د پکتیکا ولایت په یحی خېلو ولسوالۍ کې د وحدت او اتلانو په نوم د دووبېلا بېلو ښونځیو چارې پشړې او نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوې.
هغه مراسم چې په یحی خېلو ولسوالۍ کې نیول شوي وو د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت تر څنګ امنیه قوماندان محمدعظیم هشمي د بېلابېلو ادارو مسوولیو، قومي مشرانو، د رسنیو استازو او د سیمې اوسیدونکو پکې برخه اخیستې وه.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یحی خېلو ولسوالۍ غیرتي او په هیواد مین ولسونه وستایل او زیاته یې کړه چې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو قربانۍ او میړانې نه هېریدونکي دي چې په همدې اساس په دې ولسوالۍ کې د بیا رغونې چارې په ډاډمنه امنیتي فضا کې ترسره کیږي.
ښاغلي وحدت وویل پخوا د یحی خېلو ولسوالۍ زده کوونکو د شنه اسمان لاندې خپلې زده کړې کولې چې د یادو دوو ښوونځو په جوړیدو سره به یې ستونزې تر یوه بریده راکمې شي.
وحدت وايي هره ودانۍ څورلس خونې، تشنابونه، د څښاک د اوبو منظم سیستم او پراخه احاطه لري چې د پوهنې وزارت له لوري پرې شاوخوا ۳۱ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او چارې یې په لوړ کیفیت ترسره شوې دي.
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست سرپرست محمدکریم اتلوال د پکتیکا ولایتي ادارې او پوهنې وزارت څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه کوي چې دې ته ورته نورې ودانۍ په نورو ولسوالیو کې هم ورته جوړې شي تر څو په یاده برخه کې د ولسونو غوښتنې پوره شوې وي.
د سیمې اوسیدوونکي له ولایتي ادارې مننه کوي چې د پوهنې، بیا رغونې روغتیا او نورو برخو کې تر ډیره د دوی غوښتنې منل شوې او په وخت ورته د حل لارې لټول شوې دي.
دوی وایي د یادو ودانیو په جوړېدو سره یې خپل ګلالي ماشومان له زیات درسونو ویلو ته وهڅول شي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر په ځانګړي بودیجې سره ۲۴ بابه ښوونځي ګټې اخیستنې ته سپارل شوي وو.