تاند- ښايي ډېر لږ اسلامي هیواد وي چې د کابل وروستۍ خونړۍ او تروریستي حمله یې نه وي غندلې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ د دې وحشیانه وژونکي برید په خاطر د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او درست افغان ملت سره خواخوږي څرګنده کړه.
د ترکیې د رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر اردوغان پر بې بېګناه ملکي افغانانو دا «وحشیانه برید» په کلکه وغانده، او د افغانستان د ثبات او سوکالۍ لپاره یې د افغانستان د حکومت د هڅو ملاتړ اعلان کړ.
په وروستیو کې طالبانو پر ملکیانو په بریدونو کې له لاس لرلو انکار کاوه او اکثره دا ډول بریدونه د داعش په نوم کېدل چې په نتیجه کې یې په نړیواله کچه طالبانو څه نا څه سیاسي اعتبار ترلاسه کړی وو. خو وروستیو بریدونو یو وار بیا د یوې بې رحمې تروریستي ډلې په توګه د طالبانو له تشهیر سره مرسته وکړه.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست او یو شمېر نورو چارواکو مخکې هم شک څرګند کړی و چې د داعش په نوم پر ملکیانو وحشیانه بریدونه د دې ډلې کار نه دی؛ بلکې دا بریدونه حقاني شبکه کوي.
د سعودي عربستان د پاچا، د مکې مکرمې او کعبې شریفې د متولیانو، ایران، اندونیزیا، عمان، اردن، امارات، او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو ترڅنګ پاکستان هم دا برید محکوم کړی دی.
امریکا، اروپايي اتحادیې، ملګروملتو، بریتانیا او یو شمېر نورو اروپايي هیوادونو دا تروریستي برید د بشریت پر ضد جنایت بللی دی.
دا بريدونه دهيرا دمنډي حراميان په مختلفو نومو کوي چه هغه دپنجاب اي ايس اي دي..دپنجاب دتخم دنابودي په تپ او تلاش کي به واوسيږو.