د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې ته د ټیلیفون په کرښه د هغوی د بریا مبارکي وویله. اجرائيه رئیس وویل، چې د کرکټ ځوانانو په خپلې وړتیا او هڅو سره افغانستان د اتلانو په کتار کې راوست.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې نیوزلنډ په کرکټ کې یو له غښتلو لوبډلو څخه ده او د افغانانو بریا د نیوزلنډ پر وړاندې د دې زېری راکوي چې افغان لوبډله به ښه راتلونکی ولري.
هغه د دې بریا له امله ټولو افغانانو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، سره له دې چې پر افغانستان د وروستیو خونړیو بریدونو له امله د ویر څپې خپرې دي؛ خو د کرکټ لوبغاړو پر افغانانو خوښي وویشله او موسکا یې خپره کړه