دا سړی هم د دې خاورې زوی دی، زړه لري، زړه يې د غوښې دی. غرور لري، بده پرې لګېږي چې پردو ته سوال کوي. څه فکر کوئ؟
د دې سړي پر زړه به څه تېرېږي چې هم تر خپل سيال ښايسته دی، هم ترې اصل دی، هم ترې د جنتي خاورې څښتن دی، هم ورباندې په عمر مشر دی، هم يې پوهه تر سيال زياته ده، خو چې ورسره روان وي، يو ګام شا ته ږدي، ځکه ولس يې سل ګامه شا ته پاتې دی، که له سيال سره پر يوه قدم لاړ شي، سيال مرورېږي، که سيال مرور شو، ولس له لوږې مري.
له ټرمپ سره د ده خبرې وګورئ، څومره احتياط کوي، څومره خوار او عاجزه ناست دی، څه فکر کوئ، نه به ځورېږي؟
نن يې د اندونېزيا ولسمشر ته خپله پګړۍ له سره کښته کړه، افغانستان ته په راتګ يې تر حد زيات وستايه، هره دويمه خبره يې مننه وه.
ته او ستا ګرېوان، چې پر دغه ځای ته ولاړ وای، تا به پردي ولسمشر ته دومره ميده اوړه کړي وای، لکه دې سپين ږيري چې نن غوټه غوټه غرور تر ستوني تېراوه.
دا سړی له بېوسي نه ځورېږي، بېکسي يې ملا غبرګه کړې. په دېرش ميليونه کې دوه سوه رښتيني افغان خواخوږي نه لري.
نوره مو خوښه خپله ده، خو ډارېږم چې د دې سپين ږيري ازار به مو ووهي.