د پاریس اېفل برج

تاند – د پاریس اېفل برج نن /د جنورۍ ۲۷مه/ د اروپا پر وخت نیمه شپه د کابل د ننني ترهګریز برید په ویر کې خپل څراغونه مړه کوي.‌

د پاریس ښاروالې مېرمن ان ایدلګو په خپله ټوېټر پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، «نن شپه نیمه شپه، به اېفل برج د هغه وحشیانه برید له امله چې په کابل کې وشو،‌ تیاره شي.

مېرمن ایدلګو زیاتوي، «د پاریس ښار او پاریسیان له افغانانو سره، چې یو ځل بیا له دغسې ترهګریز وحشت سره مخامخ شول، ملګري دي.»

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم نننی ترهګریز برید، چې ۹۵ کابل ښاریان یې شهیدان او ۱۵۸ تنه نور یې ټپیان کړل،‌ غندلی دی.

د کابل د ننني برید پړه طالب ترهګرو پرغاړه واخیسته.‌

د سیاسي چارو کارپوهان عقیده لري، چې د طالبانو اکثر مشران په پاکستان کې مېشت دي، او د فضل الرحمان او سمیع الحق په شمول ګڼ شمېر پاکستاني دیني عالمان په افغانستان کې د افغان وژنې روان جنګ ته جهاد وایي.‌

ویل کیږي، چې د پاریس اېفل برج ۳۲۴ متره لوړ دی چې له ۸۱ منزله ودانۍ سره برابرېږي، او د قاعدې هره ضلعه یې ۱۲۵ متره اوږدوالی لري. اېفل برج په ۱۸۸۷ – ۱۸۸۹ کالونو کې د انجنیرګوستاو اېفل د شرکت له خوا ډیزاین او جوړ شو، او د یوې احصایې له مخې یوازې په ۲۰۱۵ کال کې د لسګونو میلیونو ورتلونکیو سیلانیانو له ډلې څخه ۶.۹۱ میلیونه سیلانیان ورختلي دي.

2 thoughts on “د پاریس اېفل برج نن د کابل په ویر خپل څراغونه مړه کوي”
  1. تَر سو به دا چراغونه هره هفته مره كيزي. دى سرطان ته بايد د حل لپاره پيتزا شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *