تاند- د وروستیو راپورونو له مخې، د کابل ښار په شمال لوېدیځ کې د ملي اردو پر یوه کنډک د نن ورځې په وسله واله حمله کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري شهیدان او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

دا برید، چې پوځي اکاډیمۍ ته نژدې په قرغه کې د ملي اردو پر کنډک د سهار په ۵ بجې پیل شو، لږترلږه ۲ ساعته یې دوام وکړ.

د دفاع وزارت وايي چې دوو انتحاریانو ځانونه الوزولي، دوه د ملي اردو د ځواکونو له لوري وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.

داعش ادعا کړې چې دا برید دوی کړی دی.

د دفاع وزارت ویندوی جنرال وزیري تایید کړه چې د ملي اردو ۱۱ سرتېري شهیدان شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

په ټپیانو کې ۶ تنه له ابتدايي درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت کړل شوي ځکه چې ټپونه یې برسېرن وو.

امنیتي ځواکونو ته د ترهګرو ۴ کلاشینکوفونه او یو انتحاري واسکټ روغ په لاس ورغلي دي.

One thought on “د ملي اردو پر کنډک په برید کې د اردو ۱۱ سرتېري شهیدان شوي”
  1. څه به حال وی ای شهیده ستا په مور
    ستا په پلار اوستا په ورور او ستا په خور
    له زړګوټو به یې یو الله خبر وي
    څه به تور وي په ماتم کې لکه سکور
    خدای دې صبر په نصیب الله یې مل شه
    ستا شهید ته دی جنت کاندې سمسور
    هر افغان دی په درد ژاړي که افغان وي
    نه افغان لمن کی بروت د جټ په کور
    د یهود ،هندو له سره صدقه شه
    فتوا ګر کافر دې وسوڅه په اور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *