څو کاله مخکې د باچا خان د تلین په ورځ یو دري ژبي ورور د بابا له تصویر سره لیکي وو: بابا ډېر لوی سړی وې خو افسوس قوم دې په قدر پوه نشو، رښتیا هم موږ هیڅکله د خپلو مشاهیرو قدر نه دی کړی تل مو د بل په خوله رټلي او بد رد مو پسې ویلي دي.
چې د هغوی له جملې نه یو هم حضرت باچا خان بابا دی چې خپل قوم یې هغه رقم قدر ونه کړ چې بابا دې داسې لوی سړي شوی وای، بابا په داسې قوم کې مبارزه پیل کړه چې سیاسي شعور یې په نشت حساب و او په خپلو کې یې سره خوړل، بابا په داسې قوم کې د عدم تشدد مبارزه پیل کړه چې دغه خبره په خپل ذات کې د تعجب وړ ده.
بابا د بریتانوي حکومت ظلمونو او د خلکو دیني او کلتوري ارزښتونو توهین او سپکاوي په دې مجبور کړ چې د ولس د ویښتیا هلې ځلې په پښتنو کې پیل کړي، نوموړي چې پښتانه مطالعه کړل دوی ته د هر څه نه مخکې د تعلیم ډېر ضرورت و نو بابا د نجونو او هلکانو لپاره ښوونځي جوړ کړل چې د هغه وخت د انګریزي حکومت په لمسون د تش په نامه نیمچه ملایانو له غبرګون سره مخامخ شو چې وروسته همدا ښوونځي د مبارزې په لویو مراکزو بدل شول.
بابا رح د ازادی غوښتنې مبارز او د پښتون قوم لپاره ملي اتل و؛ یوه ډېر مهمه خبره چې تر اوسه سمه نه ده یاده شوي هغه دا وه چې بابا د پاکستان منځ ته راتللو او د هند د ویش سره سخت مخالف و. ځکه دی پوهیدلو چې د دې کار پایلې به ښې نه وي ځکه چې دا کار د هند د مسلمانانو په ګټه نه دی، خو د هند ملي کانګرس په خپله مخه او د خدایي خدمتګارانو له مشورې پرته د هند د تقسیم اعلان وکړ بابا یې سخت خپه او مخالفت یې وکړ خو اوبه له ورخه تیرې وي.
یوه بله مهمه خبره چې ډېر وخت په بابا باندې په بحثونو کې هم ډېره یادیږي دا ده چې بابا د ګاندي نه د عدم تشدد لاره کاپي کړي وه خو باچاخان بابا پخپله ټینګار کوي چې د عدم تشدد دا فکر یې له اسلام څخه اخیستی دی، یو ځای پروفسر رایزواران د باچا خان له خولې لیکي : د عدم تشدد لاره خو څه نوي لار او عقیده نه ده دا خو څوارلس سوه کاله مخکې د پیغمبر ص له خوا تل په مکه کې تطبیق شوي…
بابا به ویل : هیڅ سیاسي مبارزه او هیڅ سیاسي هدف ددې ارزښت نه لري چې د هغو لپاره دې د یوه بې ګناه انسان وینه وبهولی شي.
باچاخان دا فکر په لاندې چوکاټ کې ځای شوی دی:
۱. پښتون دې سره یو شي
۲.خپل ارزښتونه او فرهنګي شته دې وساتي او نه دې بایلي؛ لکه خپله ژبه، دود، جامه، اقتصادي هستۍ ټولنیز جوړښت او جمعي شعور.
۳. له معاصرې نړۍ سره دې اوږه په اوږه پرمختګ پیل کړي پوهنه او اقتصادي پرمختګ یې د بنسټونو په توګه پېژندل.
۴. خپلواکي، د خپل ملي حاکمیت خاوند او دخپل تاریخي هیواد په جغرافیایي محدوده کې دې یو مدني او پرمختللی ژوند پیل کړي چې له نړیوالې ټولنې سره د ملګرتوب په روحیه ولاړ وي.
۵. دې ټولو موخو ته د رسیدلو لپاره یوه دایمي خبروونکي مبارزه به مدني او له تشدد څخه پاکه لاره جاري وساتي او ګام په ګام دې په بشپړ يووالي ځان ورورسوي. ( د لیوال صیب مقاله: د باچا خان لاروښونې، عدم تشدد)
بابا پښتون قوم ته ډېرې هیلې لرلې خو افسوس چې پښتون کله لښکر شو د بابا نشو بلکه د پنجاب شو او بابا به یې په ډول ډول تورونو هم تورنولو، چا به ویل چې بیرغ يې سور دی د اسلام له دایرې وتلی دی چا به بل څه بابولالې ورپسې تړلې خو هغو ګلخانانو د بابا هغه ټولې قربانۍ هیرې کړي چې ده د پښتون قوم د سر ډېرېدو ته ورکړي.
بابا په خپله هغه مبارزه کې کامیاب شو، نوموړي غوښتل چې په جغرافیایي او قبیلوي لحاظ پر ملا ماتې ټولنې ته یو منظم ملي خوځښت ورکړي دا د باچا خان هدف و چې په دې کار کې کامیاب هم شو او په ژوند ورته ورسیده.
خو اوس چې پښتون ته د خپلو قبایلي سیمود ازادۍ په نسبت د کشمير ازادي لومړیتوب لري دا نه د باچاخان بابا ارمان، موخه او کار و او نه یې هم دا غوښتل بلکه دا د دوی خپله اشتباه ده.