له وختونو راهيسی د طالب وياندان او مببليغين په کابل کې د ديموکراسۍ دښمن خو دډيموکراسۍ نه په ګټې اخيستنې سره د بيان ازادي خپل حق ګڼي او خپل مشخص اهداف تعقيبوي،دوي سره چې کله مخامخ شې نو لومړي تذکره بهدرته د سولې درفرښتې معرفي کوي چې ګواکي دوی خو په دواړو طرفونو کې په مړه کیدونکو افغانانو خفه دی او دوي د سولې لپاره کار کوي.
هو سوله موږ غواړو او سوله يو ضرورت دي خو سوله به کله راځي؟
د طالب سوله به هغه وخت راځي چي د وطن ځمکه د هديرو نه ډکه شي او بيا به راشي او وايي به چې ستره پروسه مو بريالي کړه او ستر جهاد مو هم کړي دی،دوي به داسې په ډېره خوږه معامله خلاصه کړي او کوم افغانان چې مړه ديهغوي خو ددوي په اند يا کافر و او يا په جنګ کی خو دا خبري وي يا به وايي چي موژ نه دي مړه کړي.
خو دې نقطي که وګورو چې آيا طالب په سوله ارځي؟دطالب سوله څه ډول سولهده؟طالب څه ته ژمن دی؟
د طالب سوله به د چاسره کېږي داهم معلومه نه ده،ځکه د طالب په وينا خو ددوي مخالف دالله ج مخالفدياو بايد قتل شي،هغه خلک چې نن زاړه،واړه،ښځې او نران پکې و کوم چې ددوي په حمله کې مړه شول نو آيادوي چې هيڅ ډول نظامي دندي يي نه درلودی د طالب سره سوله کوي ؟طالب ته خو د افغان وګړي وژل يو جشن دی ،پرون چې کابل يي د بی ګناه وګړو په وينو رنګ کړ دوي يوبل ته مبارکياني ويلي،نو دداسی طالب سره سوله څنګه شونې ده؟
کابل ناستي طالبان د يو طرف نه شپه او ورځ د طالب په ګټه تبليغ کوي او د بل طرف نه دولت محکوموي ،دا سمه ده چې ځيني نيمګړتياوي به هم دولت هم طالب لري خو کوم چي بد دي هغه ته بايد بدوويلشي خو دوی که د حکومت ګناه وي هغه ته خو هسې ډول وهي اوکه طالب قتل وکړي نو په هغه هم دولت ملامت ګڼي چي ولي امنیت نشي نيولي حال داچی قاتل ليوه ته يي سترګی ټيټي دی ځکه هغه په قطر کی ورباندې چکرې وهی.
دولت بايد په جدي ډول دهغه تبليغاتو مخه ونيسي چي د کابل نيشينو طالبانو په مټ کېږي ،دوي ددولت منابعددولت په ضدکاروي.
بالکل