سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د تورخم جلال اباد د دویم لين سړک قراردي شرکت مسئولینو سره د ناستې پرمهال دوی ته د سړک د پاتې چارو د ګړندیتوب سپارښتنه وکړه.دغه ناسته د سلواغې په ۵ مه ولایت مقام کې ترسره شوه ، چې پرمهال يې ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سربیره امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي، په دې ولایت کې د پاکستان هېواد قونسل عارف بيټني، د ټولګټوچارو رئیس ضابط خان منګل او د سړک قراردادي شرکت مسئولینو ګډون کړی و.د تورخم جلال اباد د دویم لين سړک قراردادي شرکت مسئول مجیب الرحمن وویل، چې درې کاله وړاندې يې د سړک جوړیدو چارې پیل کړي ، چې تردې مهال د سړک ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوي او پاتې چارې به د روان عیسوي کال تر اپریل میاشت پورې بشپړې شي.نوموړي د سړک پاتې چارو پر وړاندې د امنیتي ستونزو په حل کې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل په یاده سیمه کې اقتصادي مافیا په یو او بل نوم د ټولکټو پروژو مسئولین ننګوي ا غواړي د دې لارې ستونزې رامنځته او د پروژو چارې ټکنۍ کړي.نوموړي د سړک قراردادي شرکت مسئولینو ته ډاډ ورکړ، چې سيمي ته به یو امنیتي ګډ پلاوی واستوي څو د منظم پلان له مخې د سړک د پاتې چارو پروړاندې امنیتي ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.ننګرهار والي همدا راز وویل، چې د تورخم جلال اباد د دویم لين سړک چارو د ځنډ له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي نو په همدې اساس یې د سړک قرار دادي شرکت مسئولینو ته د سړک د پاتې چارو د ګړندیتوب جدي سپارښتنه وکړه.د ننګرهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وویل د سړک کارونکو امنیت ساتل يې مسئولیت دی نو په همدې اساس یې د سړک پروژې د کار کوونکو د امنیت خوندیتوب پوره ډاډ ورکړ.په جلال اباد ښار کې ديني علماوو او د ښار يو شمير استوګنو د باران د ورښت په موخه د استسقاء لمونځ اداء کړ.د باران د ورښت په موخه د استسقاء لمونځ نن پنجشنبه په شيزري لوبغالي کې ادا شو ، چې د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د يو شمير ادارو مسولينو سربيره ديني علماوو او د جلال باد ښار استوګنو پکې برخه اخيستې وه.د استسقاء د لمانځه تر ادا وروسته د باران د ورښت لپاره د پروردګار درباره ته د دوعا لپاره لاسونه لپه شو .د ننګرهار د حج او اوقافو ريس مولوي عبدالظاهر حقاني وويل، د استسقاء لمونځ نن په ټول هيواد کې د ولسمشر محمد اشرف غني په هدايت او د حج او اوقافو وزارت په لارښوونه دباران د ورښت په موخه ترسره کيږي.نوموړی وايي ، د استسقاء لمونځ د اسلام دستر پيغمبر حضرت محمد (ص) يو سنت عمل دی چې په وينايې يو وخت صحابه کرام د اوبو له قهتۍ سره مخامخ شو ،چې هغه مهال حضرت محمد ص د استسقاء لمونځ اداء کړ او رب العزت د رحمت باران شروع کړ .نوموړي واېي د استسقاء معنی دوعا ده چې په دې کې پاک رب ته عاجزي او سرټيټيږي.د استسقا د لمانځه ګډونوالو د الله ج له دربار څخه د باران د ورښت غوښتنې ترڅنګ په جلا ل اباد ښار کې د تيرې ورځې ترسره شوې بريد له امله شهيدانو ته د جنت الفردوس او ټپيانو ته د بيړنۍ روغتيا هيله وکړه.

د لومړي ځل لپاره د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت ننګرهار کمرک د ښاري برېښنا سره د نښلولو پروژه پیل شوه .ننګرهار ولایت کمرک ریاست کې د نړیوال بانک په ۲۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت د لومړي ځل لپاره ننګرهار ګمرک د ښاري برېښنا سره د نښلولو پروژه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوه .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادې پروژې د پیل پر مهال وویل،د نړیوال بانک په ۲۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت د ننګرهار کمرک د ښاري برېښنا سره د نښلولو پروژه د لومړي ځل لپاره پیل کوي،چې د ۴ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړي شي .هغه زیاته کړه،د دې پروژې په ګټې اخیستنې سره به ۶۳۰ کیلو واټه برېښنا د ننګرهار کمرک ته ورکړل شي،چې په دې برخه کې به یې ټولې ستونزې حل او د خلکو کارونه به په چټکۍ سره ترسره کړي .ننګرهار والي وویل، د جمهور رئيس د ځآنګړې پاملرنې له امله به ډیر ژر دې ولایت کې د برېښنا په برخه کې ګڼ شمیر پروژې پیل شي .د ننګرهار ګمرک رئیس الهام الدین مظهر وویل،تر دې وړاندې یې د جنراتور په وسیله خپلې ادارې چارې سمبالولې،چې له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ وو،خو زیاته یې کړه،چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به د برېښنا په برخه کې د دوی بنیادي ستونزې حل شي .هغه ډاډ ورکړ،چې د پروژې په بشپړیدو سره به یې کارونو کې چټکتیا او شفافیت د رامنځته کېدو ترڅنګ په عوایدو کې زیاتوالی هم راشي .د ولایتي شورا غړي محمد اجمل عمر د یادې پروژې په پیل کېدو خوښي وښوده او هیله یې ښکاره کړه،چې د پروژې په پلي کېدو سره به سوداګرو ته د پام وړ سهولتونه رامنځته شي.هغه همدا راز د برېښنا ریاست څخه مننه وکړه،چې په نږدې را تلوونکې کې په جلال اباد ښار کې د شل میګاواټه په ظرفیت د برېښنا نوي ترانسفرمر په فعالولو سره د ښاریانو ستونزې حل کړي .د ننګرهار د برېښنا رئیس امید صباح وویل، د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال به د برېښنا لینونو د غځولو په موخه ۱۲۵ پایې او د ۶۳۰ KBA په ظرفیت د برېښنا یو ترانسفرمر نصب کړي،چې په فعالیتو سره به یې د ګمرک ریاست د برېښنا هر ډول ستونزه حل شي .د یادو مراسمو پر مهال قومي مشر حاجي حیات،د سولې ولایتي کمیټې مشر حاجي ملک نظیر،د ټولګټو چارو او د کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو رئیسانو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.

د ننګرهار دیني عالمان په ټوله اسلامي نړۍ کې د ځانمرګو بریدونو تر سره کول او د مسلمانانو وژل ناروا عمل یاد کړ او جلال اباد ښار کې د ماشومانو د ساتنې پر ادارې ترهګریز برید د اسلامیت او انسانیت ضد عمل وګڼلو.ننګرهار ولایت مرکز د جلال اباد ښار په دریمه حوزه کې تېره ورځ د ماشومانو د ساتنې پر ادارې ځانمرګي او ډله ییز برید ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه،چې د ترسره شوو تروریستي بریدونو د غندنې په موخه د سلواغې په ۵مه د هېواد وتلي دیني عالم مولوي عبدالظاهر حقاني په مشرۍ مطبوعاتي کنفرانس ورکړ.د ننګرهار حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني او نورو دیني عالمانو د خبرو پر مهال د خلکو په منځ کې چاودنې د اسلامي احکامو په رڼا کې حرامې وبللې او عاملین يې د اسلامي له دایرې وتلې یاد کړل .نوموړی زیاتوي د اسلامي احکامو پر بنسټ پر ماشومانو شفقت او ترحم د هر انسان دنده ده، برعکس پر دوی ظلم حرام دی،خو په وینا یې د ماشوم د ساتنې پر ادارې برید د نړیوالو استخباراتي شبکو دسیسه ده او ټینګار یې وکړ، چې دښمن نه غواړي ترڅو زمونږ هېواد پر ځان بسیا شي.نوموړي پر ولسونو غږ وکړ، چې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې دې په کلکه ودریږي او د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ دې وکړي چې له ظلم څخه وژغورل شي او همدا راز یې په ټوله اسلامي نړۍ کې د ځانمرګو بریدنو تر سره کول او د مسلمانانو وژل ناروا عمل وګڼلو .په ورته وخت کې مولوي نثار احمد پاچا بیا وايي، زمونږ د هېواد او اسلام دښمنان نه غواړي چې افغانستان له روان بهران څخه ووځي.دی وايي د خپل هېواد نه دفاع کول تر ټولو افضل او غوره عمل دی، باید افغانان په اتفاق د دې هېواد ساتنه کې فعاله ونډه واخلي.نوموړی پر عامو خلکو غږ کوي، چې د شکمنو کړنو لیدلو پر مهال دې افغان امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.هغه په ننګرهار کې د علماؤ کرامو په استازیتوب وویل : (( مونږ علماء د خپلو وسله والو ځواکونو بشپړ ملاتړ کوو او د وسله وال پوځ قرباني ستايو چې د خپل هېواد نه دفاع کوي.))یو بل دیني عالم مولوي حبيب الله وويل،د الله ج د لارښوونې له مخې د یو انسان وژل په اصلیت کې د ټول انسانیت وژنه ده .ده وويل، چې افغانانو په ډېرو سيمو حکومت کړی دی او هيچا ته به تسليم نشي او له ټولو علماء کرامو او هېوادوالو یې وغوښتل، چې سره يو شي او د هېواد دښمنانو مخه ونيسي.د ننګرهار دیني عالمانو تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له لورې د ماشومانو د ساتنې ادارې د ۴۵ کارکوونکو د ژوندي ژغورلو له امله قدرداني او ستاینه وکړهپه جلال اباد ښار کې د خونړۍ تروریستي پېښې پلان شنډ کړای شو.د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې مهم غړي اسرارالله،چې مشهور په لړم دی او د لوګر ولایت اصلي اوسیدونکی دی،پلان درلود،چې جلال اباد ښار ته د وسلو او مهماتو په را لیږدولو سره په دې ښار کې خونړی تروریستي پېښه ترسره کړي،چې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې یې پلان شنډ او لړم د یو عراده کرولا ډوله موټر،یو میل را کټ او شپږ د راکټ مرمیو سره په سره رود ولسوالۍ کې ونیول شو.نوموړي پخپل جرم اعتراف کړی او زیاته کړې،چې پلان یې درلودو،ترڅو جلال اباد ښار ته وسلې او مهمات ولیږدوي او په ډیر نږدې وخت کې په دې ښار کې د نورو ملګرو له لورې تروریستي برید ترسره کړي.

شپږ داعش وسله وال ووژل شول .ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ مامند درې سیمه کې د تېره ورځ د هوایي برید په ترڅ کې ۶ داعش وسله وال ووژل شول،چې ټول وژل شوي کسان د باجوړ اوسیدونکي دي .په همدې حال کې پولیسو د سره رود ولسوالۍ او جلال اباد ښار په مربوطاتو کې درې تنه د نشه یې توکو اړوند قضیې په تور نیولي،چې دا مهال ترې پوښتنې جریان لري .د یو بل خبر له مخې د نازیانو ولسوالۍ په مربوطاتو کط د حلیم په نوم یو وسله وال طالب د یو میل کلاشینکوف سره یو ځای د سولې بهیر سره د یو ځای کېدو په پار پولیسو ته ځآن تسلیم کړی او د تل لپاره یې د جګړې څخه لاس واخیست .همدا راز امنیتي منسوبینو د غني خیلو ولسوالۍ په مارکو بازار سیمه کې د پلټنو پر مهال دوه سوه پنځوس کیلو ګرامه تریاک کشف او تر لاسه کړل .په اچین کې د یو میلیون او درې سوه زره افغانیو په پانګونې سره د افغان رو په نوم د عطرو فابریکې تولیداتو بهر ته صادریږي .ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د افغان رو په نوم د عطرو توليد فابريکه فعاليت کوي، چې عطر يې د هېواد سربيره بهرنيو هېوادونو ته هم صادريږي او په بهر کې ښه بازار لري.دغه فابريکه په ۲۰۰۴ ميلادي کال کې د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کهي بازار کې د جرمن اګرو اکشن موسسې له لوري د يو ميليونه او درې سوه زره افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.اوسمهال دغه فابريکه د رو شرکت له لوري پرمخ وړل کيږي او دغه فابريکه په همدې نوم سره ياديږي.د يادې فابريکې مسئولين وايي، چې په دغه فابريکه کې اته تنه مسلکي کسان کار کوي، چې د ښه کيفيت عطر توليدوي.دوی وايي، چې د ننګرهار ولايت بېلابېلو سيمو څخه ورته د ګلابو تازه ګلان راوړل کيږي او بيا له ځانګړې پروسې وروسته ترې عطر تولیدوي.دوی زياتوي، چې د عطر توليد يې د ګلاب ګل د سيزن پر مهال زيات وي او وروسته له ساتل شوو تازه ګلانو څخه کار اخلي.د فابريکې مسئولين وايي، چې عطر يې د هېواد سربيره بهرنيو هېوادونو ته هم صادريږي، چې په بهر کې خو را ښه بازار لري.دوی وويل، چې تولید يې خالص د؛ نو له همدې امله يې خلک خوښوي او ډېر پلورل کيږي.دوی له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې ورته د برېښنا او نورو برخه کې سهولتونه برابر کړي، څو خپل تولیدات لا زيات او کيفيت يې لوړ کړي.

په روداتو ولسوالۍ کې د ۵ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د څادر جوړونې ۵ فابریکې فعاله شوي .ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۵ میلیونه افغانیو پانګونې سره د نارينه او ښځينه څاد جوړونې پنځه فابریکې فعاله شوي،چې په کې د لس میرمنو په ګډون دیرش تنه په کې په کار بوخت دي.په یادو فابریکو د تورخان، اسماعيل، عزيز الرحمن او تحصيلدار په نومونو کسانو شاوخوا ۵ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې،چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د خام مواد په راوړلو سره د ورځې شاوخوا ديرش څادرونه جوړوي.دوی وايي په دغه فابريکو کې ۱۰ ميرمنې او ۳۰ نارينه ور سره کار کوي، چې په کارونو کې بشپړ مهارت لري او بازار ته په ښه کيفيت سره څادرونه وړاندې کوي.دغه څادرونه په جلال اباد ښآر او د هېواد په يو شمېر نورو ښارونو کې بازار ته وړاندې کيږي، چې تر بهرنيو څادرونو ښه بازار لري.د فابريکو د مسئولينو په وينا په هره فابريکه کې څلور ماشينونه کار کوي، که چيرته يې حکومت يا مرستندويه ادارې مالي سپورټ وکړي؛ نو خپل توليدات به لا زيات او ښه کړي.دوی له هېوادوالو غوښتنه وکړه، چې د داخلي فابريکو د تقويې او دودولو په موخه د خپل هېواد توليدات وپيري.

د ۱۵۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت په جلال اباد کې د ۵۶۰۰ چرګانو په ظرفیت د هګیو چرګانو ۱۵ ګډ کورني فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ګډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمیشنرۍ(UNHCR) په ۱۵۵ زره مالي مرستې او د افغانانو لپاره د مرستو برابرولو موسسې (CoAR) په تخنیکي همکارۍ د جلال اباد ښار د مجبورآباد، نورآباد، زرین آباد، ګل اباد او ظفراباد سیمو کې ګډوالو، داخلي بی ځایه شوو او میشتو کورنیو ته د ۵۶۰۰ چرګانو په ظرفیت د هګیو چرګانو ۱۵ ګډ کورني فارمونه په وړیا توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.د هګیو چرګانو یاد ۱۵ فارمونه د ۱۶۰ کورنیو لپاره چې ۹۷ یې د میرمنو او ۶۳ فارمونه د نارینه وو لپاره دي، جوړ شوي دي،چې په مجموعي توګه ۵۶۰۰ چرګان په کې ځاییږي او سربیره پردې یادو فارمدارانو ته د چرګانو د غذا، دانه خورۍ، اوبه خورۍ، ویټامینونه او انتي بیوتیکونه هم ورکړل شول،چې یاده پروژه به د درې میاشتو په موده کې بشپړه شي او په ترڅ کې یې ۸ سوه کسانو ته په مستقیم ډول د کار موندنې زمینه برابره شوه .د فارمونو د سپارلو په یادو مراسمو کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزي، د یاد ریاست تخنیکي آمرینو او کارمندانو UNHCR ، CoAR, مسؤلینو او ديادو سیمو مشرانو، اوسیدونکو، میرمنو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي شپې برنامې په اوله دوره کې ٢١٤ تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړلپه همدې مناسبت د جلال اباد ښار ستاره شرق هوټل کې جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل وويل: اقتصاد د يوه مهم مسلک په توګه د ټولنې زيربنا جوړوي، چې له شک پرته په دې برخه کې د څه دپاسه دوه سوو تنو فراغت زمونږ د شړېدلي او ويجاړ اقتصاد د بهبود لپاره ښه زيرى دى.نوموړي د اقتصاد پوهنځي فارغانو او د هغوى والدينو او دغه راز د پوهنځي مشرتابه او استادانو ته د فراغت د مبارکۍ ترڅنګ ددې پوهنځي د ودانۍ جوړېدو چارو د پيل زيرى هم ورکړ، چې له غونډې څو شېبې وړاندې يې عملاً کار پيل شو.ښاغلي مياخېل زياته کړه: ياده ودانۍ به د لوړو زده کړو وزارت د پرمختيايي بوديجې پر مټ په راتلونکې اتلسو مياشتو کې بشپړه شي.په پاى کې د غونډې مشرتابه هيئت يو شمېر فارغو زده کوونکو ته د ستاينليکونو د وېش ترڅنګ د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل ته د پوهنتون په کچه د نوموړي د ښو خدمتونو د ترسراوي په پار د اعزاز پګړۍ ور پرسر کړه.د نوي میلیونه افغانیو په لګښت د اقتصاد پوهنځي ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې .ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي لپاره د نوي میلیونه افغانیو په مالي لګښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې،چې د راتلوونکو ۱۸ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.د یادې ودانۍ لپاره د رسمي چارو د پیل کېدو په موخه د زمینې د برابرولو پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس ببرک مياخېل وويل: ياده ودانۍ، چې د جوړېدو چارې به يې په راتلوونکو اتلسو مياشتو کې بشپړې شي، د ٩٠ میليونه افغانيو په لګښت د لوړو زده کړو وزارت د پرمختيايي بوديجې په مرسته جوړېږي.د پوهنتون رئيس زياته کړه: دا چې اقتصاد پوهنځي تر دې دمه خپله ودانۍ نه لرله او استادان او محصلان يې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به ياده ستونزه له منځه لاړه شي.ډیر ژر به تر لومړنیو چارو بشپړیدو وروسته په رسمي ډول د یادې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شي .د يادونې وړ ده چې د اقتصاد پوهنځي ودانۍ سربېره په ننګرهار پوهنتون کې دا مهال د مليونونو ډالرو په لګښت د حقوقو او سياسي علومو، شرعياتو، کمپيوټر ساينس پوهنځيو ودانيو، د نجونو لپاره ځانګړي پارک، د پوهنتون اداري تعمير او د ليليې جامع مسجد د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د یو میلیون افغانیو په ارزښت دیرش عرادې موټر سایکلې کارکوونکو ته ورکړل شوې .ننګرهار ولایت د کرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لورې د دې ریاست اړوند یو شمیر ساحوي کارکوونکو ته د شاوخوا یو میلیون افغانیو په ارزښت دیرش عرادې موټر سایکلونه ورکړل شول .په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزي ، د کرهنې او د خوراک نړیوال سازمان(UNFAO) سیمه ایز مسؤل انجینر خوشحال آصفي اود یاد ریاست یو شمیر ساحوي کار کوونکو ګډون کړی وو.یاد ۳۰ عرادې موټرسایکلونه د کرهنې او خوراک نړیوال سازمان(UNFAO) له لورې مرسته شوي، چې څه باندې یو میلیون افغانۍ ارزښت لري.یاد موټرسایکلونه د سره رود، بهسود، رودات، ګوشتې او دره نور په ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ هغو دیرش تنو کارمندانو ته وویشل شول چې په یادو ولسوالیو کې کور په کور زراعتي سروې ترسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *