تاند- د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي وايي، د امریکا متحد ایالتونو د داعش یا اسلامي دولت تروریسته ډله افغانستان ته لېږلې چې په دې توګه په سیمه کې خپل حضور توجیه کړي او د اسراییل د رژیم لپاره امنیت رامنځته کړي.
د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس مهر د راپور له مخې، آیت الله خامنه يي نن /سې شنبه/ د افغانستان د وروستیو ورځو د تروریستی بریدونو په نتیجه کې د ګڼ شمېر افغانانو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه، ویې ویل«هماغه لاسونه چې د شام او عراق اسلامي ډله یې جوړه کړه او د عراق او سوریې د خلکو پر ضد یې د جنایتونو د کولو لپاره د وسیلې په توګه وکاروله، اوس غواړي چې دا ډله افغانستان ته راولي ځکه چې په سوریه او عراق کې د دوی دسیسې ناکامې شوې.»
ده د افغانستان د وروستیو ورځو تروریستي حملې د امریکا د نوې ستراتیژۍ برخه وبللې.
په وروستیو ورځو کې طالبانو او داعش په کابل، ننګرهار او کندهار کې په خونړیو بریدونو کې په سلګونو افغانان شهیدان او ژوبل کړل.
ایران، چې اوس د داعش د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي، پخوا تور لګاوه چې طالبان د امریکا د لاس اله دي او دا ډله د دې لپاره نه ځپي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو حضور ته پلمه موجوده وي.
خامنه یي وویل، د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوب دا دی چې د سیمې هیوادونه د هغوی د خپلو ستونزو په وسیله لاندې (اشغال) کړي.
خامنه يي زیاته کړه«امریکا په دې لټه کې ده چې د سیمې د هیوادونو هر څه ویجاړ کړي. هڅه کوي چې د سیمې پر حکومتونو او ملتونو د هغوی له خپلمنځي اختلافاتو څخه په استفادې واکمنه شي او داسې یې ویجاړ کړي چې د صهیونستي رژیم مقابله ونه کړای شي.»
خامنه يي ادعا وکړه چې د افغانستان د ناامنۍ اصلي علت امریکایان دي.«له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې په سیمه کې د دین په نوم وژنې کېږي او دا ټولې په مستقیم یا غیر مستقیة ډول د امریکا د ایجنټانو په لاس کېږي.»
افغان چارواکي او د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو اوسېدونکي تور لګوي چې ایران په خپله د افغانستان په ناامنیو کې لاس لري او د دې لپاره د افغانستان د دولت مخالفانو ته وسلې او پیسې ورکوي چې افغان دولت د اوبو د زېرمه کولو او د برښنا د تولید بندونه جوړ نه کړي.
د خامنه ایي ادعاوي هسي هوایی خبرې دی. روسیه ، پنجاب او ایران غواړي زمونږ پر زخمونو مالګې ودوړوي. دا وروستي تروریستي بریدونه د دوي لاسپوڅو کړي او اوس غواړي زمونږ فکر ،پام او توجو بلې خواته واړوي او له دې تبلیغاتو د ګران افغانستان پرضد ګټه و اخلي. خو اوس خلک هوښیار شوي او خپل دښمنان ښه پېژني.
د افغانستان د خلکو ترمنځ یوالی به تل پاته او مونږ به بریالي اوسو.
کردی وران شه ای د نن ورڅی شیطانه
دا غپا دی چی را خیژی له ایرانه
هر افغان دی غپا اوری ښه پوهیږی
خو ته هسی خبر نهیی له خپل شانه
اور دی ولګی دا ستا په دغه ږیره
د افغان وینی ته تږیه بی ایمانه
باد دی ولاړ اوس یی کوښښ د پردې کاندی
اوس ډاریږی لکه بزله امریکانه
ډیر می زړه درته خوشال دی رب دی ورک کړه
ای شیطانه بی ناموسه بی وجدانه
د خپل بام واوره دی خپل کورته ګوزار کړه
ای وزګړه دروغجنه ای حیوانه
دنیا اوس همه پوهیږی ستا په بدو
نور کار مه اخله له نومه د افغانه
خدای دی واړوه په غم له مونږ بد تره
کاڼي راشه ستا په کور له پاس اسمانه
که هر څو ځان پټوی پټیدای نه شي
څه به پټ شی لوڅ لغړ له دی دنیانه