېواد د ستونزو نه په استفادې سره تروریستان زمونږ خاورې ته را ليږې ، د بلخ پخواني والي ښاغلي عطا محمد نور یو اضافي مشکل خپلو خلکو او دولت ته جوړوي.
    د داسې یو مبهم حالت دوام هره ورځ په زرګونو افغانۍ دولت او ولس ته تاوان وراړوي ، سیاسي زعامت او د افغانستان د ورونو خلکو ترمنځ د بې اتفاقي سبب کيږي او د هغه وروستۍ ویناوې د ځوانانو د غوسې او کرکې سبب ګرځي . بنا دولت ته لازمه ده چې هغه ته جدي اخطار ورکړل شي او که نور هم خپل لجاجت ته دوام ورکوي ، باید د عدلي او حقوقي ارګانونو له خوا تر مواخذې او تحقیق لاندې ونیول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *