څومره چې پر پاکستان د امریکا فشارونه زیاتېږي ورسره جوخت په افغانستان کې ترهګریز بریدونه زور اخلي او دغه بریدونه تر ډېره ملکي وګړي او ملکي بنسټونه په نښه کوي. په دغو بریدونو کې، تر ډېره ملکي وګړي او د خیر ښېګڼې او ان روغتیایي بنسټونه لکه هوټلونه د خیر ښېګنې او نور بنسټونه په نښه کېږي چې نږدې ټول قربانیان یې ملکي وګړي وو او دي، داسې ښکاري چې ترهګرو او ددوی ملاتړو ته هر عادي افغان او یا هر هغه څوک چې په افغانستان کې کار کوي واجب القتل دی.
پر کانتینینتال هوټل ډله ییزو ځانمرګه بریدونو کې د عادي بهرنیانو په ګډون نږدې ۴۵ کسان ووژل شول او ټپیان خو لا پرځای پرېږده. دغه راز، ترهګرو په جلال اباد ښار کې د ماشومانو ملاتړ بنسټ دفتر داسې مهال په نښه کړ چې ښځې او ماشومان په کې وو او تر ډېره په کې مرګ ژوبله ملکي وګړو ته وواووښته او ورستی موټر بم ځان مرګه برید د شنبې ورځ د کابل ښار جمهوریت ملکي روغتون مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه کې وشو چې د لومړنیو مالوماتو له مخې ۴۰ مړي او ۱۴۰ ټپیان یې پرځای پرېښودل او ویل شوي چې ډېر قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي.
له دغو بریدونو داسې اخیسته کېږي چې ترهګر او ملاتړي یې غواړي له یوې خوا په خلکو کې وېره او ډار وروستۍ کچې ته ورسوي او له بلې خوا په دې سره خلک پر چارواکو او امنیتي بنسټونو بې باوره کړي او وښیي چې چارواکي او امنیتي ځواکونه د خلکو امنیت ساتلو توان نه لري. ښه! د امنیتي ځواکونو او مسوولینوکار کړنې پر خپل ځای د پوښتنې دي چې انشاالله یو بل وخت به پرې خبرې وکړو خو راځم ددې پېښو تر شا لاسونو ته چې څه ډول باید پر ځای کېنول شي؟
دا خو لکه لمر اوس روښانه ده چې دا د طالب کار نه دی ځکه چې طالب دومره ظرفیت نه لري او نه دومره وړتیا؛ بلکې دا پرمختللی، ځواکمن او تجربه والا معلوم الحاله استخباراتي بنسټ دی چې په افغانستان کې د لاسپوڅي حکومت له واکمنولو پر بل هیڅ شي نه قانع کېږي، دا اوس ۱۰۰ په سلو کې په ثبوت رسېدلې چې د پاکستان په ستراتېژیک فرهنګ کې په سوله او روغه جوړه کې ژوند ځای نه لري، د پاکستان پوځ، دهغه څارګره څانګه (ای اس ای) او دهغوی په وینا استبلشمنټ داسې ګڼي چې په افغانستان او کشمیر کې د خپلو موخو ترلاسه کولو په موخه ان د جګړې په ډګر ماتې له افغانستان او هندوستان سره تر سولې غوره ده. له دې داسې ښکاري چې پاکستانیان د خپلو موخو ترلاسه کولو کې ډېر جدي او کله هم نه ترې پرشاتګ کېږي. دا پېښې ښیي چې ای اس ای په خپل عزم دومره ټینګ ولاړ دی چې نه د نړیوالې ټولنې غوښتنې، نه د چین هیلې او تمې او نه هم د امریکا ډول ډول فشارونه او ګواښونه کوم اغیز پرې کولی شي.
د پوځي ستراتېږي دکترینو له مخې د دغه ډول کړنو عاملین یوازې او یوازې د ورته او ان تر هغه سخت او جدي غبرګون پرځای کینولی شي او بس!
افغان چارواکو ته بویه چې د خپلو خلکو سر او مال خوندي کولو له پاره پر خپل ټول توان جدي تدبیرونه تر لاس لاندې ونیسي.
افغان ولسمشر باید له ځنډ پرته لوړ پوړي امنیتي چارواکي د سلامشورې غونډې ته ورغواړي او کشفي او استخباراتي بنسټونو ته دنده ورکړي چې ژر تر ژره د مقابل لوري زیانمنونکې نقطې په نښه او تر بریدونو لاندې ونیسياو ددغه کار له پاره ښې دېر پیسې بیلې او تکړه کسان ورته وګوماري. امریکایان باید پردې قانع کړی شي چې له دې پرته دوی (امریکایان) او افغانان بله لار نه لري! که امریکا غواړي په افغانستان کې بریالۍ شي او د خپلو سرتېرو وینې یې تویه نه شي او د ماتې تورداغ پر تندي ونه خوري نو له پاکستان سره باید په هغه ژبه خبرې وکړي چې پاکستانیان پرې پوهېږي او خبرې پرې کوي او بس!
وتلی ستراتېژیست جنرال اندرې بوفر وایي چې:« که موږ ددوښمن له غیرمستقیمې ستراتېژي سره مخ شو له ورته عمل پرته بله لار نه لرو! که موږ زیانمنونکې نقطې لرو، له تردید پرته مقابل لوری یې هم لري. که زموږ کمزورې نقطې مقابل لوري ته غوره هدف وي له تردید پرد پرته د مقابل لوري کمزورې نقطې باید موږ ته ستر هدف وي.»
دوی (پاکستانیان) زموږ خلک په نښه کوي، اقتصادي، روزنیز، د خیر ښېګڼې بنسټونه، پلونه، سرکونه نور اونور مو په نښه کوي افغانستان هم باید ورته چلند وکړي، پرهیڅ ځای یې باید رحم ونه کړي. د ناراضي بیلتون پالو بلوڅو، سیندیانو، پښتنو، ان پاکستاني طالبانو نورو او نورو له وسله وال کولو او مالي مرستې نیولې؛ د هغوی پر بندونو، پوهنتونونو، ښوونځیوو هوټلونو او نورو تر الوزولو پورې پرهیڅ شي باید صرفه ونه شي، ځکه دوی زموږ په هیڅ یو بنسټ څه چې په هیڅ انسان صرفه نه کوي.
له دې وروسته نه طالب، نه د حقاني شبکه، نه داعش او نه بل مطرح دی هر څه چې کېږي مسوول یې ای اس ای دی او بس. اساسي لانجه همدوی جوړه کړې طالب، حقاني، داعش نور او نور هسې وسیلې دي ولې باید ځان وغولوو؟ نور د ځان تېر ایستل نه دي په کار هغه چې وایي:« یو پټی ریشکه یې وخوړه ته یې لامږه بولې» له دې وروسته که یو میلیون ډالر په افغانستان کې دننه عملیاتو ته بېلېږي؛ ۵ میلیونه ډالر دې په پاکستان کې عملیاتو ته بیل او ولګول شي. که په افغانستان کې داسې خلک پیدا کېږي چې د څو پیسو له پاره د مرګ سوداګري کوي، له تردید پرته هغې خوا ته هم شته، هلته( پاکستان کې) پیسې له بل هر ځایه ډېر ښه کار کوي. په دغه ځای کې تر ټولو مهم د ګوادر او واګې بندرونو، هوایي ډګرونو، بانکونو، د اوبو او برېښنا بندونو او نورو په اړه کره مالوماتو راټولول او د هغو د الوزولو پلانونو جوړول او پلي کول دي. داسې تدبیرونه باید ونیول شي چې که په افغانستان کې یو برید کېږي باید په پاکستان کې دوه وشي، که دلته یو کس وژل کېږي هلته باید پنځه ووژل شي، که دلته یو بنسټ په نښه کېږي هلته دې دوه په نښه شي که دلته له اسمانه هم تیګه رالوېږي باید غچ یې له پاکستانه واخیستل شي.
ډېر فوکس باید په ګوادر بندر وشي دغه بندر باید په هیڅ ډول خوندي نه وي او د بشپړ فلج تر پولې یې باید پلان ترلاس لاندې او پلی شي. دا باید پاکستانیانو ته ثابته کړی شي چې که دافغانستان په هرسیمه کې هم طالب یا کوم بل څوک یو ډز کوي غچ یې حتمي له ګوادره اخیستل کېږي! یوازې دغه کار دوی پرعقل راووستلی شي له دې پرته بل هیڅ تدبیر کار نه کوي.
Salamoona. your right brother.this is real slution.