باختر ساپی
دا کتاب د البیروني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد فهیم بهیر له خوا لیلک شوی او اوسمهال چاپ شو. په دې کتاب کې د انګریزانو او افغانانو د دویم جګړې په اړه ځینې برخې او د کتاب ډېره برخه د غازي محمد عثمان په اړه لیکل شوې ده.
غازي محمد عثمان خان ساپی د انګریزانو په دویمه جګړه کې د کاپیسا، پروان او پنجشیر د سیمو د ملي مبارزینو مشر و، چې د کابل د خیر خانې مینې د خواجه بغرا په سیمه کې د جګړې پر مهال د ټولو غازیانو ملي مشر وټاکل شو. نوموړي په دویمه جګړه کې د بالاحصار په جنګ برخه اخیستې ده، بیا په شیر پور کې جنګیدلی دی، ستر جګړه یې د اسمايي د غره نیول و چې د دې غره په نیولو سره خپله شهید هم شو. د غازي محمد عثمان خان، د غازي امان الله خان د ماماخیلو له ډلې څخه دی، چې سردار عنایت الله خان سکني ماما دی. تر دې دمه د نوموړي د ژوند او د مبارزو په اړه ځانګړی اثر نه و لیکل شوی او دا دی اوسمهال د ا اثر« د غازي محمد عثمان خان ساپي ژوند ته یوه کتنه» چاپ شو.
نوموړی کتاب د زر ټوکو په تعداد چاپ شوی .
سلامونه،
ګورئ خویندو وروڼو،تاندوالو!
(ساپی) یا (صافی ) لکه د نورو وروڼو قومونو د افغانستان د ملا تیر جوړوي ، او غازي عثمان خان ساپی چې د پورتنۍ لیکنې په اساس د پروان+کاپیسا او پنچشیر آن تر کابله د ملي غورځنګ مشر و؛ همداسې نور مشران هم په کونړ،لغمان، ڼنګرهار، لوګر،بغلان، قندوز، بلخ ، شبرغان، میمنه، هرات ، قندهار، هلمند او همدا راز باجوړ،صوات ، بلوچستان، پنډۍ،وزیرستانونه او اخوا دیخوا شرق او غرب (ټول لوی افغانستان) کې په تاریخ کې تیر شوي
او زه باور لرم چې اوس به هم شتون ولري
نو بایده دي چې په ځانګړ ې ډول پروان،کاپیسا پنچشیر ا.د.ن. وګړي خپل واقعي ملي مشران په رایو سره رامخ ته کړي ؛نه د امان الله خان غازي پر ضد د بچه ی سکاو او د بهرنیو جاسوسي کړیو همګراییان !!.