د لغمان ولایت په مرکز سربېره د قرغیو، الینګار، الیشنګ، دولت شاه او بادپښ ولسوالیو د ګڼ شمېر بڼوالو لپاره په یادو سیمو کې په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د سخت زړو او پستو میوه لرونکو بوټو د ۴۰۰ کوچنیو باغونو پروژه نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د مرستیال حاجي عبدالعزیز، د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د رئیس محمد جمیل خوشال، د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي، د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې ( NHLP ) د استازو، د ولایتي ادارو د یو شمېر مسولینو، د قومي مشرانو او ځوانانو له لوري په مرکز مهترلام کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې عملا پیل شوه.
دغه پروژه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې ( NHLP ) له لوري تطبیق کېږي، د پسرلي له پیله به د پسرلي تر پایه دوام وکړي. په دې پروژه کې د پستو او سخت زړو میوه لرونکو بوټو په تفکیک د ۲۵ او ۵۰ سلنو په اندازه د بڼوالو څخه سهم اخیستل شوی او پاتې یې د یاد وزارت له لوري د بڼوالو د اقتصادي کچې د لوړاوي په موخه د مرستې په ډول ورکول کېږي.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل په حقیقت کې په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د ۴۰۰ کوچنیو میوه لرونکو باغونو جوړېدل هغه ستر کار دی چې ګټه یې یو کس ته نه بلکې په زرګونه کورنیو ته رسېږي او د یو کروندګر او بڼوال د ژوند او اقتصادي کچې په لوړولو کې مثبت بدلون رامنځته کوي.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې په تېرو دوو نیمو کلونو کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ او دغه راز په کروندو کې د اوبو د تنظیم او کانالونو د جوړولو په برخو کې یې پراخ کار کړی او هغه کروندې چې وړاندې به په عنعنوي شکل اوبه کېدې اوس د کانالونو او سربندونو په جوړېدو سره د اوبخور د عصري سیستم لاندې تنظیم شوي، چې مستقیمه او هر اړخیزه ګټه یې کروند ګرو ته رسي.
لغمان والي وویل چې دوی په دې هڅه او کوشش کې دي چې په بنیادي او ستراتیژیکه توګه د کرنې، اوبو لګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ د ودې، میکانیزه کولو او د کروند ګرو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه کوټلي ګامونه واخلي چې البته د نوموړي په وینا دا کارونه یې د لومړیتوبونو په کتار کې ځای لري.