د کندهار مطبوعاتي دفتر– تېره ورځ د کندهار ولايت په ارغسان ولسوالۍ کي د وسلوالو مخالفينو لخوا د سړک غاړي په يوه ځاي پر ځاي سوي ماين کي يو څوارلس کلن هلک او د هغه انا ووژل.
ياد تنکي ځوان او انا يې د ارغستان ولسوالۍ اوسېدنکي دي او تېره ورځ غرمه مهال د همدې ولسوالۍ له چوکازې کلي څخه کيمزي کلي ته پر لاره وه چي د وسلوالو لخوا د سړک پر غاړه په يوه ښخ سوي ماين وربرابر سول.
د ماين د ختلو سره سم ياد څوارلس کلن هلک ځاي پر ځاي خپل ژوند له لاسه ورکړي او انا يې د امنيتي ځواکونو په مرسته ميرويس روغتيون ته د درملني په موخه راوړل سوې خو د سختو ټپونو له امله هغې هم تېره شپه ساه ورکړه.
وسلوال مخالفين اوسمهال په هېڅ ډول د افغان ملي امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، همدا لامل دي چي په لارو او کوڅو کي بمونه ږدي چي ډېري مهال يې قربانيان عام وګړي وي.